
په ورځپاڼو سربيره چې په ډيره زرنګۍ سره سانسور او خلکو ته وړاندې کيدې، بل هم د حکومتي راډيو-تلويزيون برودکاستونه وو. د تلويزيون نامتو سټيشنونو عادي پروګرامونه لکه هيڅ څه چې نه وي شوي خپرول او د خبرونو په چنل کې يې د ختيځ بنګال په ښارونو کې د "نورمالى اوضاع" تاکيد کاوه. طبعاً نورو ستيشنونو په خاص ډول آل انډيا راديو او راديو استراليا بل ډول خبرونه خپرول. دغو بروډکاسټونو ته خلکو غوږ نيو او په ډيره دلچسپى يې اوريدل. مګر د تعجب وړ دا ده چې په هغو باندې د "پروپيګنډې" نوم ايښوول کيده او خلکو ته يې داسې ورښودل چې ګوندې دا ټول پروپاګند هندوستان کاوه. حکومتي چپړاسيانو په کراچۍ اولاورپينډۍ کې هڅه کوله تر څو د باندنيو هيوادو خبرونه تکذيب او تحريف کاندي. په نتيجه کې ټولې ورځپاڼې له رسمي تضادونو څخه ډکې وې.
پاکستانى ولس ډير وطنپال دى مګر پدې هکله چې حکومت څومره په دروغو د دوى سترګې پټې ساتلې وې ځانته خبره ده.د حکومت لپاره دا سخت کار نه و. له يوې خوا تل تر تله د هندوستان په مقابل کې بربنډ تعصب موجود و. پاکستان له دې کبله وزيږول شو چې په هند کې اوسيدونکو مسلمانانو ځانګړى سلامي هيواد غوښت. د خلکو په ککروکې دا مفکوره لله هغې ورځې راهيسې پرته وه او دا تعصب هغه وخت لا پسې زيات شو کله چې کله چې د ١٩٦٥ کال د سپتمبر په مياشت کې د هند او پاکستان تر منځ جګړه وشوه. له بلې خوا په ختيځ بنګال کې د پيښو رپوټ چې آل انډيا راډيو په تفصيل وړاندې کاوه خلک لا پسې شکمن او متردد کړل. د هند په مقابل کې د خلکو د داسې روحيې څخه د ګټې اخستلو په ترڅ کې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ته خورا اسانه وه چې ولسونو ته داسې مفکوره ورکړي چې ګوندې هندوستان يو ځل بيا د دوى په ضد په تجاوز لاس پورې کړى و.
پنجاب ته يوه بله خبره ډيره په ګټه تمامه شوه هغه دا چې د هند د ستراتيژيکي څيړنو انستيټوت له خوا داسې خبره شوې وه چې "هندوستان ته پس له يوې پيړۍ بيا داسې چانس په لاس ورغلى دى چې د نيمې وچې بيلتون به له منځه يوړل شي". د دې خبرې په هکله رپوټونو هره ورځ د ورځپاڼو مخونه ډک کړي وو او په څوڅو ځله له راډيو څخه خپور شو. پدې ډول د حکومت له خوا د خلکو په مغزو کې دې خبرې ځاى نيولى و چې يواځې دا نه چې د شيخ مجيب په "بغاوت" کې هندوستان لاس درلود، بلکې د دې امکان نږدې شوى و چې هندوستان به په خپله په پاکستان راوليږدي. دا د هغې بيانيې نتيجه وه چې د ستراتيژيکي څيړنو د ادارې له خوا بيله دې چې کومه ګټه او مفهوم ولري خپره شوه. او دا خبره د پنجابي پروپاګندچيانو لپاره اسماني تحفه وه. د حکومت له لارښوونې سره سم د دې خبرې راپرو په راډيو تلويزيون او ورځپاڼو کې څوڅو ځله تکرار خپور کړ شو. ورپسې پدې هکله د ځينو مشرانو انعکاسات او د ورځپاڼو چلوونکوتبصرې خپرې شوې.
دا خبره څه ناڅه دوې اونۍ اوږده شوه. په پاى کې ممکن دير لږ شمير پاکستانيان به وو چې باور يې نه درلود چې هند په تجاوز لاس پورې کړى دى او يا دا چې پدې عقيده نه وو چې پدې اړودوړ کې له حکومت سره مرسته بايد وکړي.
دا بايد هيره نه شي چې په هغه وخت کې د پاکستان ولس له باندينۍ نړۍ څخه بيخي پريکړل شوى و. سانسور باندينۍ مجلې او ورځپاڼې له تضادو خبرو او مالوماتو سره د ننه هيواد ته نه پريښودلې. که دې مجلو او ورځپاڼو د ختيځ بنګال د حالاتو په هکله حتى کوچنۍ اشاره هم کړې وه نو هغه به ونيول شول او په اور کې به سوځيدل. پنجابى حکومت پدې هکله دومره ټينګ و کله چې به مسافرين پاکستان ته راتلل که پاکستانى به و که خارجي هغوى به له سره تر پښو تالاشي کيدل دا د دې لپاره چې هغوى د ورځپاڼو کټنګونه چې د پوځ کارروايي وښيي له ځان سره را نه وړي. کله چې حکومت پدې بريالى شو چې د اولس سترګې او غوږونه له باندينۍ نړۍ څخه وساتي نو خپل پروپاګند ته يې زور ورکړ. د ختيځ بنګال پيښو ته يې هيڅ ګوته نه نيوله. او د دې لپاره چې د رښتياو په انحراف عامه ذهنيتونه وغولوي د هند له خوا خطر يې خورا غوره ګاڼه او ټول يې هغې خوا ته متوجه کړي وو. ګويبلس به هم تر دې بهتر څه نه واى کړي!
