
د ستر مجاهد غازي محمد جان خان وردګ د ژوند او مبارزې په اړه علمي او څېړنيز سيمنار جوړيږي.
دغه سيمنار چې د رفيع کلتوري او مدني ټولنې له خوا يې د جوړلو تابيا شوې ده، د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ٣١ مه نېټه د جمعې په ورځ به د کابل طبي پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړ شي.
په دې سيمنار کې به د ولسمشر او نورو اکاډميکو مرکزونو له پيغامونو وروسته دغه مقالې ولوستل شي:
· غازي محمدجانخان د انګرېزي آرشیفي اسنادو د یوه لیک په چاڼ کې ( پوهنوال رشید صیب)
· غازي محمدجانخان د ولس په زړونو او د ولس په سندرو کې ( څېړندوی حبیب الله رفیع)
· غازي محمدجانخان وردګ او د هغه په نوم یاده شوې یوه سکه ( استاد رسول باوري)
· د غازي محمدجانخان وردګ پېژندګلوي ( حیات الله حلیم)
· غازي محمدجانخان او د هغه ولسي او پوځي نفوذ ( سرمحقق سیدمحمدامین مجاهد)
· جنګ دوم افغان وانګلیس ونقش غازی محمدجانخان درین جنګ ( معاون سرمحقق عبدالحکیم صافی)
· غازی محمد جانخان، قهرمان با عزم و بی ادعا ( محقق محمد فاضل شریفی)
له تاسو ښاغلو ټولنو او بنسټونو هیله کیږي چې نوموړي سیمینار ته خپل پیغامونه راولېږﺉ
اړیک شمېرې:
۰۷۷۷۲۰۰۳۰۱،۰۷۸۷۶۵۳۵۵۵، ۰۷۰۰۸۰۲۰۰۳