د قومي مشرانو وژل، هېواد ته لوى ګوزار دى

رفيع الله زيار
هر هغه هېواد، چې مشر او يو ښه رهبر ونه لري، نو هغه هېواد هر وخت د ډېرو ستونزو او ډول، ډول ننګونو سره مخامخ وي، ځکه داسې څوک نه وي ، چې هغه هېواد د ورپېښو ناخوالو څخه وژغوري او له دښمنانو نه نجات ورکړي.نو په همدې اساس زموږ په هېواد کې هرې ورانۍ او بربادۍ ته د بهرنيو کړيو له خوا په ډېر هنر سره دسيسې جوړې شوې او هغه د ورانۍ کار يې په ډېر هنر سره په خپله د افغانانو پر مټ داسې تر سره کړى، چې بهرنيان يې په پېړيو، پېړيو کې هم نه شي کولاى.
د افغانستان ټول کانونه او زېرمې په تېره دېرش کلنه خونخواره جګړه کې له منځه لاړې او زموږ نورې ملي شتمنۍ هم ډېرې زيامنې شوې، چې افغانان به يې تر ډېرو وختونو پورې نه يوازې جبران نه کړي، بلکې زيان به يې تر لسګونو کلونو پورې وګالي.خو دا هر څه بيا دومره خطرناک نه دي، لکه اوس، چې په هېواد کې د ننه د قومي مشرانو او مخورو شخصيتونو د له منځه وړلو لپاره نوى پلان په کار اچول شوى او دا مشران د يوې جوړې شوې دسيسې له مخې په يوه او بل نوم له منځه وړل کيږي او ورو، ورو افغانان د مشرانو له ثمره بې برخې کيږي.بلاخر داسې وخت به هم راشي، چې موږ افغانان به د مشرانو د خواږه او درانه سيوري څخه بې برخې يو او خپل برخليک به په خپل لاس نه شو ټاکلى او له دې نه زيات به د خارجيانو په خونخوارو منګولو کې پرېوزو او لا زيات به د دوى د ملنډو وهلو ته برابر شو او له دې نه به ښه له موږ څخه د ځان په ګټه کار اخلي.که چېرې موږ بيا قومي مشران او دينې عالمان ولرو نو د پخوا په څېر هېواد د هر ډول دښمن څخه ژغورل کېداى شي او د دوى په رهبرۍ به زموږ ځوانان د خپلو ملي ګټو او د هېواد د پولو نه په ډېره مېړانه او په ډېره لوړه حوصله ساتنه او پالنه وکړي.
موږ په کلي او بانډو کې بايد خپلې حجرې او جوماتونو د خپلو مشرانو په مشرتوب باندې ښکلي او خوځنده وساتو، تر څو مو له يوې خوا خپل افغانى ننګ او غيرت ساتلى وي او له بلې خوا مو خپله اسلامي دنده ښه پر مخ وړي او د پخوا پڅېر مو يو ځل بيا هره ستونزه او دعوه په خپلو حجرو او د چنارونو سيوري ته حل شوي وي.نو دې ټکي ته په پام سره، چې هېڅ ټولنه هم بې له مشره او بې له ښه رهبر نه خپل ژوند ته پرمختګ نه شي ورکولاى.ځکه چې مشر د يوه څراغ حيثيت لري، که څوک څراغ يا رڼا په لاس کې ونه لري، نو کېداى شي، چې هغه کس کندې ته ورلويږي او د تل لپاره له خپل ژوند نه په ټوله مانا بې برخې شي او په راتلونکې کې يې نور راروان نسل ته هم لوى زيان او تاوان ورسيږي.نو چې داسې ده راځئ ټول افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه له دې وروسته د خپلو مشرانو ساتنه وکړو او دوى هغه تاريخي دښمن ته، چې تل يې د افغانانو وينې څښلي دي او تر اوسه هم تورې کندې ورته لټوي، پرېنږدو، چې نوې يې په بې رحمانه توګه له منځه يوسي او د خپلو شومو موخو لپاره ځان ته لار پرانيزي.ددې سره په څنګ کې بايد ټول افغانان وروڼه په يو ټغر سره راټول شي، دا خبره بايد نور هېره کړي، چې ته څوک يې او زه څوک يم، ددې خبرې پر ځاى دې نور د خپل تبا او برباد شوي هېواد د جوړولو او ددې بد حالت نه د راايستلو په لټه کې شي، ځکه که دا هېواد د بهرنيانو له خوا له دغې بد حالت نه ژغورل کېداى نو اوس به افغانستان په ټوله نړۍ کې سارى نه لرلاى، خو که چېرې بيا د دوى په شتون کې ستونزې رامنځته کيږي، نو له دې نه به بل بد بخته هېواد نه وي. بيا هم وايو،.چې راځئ افغانانو وروڼو خپل هېواد او خپل قومي مشران نور له بې ځايه وژنو، تښتونو او تهديدولو څخه وژغورو، تر څو د خپلو نيکونو او پلرونو تاريخ له سره راژوندى کړو او ټولې نړۍ ته دا په ډاګه کړو، چې ټول افغانان په خپلو کې يو موټي او د هر غليم پر وړاندې ډال او سپر دي.