د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې د  غمرازۍ پيغام:

\"\"

انالله و انا اليه راجعون.
د هېواد د وتلي او ځوان اقتصاد پوه، شريف بهاند د مړينې له امله، د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه، د خواشينۍ څرګندونې کوي.
موږ  نه يوازې د ارواښاد کورنۍ او دوستانو  لپاره دا يوه ضايعه بولو، بلکې د افغانستان  لپاره هم د معنوي پانګې زيان دی.
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې، د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته د تسليت مراتب وړاندې کوي او ده ته د فردوس جنت غوښتنه، د پاک رب له درباره کوي.
            آمين يا رب العالمين
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې مشرتابه
جرمني