دتوبې اهميت اوشرائط

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
الله رب العزت ته توبه ايستل داسي عمل دی چي هيڅ مسلمان ترې بې پروا کېدای نشي،دهرمسلمان  توبې ته اړتياشته،هره ورځ  ورته اړدی.
الله پاک هم انسانانوته په قرآن کريم کي په مختلفومقاماتوکي د توبې ترغيب ورکړی دی الله فرمايي: ﴿وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾(النور31){اې مؤمنانو!تاسوټول په
ګډه سره الله ته توبه وباسئ!هيله ده چي بری موپه برخه شي} رسول الله صلی الله عليه وسلم  هم امت امرکړی چي تاسوالله ته توبه وباسئ
اوله هغه څخه بخښنه وغواړئ  په يقني توګه زه هم په ورځ کي سل ځله توبه باسم(مسلم په دې حديث کي دتوبې ډېراهميت ته اشاره شوې ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  چي له ګناهونونه معصوم اوپاک دی،هغه سل ځله په ورځ کي توبه باسي،نوموږته خوپکارده چي تردې هم زياته توبه وباسو.
دادالله رب العزت ډېرلوی فضل اواحسان دی چي له انسانانوتوبه قبلوي،ګناهونه يې وربخښي بلکي داسي يې ګرزوي لکه بالکل چي يې ګناه نه وي کړې
په  حديث کي راغلي دي: ((الإسلام يهدم ما كان قبله والتوبة تهدم ما كان قبلها){اسلام هغه(ګناوي)ورانوي(له مينځه يې وړي) کومي چي ترې مخکي شوې وي، اوتوبه هغه ګناوي ورانوي کومي چي ترې مخکي شوې وي }په بل حديث کي راغلي دي:التائب من الذنب کمن لاذنب له(مسلم){له ګناه څخه توبه ايستونکی دهغه چاپه څېردی چي ګناه يې له سره کړې نه وي }             دتوبې په ايستلوکي بايدانسان له تلواره کارواخلي ځکه دمرګ
وخت معلوم نه دی بل داچي علماووليکلي دي چي دتوبې ځنډول هم ګناه ده.
که څوک غواړي چي الله ته توبه وباسي،هغه بايدلومړی توبه وپېژني،هغه شرائط وپېژني ،له کوموپرته چي توبه ارزښت نه لري اوپه خپله توبه کي يې مراعت کړي:
توبه په لغت کي رجوع اوګرزېدوته وايي. په شريعت کي يې مطلب دالله پاک له نافرمانۍ څخه دهغه دطاعت اوعبادت په لوري ګرزېدل دی .
            توبه درې مراتب لري،په هغوکي ترټولولويه  مرتبه له کفرڅخه دايمان په لورګرزېدل دي .
{2}په دوهم مرتبه  کي له کبائرو(لويو)ګناهونوڅخه توبه کول دي .
{3}په دريمه مرتبه  کي له وړوګناهونوڅخه توبه کول دي .
دغه درې سره مرتبې بايدعملي کړل شي.
 
دتوبې لپاره پنځه شرطونه دي،که په دغوشرائطوتوبه برابره وه،نوداسي توبه فائده منده اودقبول وړده،که دغه شرائط په کومه توبه کي نه وو،هغه دقبول وړنه ده .
هغه شرائط دادي :
{1}اخلاص:په داسي توګه توبه کول چي مقصديې يوازي دالله تعالی ذات اودهغه رضاوي،هغه ته به  توبه باسي.
درياءاوځان ښودني مقصدبه يې نه وي،نه به خلګوته ځان په توبې سره نږدې کوي،نه به  په توبې سره  له ځانه دچا دتکليف د لري کولومقصدلري،لکه له حکومته ځان خلاصول،ياله بل چاځان خلاصول چي هغه ورته سزا ورکوي .
