
په اروپا کې د افغانستان واحد ګوند
د انسجام کميسيون له خوا
د تسليت پيغام
په بيساری خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړ چې د افغانستان په اولسی جرګه کې د ارزګان د خلګو استازی او د افغانستان د واحد ګوند د مشرتابه شورا غړی ، ځوانیمرګ محمد هاشم وطنوال دشهید جان محمد خان سره یو ځای د هیواد د دښمنانو دیوه وحشيانه برید ښکار او په شهادت ورسید( انالله و اناالیه راجعون ) .دازړه بوږنوونکی خبر د هيواد دکليو او بانډو نه نیولی په ټوله نړۍ کې په غمجنه چټکتيا سره تأو راتأو شو او پر وطن مین افغانان یی دغم په څپو کی لاهو کړل. دې ويرجنې پېښې نه يواځې د وتلی شهید درنه کورنۍ او د ارزګان غمځپلی خلګ د وير پر ټغر کښینول بلکه د افغانستان د واحد ګوند د ټولو وطنپالو غړو او د هيواد د روڼ آندی غورځنګ د لارويانو په زړونو کی يې د ویر او انديښنو کرغیړن سيورۍ وغوړاوه .
موږ په داسې حال کې چې د ځوانیمرګ وطنوال دا بیرحمانه وژنه د خارجی افغان دښمنو استخباراتو او وحشی تروريستانو په ټنډو يو بل تور داغ ګڼو او د هيواد د ترقی غوښتونکی غورځنګ له پاره يې یوه جبران نه منوونکی ضایعه بولو ، د هغه شهيد ستر روح ته دعا کوو او په دې غمجنو شيبو کې دده په ویر کی اوښکی تویوو .
موږ ته د وطن هر شهید بچۍ چی پدی اوږده غمیزه کی په وینو لمبیدلی دی ، محمد هاشم وطنوال دی او هری کونډی او یتیم ته ددی نامراد د ګونډی او یتیمانو په سترګه ګورو .
په سیمی او نړی کی دی دافغان اولس دښمنان پدی پوه وی چی ددی وطن هر ځوان محمد هاشم وطنوال او هر سپین ږیری جان محمد خان دی .
شهید محمد هاشم وطنوال د پارلمان په دواړو دورو کی د ارزکان د خلګو د یوه منلی استازی په توګه د اولسی جرګی غړی پاته شوی او هلته یی په دریم خط کی د وطنپالو وکیلانو ترمنځ د درناوۍ نه ډک ځای درلود .
خدای بخښلی وطنوال د کابل پوهنتون کی د لوړو زده کړو دپای ته رسولو وروسته د دولتی ادارو په بیلابیلو څانګو کی په پوره ایمانداری او د وطنپالنی په بشپړه مینه کار کړی چی ددی لاری یی د هیوادوالو او په ځانګړی توګه د ارزګان د غریب اولس درناوی او ملاتړ تر لاسه کړی دی .
موږ پداسی حال کی چی ددغو هیوادوالو سره پدی ماتم کی ځان شیریک ګڼو ، ددولت نه غواړو چی ددی غمیزی څخه د وتلو په موخه دملی روغی جوړی د لاری په وطن کی د تلپاتی امن د راوستلو په هیله کوټلی ګامونه واخلی ترڅو ددی وطن نوری کورنی ددا ډول ماتمونو څخه و ژغورل شی او لانورهم د یتیم په اوښکو د بلی کونډی لمن لنده نشی .
موږ د زړوروطنوال او پر وطن مین نامراده ځوان سره د وداع په لړزوونکی موکه ددغه نوميالی شهيد دپاره دپاک خدای ( ج ) نه فردوس جنت ، دده غمجنی کورنۍ، د اورزګان غمځپلو خلګو ، د افغانستان د واحد ګوند مشرتابه شورا ، ددې ګوند ټولو غړو او د هيواد ترقی پلوه غورځنګ ټولو لارویانوته تسلیت وړاندی کوو او جمیل صبر ورته غواړو .
په اروپا کی د افغانستان د واحد ګوند دانسجام کمیسیون