د بنګله ديش بېستري(٣٦برخه)

 نړۍ پدې ښه پوهيږي چې ولې لس مليونه بنګالي نارينه، ښځې او ماشومان هندوستان ته پناه وړې وه. ولې لږ تر لږه درۍ مليونه وژل شوي دي او ولې بېشماره نور يې د لوږې اوناروغۍ په توګه له مرګ سره مخامخ وو. دا خبره د نړۍ په هر ګوټ کې هرچا ته څرګنده ده چې د  ١٩٧٠ کال د مارچ پر ٢٥ نيټه د پاکستان پوځ د ختيځ بنګال په بيګناه نارينه و، ښځو او کوچنيانو باندې څومره نارواوې او ظلمونه روا کړل. دا وحشتناک عملونه، وژل، بې ستره کول او د ښځو او کوچنيانو کالبوتونه ټوکر ټوکر کول د اوسني بنګله ديش لپاره هره ګړۍ تر سترګو سترګو کيږي او له زړونو نه وتل امکان يې بيخي نشته دى. دا ټولو پيښو د هغه ولس د ژوند يوه لويه برخه ډکه کړې ده او سترګې ورباندې پټيدلاى نه شي.
که چيرې داسې چالچلن په ناڅاپي ډول د يوه ولس له خوا چې له لوږې تندې او توربختۍ سره مخامخ و سر وهلى واى نو دومره به د حيانتيا وړ نه واى، مګر دا چې د داسې حکومت له خوا چې پنجابي خولې ورته متمدن وايي د داسې شوم او بېرحمه پلان  عملي کول لويه ګناه او د متمدنې بشري نړۍ لپاره نه منونکى عمل دى.
دا به له امکان څخه لرې خبره وي چې د هر يوه وژلي په هکله د دې کتاب په پاڼو کې څيړنه وشي. مګر ما ته ضروري ښکاريږي چې د يوې داسې پيښې په هکله چې زما د ژوندانه لاره يې وګرزوله، څه ووايم:
دا پيښه د اپريل د مياشتې په درېيمه اونۍ په کوميلا کې وشوه. زه د سرکت هاوز د ميلمستون په پاسني پوړ کې په يوه کوټه کې اوسيدم. هلته د دې سيمې د مارشلا د اداره چي دفتر هم و. د اپريل د مياشتې د ١٩ نيټې سهار و. کله چې نوموړي درۍ تنه هندوان او يو تن عيسوي مذهبه "غل!" چې د کوميلا په جيل کې وو په اعدام محکوم کړل. وروسته څرګنده شوه چې  دې "غله" يو څه لوښي او جامې د يوه هندو له کور څخه يستلې اوخپل څښتن ته يې چې د ښار په هغه بله څنډه کې بندي و وروړلې. په  ده باندې د هغه غله نوم کيښودل شو چې بالفعل نيول شوى و. پداسې حال کې چې موږ د کوکونټ شيدې څښلې، پنسل څلور ټکي وليکل او د عدام حکم صادر شو.
له شپږو بجو لږ څه مخکې مې وليدل چې هغه يو تن له درۍ تنه نورو ملګرو سره په رسۍ باندې تړلي وو د سرکت هاوز يوې برخې ته مارش کړل شول. څو دقيقې وروسته يې نارې چيغې واورېدې او د هډوکو او غوښو بېرحمه وهلو غږ مې غوږونوته راورسيد. بيا ناڅاپه نارې ودرېدې، چوپه چوپتيا شوه مګر زما په غوږونو کې به هغه سوې نارې په مليون ځله راپورته شوې وي او تر اوسه يې ځوږ لا زما په ککره کې دى.
لکه څنګه چې حکومتي خبريالان او د ورځپاڼو چلوونکي هڅه کوي چې په بنګالي ملي قيام د بغاوت نوم کيږدي اود دې لپاره چې "پاکستان خراپ نه شي!" خپلواعمالو ته حق په جانب او د پوځ بربريت ته سرښندنه ووايي. مګر داسې نه ده او له دې چاچلند څخه څلور واقعييتونه راڅرګند شول: لومړى دا چې د پوځ وحشت په بنګال کې د خارجي اتباعو له قتل عام څخه وروسته نه، بلکې له هغه څخه د  مخه پيل شو. دويم دا چې ځنې کسانو هڅه کوله تر څو د ولس غوږونو ته داسې ورسوي چې پوځ د مارچ له ٢٦ نيټې څخه مخکې ځکه د بنګال په پوځ او سرتيرو عام قتل جوړ کړ چې هغوى غوښتل د مارچ په ٢٦ نيټه له پلان سره سم عمومي بغاوت پيل کاندي.  هغوى له موږ څخه غوښتل پدې باور وکړو.دريمه دا چې پاکستاني ډلې چې په نازي ډوله بېرحميو او ظلم يې لاس پورې کړى و، يواځنى دليل يې د يحيى-بوټهو شخصي سياسي خودخواهي او د سياسي پرابلم حل يې، چې د دوى له خوا پخپله پيدا کړل شوى و،  د توپ او ټانک په توګه غوښت. څلورم دا د بنګله ديش د بې سترۍ حقايق دي او د نړۍ ټول پروپاګند هم هغه نه شي پټولى.
 
