ترهګر او ترهګرۍ په يوويشتمه پېړۍ کې (شپږمه برخه)

   
 احمدشاه ابدالي جرګه
انګېزې او انګېرنې
 
ليک: غلام محمد زرملوال 
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
 
پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"
 
ترهګري د "برتانوي پاکستان" له زېږونې سره غبرګه زيږول شوې
 
ناټو او انډيوالان يې بايد د خپلو وسلو خولې په لاهور اوراولپينډۍ کې د ترهګرۍ روزونکو، ځالو او خپرونکيو پر لور واړوي
 
 
 
شپږمه برخه:
 
د کراچۍ او ډاکې تر منځ د تړاو دهليز:
 
پر هغه سربېره محمد على جناح د ختيځ او لوېديځ پاکستان ترمنځ د تړاو [اتصال] "يو دهليز" هم غوښت چې د څه ناڅه يو زر ميله په واټن به د هند په خاوره کې غزېده. او له بلې خوا د مسلم ليګ مشر پدې خبره ټينګ درول شوى و چې د ګرد هند د مسلمانانو د يواځنى وياند په توګه به د مسلم ليګ له غوښتنې، يانې د پاکستان له جوړونې څخه نه تېرېږي.  د سيملې د  ناکامه شوې غونډې يو ونډه وال ژورنالست، دُرګه داس، وايي: ".. د غونډې په پاى کې جناح د سيملې په سيسيل هوټل کې راته وويل چې په انګلستان کې يې ملګرو ـ  د وايسراى د اجرايه کميټې د يوه غړي له لارې ـ ډاډ ورکړل شوى چې که په غونډه کې په خپله غوښتنه (يانې چې يواځې دې دى د ګرد هند د مسلمانانو د وياند په توګه ومنل شي او پدې توګه دا غونډه ناکامه کاندي) نو ورته به پاکستان ورکړ شي. په سيمله غونډه کې د مسلم ليګ يو برخه وال، حسن امام، ليکي چې د سيملې کانفرنس د دوه تنو سکرتريانو څخه يوه يې، سيسيل هوټل ته پر لار ودرولم او ويې ويل چې د وايسراى د اجرائيه کميټې يوه غړي جناح ته سلا ورکوله چې [په خپل دريځ] ټينګ ودرېږي.
 
According to Durga Das, a journalist of great integrity, Jinnah told him in the left of the Cecil Hotel, Simla (towards the end of the conference that he had been assured by friends in England, through a member of the Viceroy Executive Council, that 'if he remained firm on the demand (of exclusively representing the Muslims and thus breaking the conference) he would get Pakistan … One of two secretaries of the Simla conference has written: 'Hussain Imam, who attended the conference in his capacity as the leader of the Muslim League Party in the Council of States, stopped me on my way to the Cecil Hotel and said that a member of the Viceroy Executive Council was advising Jinnah to stand firm. Narendra Sarila, 'The Shadow of the Great Game', p186
 
دا خبره هرچا ته څرګنده وه چې د جناح له خوا دا اېښودل شوي شرطونه، نه عملي او نه نورو هندي سياسي ځواکونو ته د منلو وړ وو. خو د لارد وېول موخه هم دا وه چې پداسې شرايطو کې د سيملې غونډه راوغواړي چې د هغې د بريا شونتيا بېخي صفر وي. نو کله چې د سيملې غونډه ناکامه کړل شوه، جناح اخطار ورکړ چې که پاکستان ورنکړى شي، "کلي او کوڅې به" په وينو ولړي. له هغې نېټې مسلم ليګ د " رښتيونى مومن، يا کافر او يا خاين" شعار د ګرد مسلمان ولس پرخلاف خپل کړ. هغه مسلمان چې به د جناح-پرنګي په پره کې ودرېد، مومن، او هغه چې به د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د دسيسې پر ضد ودرېد، کافر يا خاين وبلى شو.
 
 
د”هند يوه ټوټه – “A BIT OF INDIA
 
لارد وېول ليکي چې ـ په برتانيا کې د ١٩٤٥ زيږديز کال ټولټاکنو په پايله کې د محافظه کار ګوند له ماتې وروسته مې ـ  له وينسټن چرچل سره وليدل. پداسې حال کې چې نور په هند کې د پاتې کېدو خوب يې ناسم ختلى و، چرچل راته د وروستۍ خبرې په توګه وويل چې: د "هند يوه ټوټه ځان ته وساته".  “Keep a bit of India” 
 