کله چې زه له نورو ځينو ژورنالستانو سره د اپريل د مياشتې په نيمايي کې ختيځ بنګال ته بوتلل شوم نو د حکومت له خوا راته لارښوونه وشوه چې "بايد د پوځ ستاينه" وکړو او ټوله اوضاع ارامه وښيو. موږ ته دا هم وويل شول چې دا موکه به هم راکړل شي چې د هند "تجاوزکارۍ" ووينو. دا وخت د ډاکې ښار د پوځ په لاس کې و. مګر پوځ خو ټولې کوڅې نه شوې پټولى او د خپلوکړو وړو نښې نښانې يې نه شوې ورکولاى.
پدې برسيره د بنګالي ولس خولې يې چې موږ ورسره ليدنه کتنه کوله نه شوې تړلى. لدې کبله د ډاکې کتنې زموږ د ټولو سترګې لوڅې کړې. ښه مې په زړه دي چې زما يوه ملګري چې دوې ورځې مخکې ډاکې ته رسيدلى و، په ټيټ غږ راته وويل: "ټول هندوان او بنګاي منورين يې عام قتل کړي دي". مګر دې خبريال چې د يوې پياوړې ورځپاڼې خورا نامتو غړى دى، کراچۍ ته د خپلو ليدنو مطلق چپه رپوټ ليږلى و. په همدې ډول د راديو او تلويزيون کار کوونکيو داسې رپوټونه ليږل. يوه ملګري چې خورا "وطنپال!" و، ځوان و او د تلويزيون لپاره يې عکاسي کوله له ما سره کوميلا ته لاړ. نوموړي د دې لپاره چې "تور سپين او سپين تور" ثبوت کړي،له پوځ څخه هم تيره کړې وه. د ده وظيفه دا وه چې وښيي چې ګواکې وضع نورماله او ارامه ارامي وه. دا دا کار کټ مټ داسې وکړ. يوځل کله چې موږلکشام ته چې د پوځ له خوا يوه ورځ د مخه "ازاد" شوى و، ولاړو، د ښار له سر څخه تر پښو پورې څوک نه ليدل کيده او لکه د نورو سيمو په شان کوڅې او لارې خالي وې. مګر څنګه چې لکشام د ريلوې خورا غوره تمځاى بلل کيده، نو بايد ښودل شوى واى چې هلته هرڅه په عادي ډول فعاليت کاوه. هغه ووچې زما ملګري د پوځ په مرسته يو دوه کوټييز ګاډى کش کړ او د تلويزيون لپاره يې "نورمال" حالت عکاسي کړ. په بل ځاى کې يوه لويه مظاهره د "محلي سولې کميټې!" له خوا په لياره شوه. هلته زموږد رسيدو تر وخته داسې څه لکه د "سولې کميټه" موجوده نه وه اونه يې چا نوم اوريدلى و. مګر د پوځ ميجر چې د هغې سيمې د "عام قتل" اداره چي و، پياوړى جادو وکړ. يوه زاړه سړي ته يې چې لوړه يې کوله چې "دى زوړ او وفادار مسلم ليګى" و، وظيفه ورکړه ترڅو يوځو تنه سره راغونډ کړي. سړي چې له خداى څخه د خپلو ژوندي پاتې کيدو په هکله او د دې ځلاند ستوري لپاره چې پوځ ته د خدمت کولو توان ورسره و، شکريه ادا کوله د ميجر صاحب څخه يې وغوښتل له ميجر صاحب څخه وغوښتل چې ده ته باييد له درۍ تر څلورو ساعتو پورې وخت ورکړي چې وکولاى شي "سل دوه سوه تنه" سره راغونډ کړي. مګر ميجر نيم ساعت مهلت ورکړ او يو"جوان" يې ورسره وليږه چې پدې کار بريالى شي. له ټاکلي وخت څخه پينځه دقيقې وروسته مو غوږونو ته له ډيره لرې غږونه راورسيدل. څو شيبې وروسته د کوچنيانو او "فاني شيخانو" يوه ډله چې پاکستاني بيرغونه ورسره وو او د زړه په زور يې څومره چې په وس کې وو د پاترياتيزم (وطنپالنې) شعارونه يې ورکول، را نږدې شول. دې پروا نه لرله چې د کوچنيانو په ګډون د دې ډلې ګڼخ پنځوسو تنو ته نه رسيدله، مګر د کامرې کارکوونکى پوخ کسبګر و، د بوډاګانو ليکه يې د پوليسو د دفتر مخې ته ليکه ودرول او "لويه غونډه!" يې ورڅخه جوړه کړه. وروسته بيا په يوه تنګه کوڅه کې چې هلته يې موندلاى شوه، ښکته پورته مارش کړل او د "ولس د مظاهراتو" د کره کتنې فلم يې جوړ کړ. څلور ورځې وروسته د کراچۍ په تلويزيون کې خلکو ته په لکشام کې د "عادي وضع" د راګرځيدو فلم ښوول کيده!