(١٠)
گويبلس بيا راغلى و
 
------------------------------------------------------------
د لويديز پاکستان خلک په پټه خوله د عام قتل ننداره کوي....
(تاج الدين احمد)
١٧ اپريل ١٩٧١
------------------------------------------------------------
د پاکستان هر وګړى که له کوم بنګالي هيوادوال او يا کوم بل خارجي سره چې د پيښو مالومات ورسره وي مخامخ شي نو هرو مرو به يې دا شکايت لکه چې د بنګله ديش صدراعظم تاج الدين احمد وکړ تر غوږو او داسې پوښتنه به ورڅخه وشي: "ايا تاسو په دې شومو پيښو او بېساري استبداد خبر نه وئ؟ دا خبره د اپريل د مياشتې له نيمايي څخه مخکې زما خپله تجربه وه او باور لرم چې د پاکستان هر يوه تن په خاص ډول هغو غټو سياستمدارانو چې د ١٩٧١ کال د مارچ له ٢٥ نيټې څخه د مخه يې د باندې سفرونه کړي وو په ډاګه څرګنده وه. د داسې پوښتنې ځواب هم هو! ده او هم نه! رښتيا خبره دا ده چې دا ځکه معما شوه چې په پاکستان کې هيڅوک په واقعيت او د  واقعياتو په رښتينې بڼه خبر نه وو.  پدې هکله د اسلام اباد د اطلاعاتو د وزارت (چې سيخ نوم يې بايد د پروپاګند ديپارتمنټ وي) په تخيلي، تصنعي او اختراعي کوششونو کولو باندې افرين وويل شي.
او سيخ ځواب به نه وي ځکه چې لږ تر لږه د ١٩٧١ کال د جولاى تر مياشتې د ختيځ بنګال په پيښو باندې په پاکستان کې څوک خبر نه وو. پوځي بيروکراسۍ د مارچ پر ٢٥ نيټه په  هر څه باندې کلک سانسور ولګاوه. له هغې شپې څخه د جولاى د مياشتې تر پايه پورې کله چې سانسور په رسمي ډول پاى ته ورسيد هييڅ يوې پاکستاني ورځپاڼې او يا هغو ورځپاڼو چې په ختيځ کې خپرېدې د دې خونړيو پيښو په هکله يو  ځانګړى خبر هم چې رښتياو ته نږدې وي خپور نکړ. دا د پنجاب لارښوونه وه. د لومړيو دوو مياشتو په بهير کې د ميې مياشتې تر پايه پورې ډاکه او د ختيځ بنګال په نورو سيمو کې مطبوعاتي رپوټونه په ډير احتياط څيړل کيدل او د پوځ له خبري منابعو څخه نشر ته سپارل کيدل. ټولو ورځپاڼو د ارامي بيرته راتګ، د شيخ مجيب د بغاوت کمپاين او د پاکستاني پوځ د فداکارۍ! تاکيد کاوه. د پوځ د سرښندنې لاپې باټې وهل پدې هکله وو چې ګوندي هغوى (د هندي خراپکارانو) په ضد جګړه کوله. که هر څومره هم چا ډير فکر او ژورې څيړنې کړې واى بيا هم وروستيو دوو ټکيو د حقايقو بڼه دومره ګډه وډه کړې وه چې د رښتيا ليدلو امکان خورا لږ و.په ډاکه او چتکانګ کې د  پوځ د وحشيانه رويې په هکله چې پنځوس زره تنه يې وژلي وو هيڅ کوم خبر نه و. دې واقعيت ته هم د چا پام نه و چې له هغه نه وروسته چې پنجابي ليوانو د پنځوس زره تنو په وينو منګولې سرې کړې،ويې کولاى شول چې ډاکه او چتکانګ تر ولکې لاندې راولي. مګر د ختيځ بنګال په نورو سمو کې د بنګال ولس له سخت مقاومت سره مخامخ وو. پاکستانى ولس پدې خبر نه و چې څنګه پاکستاني هوايي قواو د بنګال په ولسونو بمونه اورول. پدې هم خبر نه و چې د ختيځ بنګال پوځ، پوليسو، انصارو او مجاهدينو په ډيره زړورتيا د پنجابي زورګيرانو مقابله کوله. هغه پنجابيان چې په ختيځ بنګال کې اوسييدل له ځان سره د "بنګالى استبداد" خبرې راوړې. مګر دا خبره چې پاکستاني پوځ څنګه په عام قتل بوخت و هغوى له ويرې نه شوه کولاى. موږ ته د حکومتي غټو افسرانو له خوا د "ځينو پيښو" په هکله مالومات راکول کيدل مګر دا چې د واقعيتونو اندازه پيدا کړى شو له امکان څخه لرې خبره وه.