نو جناح ـ د چرچل لپاره "د هند د يوې ټوټې د ساتلو" په موخه ـ د "کليو او کوڅو پر وينو لړلو" د خپل هوډ په عملي کولو لاس پورې کړ. د ١٩٤٦ کال د اګست پر ١٣ [روژه کې] مسلم ليګ ګوند د " مخاخ اقدام" تر شعار لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې کاپي يې ـ د [کلکتې] د ګورنر د دوتر له لارې ـ لندن او ډهلي ته استول شوې وې. ".. پدې لاسوند کې له شکه پرته دا خبره جوته ده چې د کلکتې ګورنر ته د مسلم ليګ د ارادې خبر مخکې له مخه ورکړ شوى و". دا اعلاميه پداسې ژبه ليکل شوې وه چې له هغې نه له نيمې پېړۍ ډېرې مودې وروسته د القاعده له اعلاميو سره يې يواځې سر نه خوړ،بلکې تر هغې لا ډيره شديده وه.
 
د مسلم ليګ د اعلاميې په وروستي پراګراف کې ويل کېږي:
 
د رمضان په مياشت کې قُران [شريف] نازل شوى؛ د رمضان په مياشت کې خداى پاک د جهاد کول جايز وګڼل؛ د رمضان مياشت وه چې په ٦٣٤ کال د اسلام او بېدينانو تر منځ لومړۍ جګړه په بدر کې وشوه، چې په کې ٣١٣ مسلمانان د ٩٠٠ کفارو پر وړاندې کامياب شول؛ د رمضان په مياشت ٦٣٠  کال د پيغمبر (صلعم) پر مشرۍ، لس زره مسلمانانو مکه [معظمه] فتح کړه او په عربستان خاوره يې د خداى سلطنت او اسلامي کامنويلت جوړ کړ. مسلم ليګ نېکمرغه دى چې پدې سپېڅلې مياشت کې خپل اقدام پيل کوي. [دا سوچه او سُتره هماغه جناح، چې په "ويسکي"  څښلو يې تل خوله بوينه او غرمنۍ يې "د خوک غوښه" وه؛ نه د اسلام له پينځه ستنو[پنج بنا] څخه خبر و؛ نه يې لمونځ زده و، نه يې روژه نيوله او نه پر نورو سپييڅلواسلامي ارشاداتو پوهيده ؛ او هغه مسلم ليګ دي چې د برتانيا پر توره د له پښو اچول شوي پرنګي د ساتلو او ننګه يې د "خلافت نهضت" پر ضد اقدام کړى و.]
 
د مخامخ اقدام د عملي کولو په نتيجه د "کلکتې ستر- وژنو" په پايله کې د ښار کوڅې د پينځه زره تنو وژل شويو او له شل زره څخه زياتو ټپيانو په وينو رنګ شوې وې. ډېره ناسمه به نه وي چې د ملتونو تر منځ د حق غوښتنې جګړه له هماغه نېټې ـ د برتانوي پرنګي پر لاس، لمسون او ګټه ـ په مذهبې جګړه واړول شوه او دا تر ننه پورې دوام لري.
 
په ١٩٤٧ زيږديز کال، د محمد على جناح په قول، په پرديو خاورو "ټوټه او پويو خوړلى پاکستان" شل فاميلي بيروکراسۍ او راجه- جرنيلانو ته وزيږول شو. او د جناح اسلام ".. د پنجاب د ځمکوالو.." لپاره د پټووني [کموفلاژ] لپاره  استعمالېده. اصغرخان د "اسلام، سياست او دولت" په ٨٠-٨١ مخونو کې ليکي: ".. د دې لپاره چې د [پنجاب] د ايالت پر سياست دوديزه فيوډالي ولکه ټينګه وساتي، ګڼ شمېر سياستوالو احساس کاوه چې يواځې ورته عادي مسلمانتوب کفايت نه کاوه،  نو له دې کبله يې له ځانه د ولايت درجې ته د لوړولو تکل وکړ.  د مسلم ليګ د مشايخو کميټه جوړه شوه او واقعاً د يوې شپې د تېرېدلو په بهير کې د [پنجاب] ايالت په سياسي افق کې د ((پيرانو)) او ((سجاده نشينانو)) نومونه راووتل: د ممدوت خان افتخار حسين خان د ممدوت شريف پير جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين ونومېد؛ ملک فيروزخان نون د سرګوده شريف دربار جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين شو؛ او د کميټې سکرتر، محمد ابراهيم علي چشتي ته، د پيسه اخبار شريف د فاضل هند سجاده نشين عنوان ورکړ شو."
 
