جاويد لودين او زلمی رسول هم سره وران شول

دافغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې روهي ویبپاڼې ته وویل : څو ورځې وړاندې د وزیر په خونه کې دوزیر او مرستیالانو ترمنځ ناسته وه او هغه مهال پسې لا ترینګلې شوه ،چې کله جاوید لودین پر وزیر خوله راخلاصه کړه اونوموړی يې پردې تورن کړ ،چې دولسي جرګې هر غړی تاسی ته دیو چاسپارښتنه وکړي تاسې سمدلاسه په کوم بهرني هېواد کې د ډیپلومات په توګه استوې همدا اوس په سفارتونو کې ستاسی ګومارنۍ دې کچې ته رسیدلې دي ،چې له تشکیل هم پورته دي . دا ډول کړنې زموږ پر وړاندې خنډونه راپورته کوي او دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت لپاره دشرم خبره ده . جاوید لودین دا هم ورزیاته کړه ،چې موږ نه باید دمعاشخورو کچه ډیره کړو بلکې دکار سړي پیدا کړو .
لودین خپلې خبرې دا ډول پای ته ورسولې دګاونډیو هېوادونو دسکرترانو سویه زموږ دسفیرانو له هغې لوړه ده