{2}له کومي ګناه چي توبه باسي،دهغې په کولوبه پښېمانه کيږي ځکه دانسان پښېمانتيادتوبې رښتينولي کوي،په هغه کاربه دزړه له کومي پښېمانه کيږي،داسي به نه وي چي يوه ګناه کوي وايي:بيابه توبه اوباسو،دداسي توبې قبلېدل هم بعيد  وي ځکه په داسي توبه کي پښېمانتيانه وي،چي دتوبې دقبوليت
لپاره شرط دي.
{3}له کومي ګناه چي توبه باسي،هغه به پرېږدي،داسي  به نه  کوي  چي په  ګناه کي لګياوي اودتوبې نعرې  يې وهي،داسي توبه هم دقبلېدلوجوګه نه ده .
ديادوني وړده چي داشرط هم  ډېرمهم شرط دی چي له دې پرته توبه هيڅ اعتبارنه لري . دګناه پرېښودل که دنارواکارپه پرېښودلوکېدل،هغه کاربه پرېږدي. که داسي ګناه وه چي دفرض ياواجب دپرېښودوله کبله وه،نودهغې ګناه پرېښودل داسي کيږي چي هغه فرض ياواجب به اداکوي لکه دبېلګي په توګه چادخپل مال زکات نه وي ورکړی،اوس غواړي چي توبه وباسي، نودده دتوبې دقبلېدولپاره داشرط ده چي دکومو کلونو زکاتو نه يې نه وي ورکړي،هغه به اداکوي.
که ګناه داسي وه چي دبل چادحق سره يې تعلق وو، دچاحق ورباندي  وو، قرض يې وي،يايې له چاڅه شی غلاکړی وي،يايې يوشی په زورله چااخيستی وي،نودده دتوبې دقبلېدو لپاره هغه ته خپل حق وررسول،يادهغه بخښنه ضروري ده . له دې پرته نه قبليږي .
{4} داسي عزم به کوي چي  په راتلونکي کي به داکاربيا نه کوم . که څوک داسي توبه وباسي چي په راتلونکي کي يې داسي نيت وي،چي کله په دې کاروتوانيږم بيابه يې کوم،نوداتوبه هم صحيح نه ده.
{5}  داسي وخت  به  وي چي توبه پکي قبليږي. که يې وخت نه وو،هم توبه فائده نه لري . لکه دغَرغَرې په وخت کي چي کله دانسان ساه دوتوپه حالت کي وي، اوترستوني پوري رسېدلې وي.په داسي وخت کي نه قبليږي لکه څنګه چي الله پاک فرمايي:
وَلَيسَت التَوبَةُ للَذينَ يَعمَلُونَ السَيئات حَتی اذَاحَضَرَاَحَدهمُ المَوتُ قَالَ اني تُبتُ الآنَ (النساء :18){دهغه خلګولپاره توبه نشته،چي پرلپسې بدکارونه کوي،تردې پوري چي کله له هغونه د يوه تن دمرګ نيټه راورسيږي
نوپه هغه وخت کي وايي:اوس مي توبه وايسته} همدارازدمغرب له خوادلمرله راختومخکي به وي .له دې وروسته هم نه قبليږي لکه څنګه چي الله پاک فرمايي:
يَومَ يَاتي بَعضُ آيات رَبکَ لَايَنفَعُ نَفسًالَم تَکُن آمَنَت من قَبلُ اَوکَسَبَت في ايمَانهَاخَيرًا(الانعام :185){کومه ورځ چي ستادرب کومي مخصوصي نښانې راڅرګندي شي،بيابه يوداسي چاته دهغه ايمان هيڅ ګټه ونه رسوي چي مخکي يې ايمان نه وي راوړی،يايې په خپل ايمان کي نېکي نه وي کړې} له دغونښانوڅخه مراددمغرب له لوري دلمرراختل دي لکه څنګه چي په حديث شريف کي راغلي دي.
نوبياکه يوکافرايمان راوړي،ايمان يې دقبول وړنه دی،که مسلمان له ګناهونوتوبه باسي،هم نه ترې  قبليږي
الله پاک دي موږته دصحيح توبې توفيق راکړي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين
ليکوال: مولوي عصمت الله عزام