 In order to consolidate their traditional feudal hold on politics in the province, many politicians felt that being an average run of the mill Muslim was not enough, and so they proceeded to the status of divines. A 'mushaikh' committee of the Muslim League was formed and virtually overnight and embarrassment of 'pirs' and 'sajjada nashins' appeared on the political horizon of the province. Khan Iftikhar Hussain Khan of Mamdot was described as Pir Mamdot Sharif, Sardar Shawkat Hayat Kahn as sajada nashin of Wah Sharif, Malik Feroz Khan Noon of Darbar Sargodha Sharif and to top it all, the secretary of the committee, Mr Ibrahim Ali Chishti, was designated Fazil-i-Hind sajjada nashin of Paisa Akhbar Sharif.
 
انګريزي پوځ او بيروکاتان "برتانوي پاکستان" ته واواښتل. د برتانوي پاکستان د جوړښت غړي دا وو: په دوو برخو [پاک اوناپاک] د لاهور او بنګال څيرل؛ او [د شمال لويديځ صوبه سرحد او فاټا] په نوم اړول شوې هغه افغانځمکې وې چې امپيريالستي برتانيا ته د ګندمک او ډيورند د پوهاوي- ليکونو پر بنسټ د "ګومارل" شويو يانې په کرايه ورکړل شويو (assigned territories) په توګه ورسپارل شوې وې. د صوبو ګورنران يې دا وو: (١) د بنګال ګورنر: سر فريديرک بورن. (٢) د پنجاب ګورنر: سر فرانسيس موډي. (٣) د سرحد ګورنر: جيورج کننګهم. (٤) د بلوچستان ګورنر: اې جي جي. پر دې سربيره د "پاک- پوځ" کومندانان هم پرنګيان وو: د (١) د ځمکنيو ځواکونو سر کومندان: جنرال راس مکاى. (٢) د هوايي ځواکونو سرکومندان: اير وايس مارشال پيري کين. (٣) د سمندري ځواکونو سرکومندان: ريير اډميرل جيفرډ.
 
خپلې پوځي ادې، برتانوي پاکستان، ته له ليږديدلو سره سم د "پاک-پوځ" پرنګي مرستيال ستر درستيز، مېجر جرنيل کاوتُم [Maj Gen R Cawthome] په ١٩٤٨ زيږديزکال کې د آى اس آى بنسټ کيښود. د آى اس آى په دنده کې په پاکستان کې د ننه او بهر د مالوماتو راټولول؛ د پاکستان د درۍ پوځي خدماتو ترمنځ د جاسوسي کوردينه کول؛ د هغوى پر کدرونو، رسنيو، په پاکستان کې پر سياسي فعالو ځواکونو، په بهر کې پر پاکستاني ديپلوماتانو؛ پر مخابراتو او سلګونو نورو داسې ورځنيو دندو څار. په واقعيت کې آى اس آى "... د دولت په منځ کې بل دولت دى چې نه د جمهور رئيس او نه لومړي وزير واکمنۍ ته غاړه ايږدي. نو پر آى اس آى د نه کنترول پايله په فساد، مخدراتو او غټو پيسو پايليږي چې سياسي سيناريو لا نوره هم پسې پېچلې کوي. آى اس آى نه يواځې په افغانستان کې د جګړې د تمويلولو لپاره د مخدره موادو له لارې موندلې پيسې استعمالولې، بلکې په کشمير او شمال- ختيځ هند کې د پراګزي جګړو لپاره يې هم کارولې. 
 
The ISI ‘has become a state within a state, answerable neither to the leadership of the army, nor to the President or the Prime Minister. The result is there has been no real supervision of the ISI, and corruption, narcotics, and big money have all come into play, further complicating the political scenario. Drug money was used by ISI to finance not only the Afghanistan war, but also the ongoing proxy war against India in Kashmir and Northeast India.’
همدا آى اس آى و او دى چې برتانوي پاکستان د هغو خاورو د څښتنانو په نابودولو مامور کړ چې پرنګي ترې "غلا کړې" وې. د "پاک پوځ افسران" يې، چې له پرنګي څخه په تقليد، د "پينډۍ نايټ-کلپونو ته تلل؛ له غرمې ناري نه مخ کې به يې جن او تونيک؛ او د ماښام له ډوډۍ د مخه به يې سُوډا او ويسکي څښل، د افغانانو، بلوڅو او سندهيانو د وژلو لپاره په بېباکۍ او بربنډې رياکاري د خداى له مقدسې کليمې، لاالله الا لله، څخه ناروا ګټه پورته کوله. پدې توګه د دې خاورې د اصلي اوسيدونکو يوه برخه هم له خپلو کورونو او نغريو څخه شړل شوي وو، د اسلام تر نوم او نقاب لاندې وژل کيدل او پر هراړخيزو بشري حقونو يې تېرى کېده. د دې نارواو په پايله کې د افغان ملت پر وجود تپل شوي ژور زخمونه په ناسور بدل او د نه زغم کچې ته رسيدلي وو.