نړۍ دجوﻻی په 16 مه نېټه :

 
 _ 622 زکال کې داسلامي جنترۍ Islamic calendar پيل بلل کيږي ؛
_ په 1439زکال کې په انګلستان کې پرښکلولو بنديز ولګول شو، ﻻمل يې ديوې ساري ناروغۍ خوريدل ښودل شوی و ؛
_ په 1661 زکال کې لومړني اروپايي بانکنوټونه(پيسې) دستکهولم بانک خپاره کړل ؛
_ په1923 زکال کې ((بېنيتو موسوليني )) Benito Mussoliniپه ايټالياکې دقمار په لوبو بنديز ولګولو؛
_ په 1947زکال کې د16 اروپايي هېوادونواستازي په پاريس کې ، دمارشال پلان Marshall Plan  پرسر دبحث لپاره سره راټول شول ، چې اقتصادي بيارغاونه رامنځته کړي ؛
_ په1977 زکال کې له سوماليانه دشوروي اتحاد ټول کارپوهان ولېږل شول ؛
_ په1979 زکال کې (( صدام حسين عبدالمجيدالتکريتي دعراق جمهور رئېس شو ؛
_ په1999 زکال کې په 11:41 بجودمايکروسافټ دکمپنی خاوند((بيل ګېټس )) دسهامو ارزښت سل ملياردو ډالروته ورسيد؛
_ په 2002 زکال کې دواشنګټن په مرکز کې ، دنړيوالې جاسوسۍ ياشپيوناژ تاريخ ، يو په زړۀ پورې موزيم پرانستل شو .