
په ډېرو ظلمونو او وحشت تورن حاجي(!) محمد محقق، چې تل د کرزي په حکومت کې يو بانفوذه شخص و، د يو زيات شمېر هېوادوالو په وژلو کې ﻻس لري.
محمد محقق، د هزاره ګانو يو وتلي قوماندان، چې تردې د حامدکرزي په کابينه کې د پلان د وزير په توګه هم دنده تر سره کړې اوس هم په پارلمان کې وکيل دی. دا چې په افغانستان کې ولې حکومت ناکامه دی يو لوی ﻻمل يې دا دی، چې ټول مافيايي حکومت او د جنګساﻻرانو په ﻻس کې دی.
حتی د بشر د حقوقو څه د دفاع، موسسې کارکوونکي هم له دې جنګساﻻرانو سره اړيکې لري او د دوی پر جناياتو پرده اچوي. ښه بېلګه يې سيما ثمر ده، چې د بشر د حقوقو په کميسيون کې کار کوي او تر اوسه يې د محقق پر ضد هېڅ ډول څرګندونې نه دي کړي.
موږ به قدرمنو لوستونکو ته يو سند وړاندې کړو او قضاوت به دوی ته پرېږدو: