
احمدشاه ابدالي جرګه
انګېزې او انګېرنې
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"
ترهګري د "برتانوي پاکستان" له زېږونې سره غبرګه زيږول شوې
ناټو او انډيوالان يې بايد د خپلو وسلو خولې په لاهور اوراولپينډۍ کې د ترهګرۍ روزونکو، ځالو او خپرونکيو پر لور واړوي
په ١٩٤٣ زيږديز کال د هند د وايسراى په توګه د لارد لينليتګو دوره پاى ته ورسېده او پرځاى يې لارد ارچيبالد وېول وايسراى وټاکل شو. نوموړى، فيلډ مارشال وېول، له دې نه مخه په هند کې د برتانوي ځواکونو کومندان و. لارد لينليتګو د خپلې تصدۍ پر مهال د مسلم ليګ د مشر، محمد علي جناح، پر پړسولو لاس پورې کړى و؛ هڅه يې کړې وه چې د ١٩٤٠-٤١ کلونو په بهير کې د هند د مسلمانانو د "يواځني وياند" کچې ته يې پورته کړى؛ او دې ته يې چمتو کړى و چې د لارد وېول تر لمنې لاندې د برتانيا په ګټه د مسلمانانو او پرنګي "اتحاد" عملي کاندي.
له ډهلي نه لندن ته تر تګ دمخه د ليکلې يوې مباحثې په ترڅ کې، لارد لينليګتو د هند نوي وايسراى، لارد وېول، ته وايي چې برتانيا به "د لږ تر لږ نورو ديرشو کلونو لپاره د هند چارې پر مخ وړي ... او دا مهال ـ پداسې حال کې چې ګاندهي او د کانګريس نور مشران په جيلونو کې پراته دي او مسلمانان د تېرو دريو يا څلورو کلونو په بهير کې ښه پياوړي شوي دي ـ دا هيواد [هند] د دې موخې [يانې پرې د برتانيا د ولکې دوام] لپاره ښه چمتو کړل شوى دى." خو لارد وېول د لينليګتو له دې نظريې سره موافق نه و. ويول پدې ګروهه و چې ".. د هند وضع په چټکۍ سره په ويجاړېدو وه، له هغه هيواد څخه د وتلو لپاره يو منظم پلان اړين دى چې د هغه په توګه په هند کې د برتانيا خورا غوره ګټې وساتل شي ـ د هغو ګټو ساتلو لپاره د داسې يوې پوځي اډې ساتل اړين وو چې له هغې نه منځنى ختيز، او د هند سمندر ستره سيمه له کومې چې د جګړې لپاره ستر ځواک راټولېداى شوـ تر کابو لاندې ساتل کېداى شي." لارد وېول، د هند له تلونکي وايسراى، لينليتګو، سره په يوه ټکي کې يو-غږ و، هغه دا چې برتانيا په سيمه کې د داسې اډې ساتل يواځې د مسلم-ليګ له لارې شوني بلل. له همدې کبله وو چې دې موخې ته د رسېدو پر لور، نوې وايسراى، ".. په چوپه خوله او ميتوديکه توګه د واقعيتونو پر زېږولو.." پيل وکړ. او پر دې لور لومړى ګام يې د دې لوبې لپاره د تشخيص کړي وړ (مناسب) وګړي، محمد علي جناح، پر مخ ته کولو لاس پورې کول وو.
خو د لارد وېول پر وړاندې خورا ستر خنډ دا و چې مسلم ليګ حتى د مسلمانانو د اکثريت په ايالتونو کې هم اتبار نه لاره. په بنګال کې د مسلم ليګ حکومت د خپلمنځي شخړو له کبله له پښو لوېدلى و او په اسام کې د مسلم ليګ لومړى وزيرـ د خپل ځان د خوندي ساتلو په هيله ـ له کانګريس سره پوهاوي ته رسېدلى و. او د لارد ويول له يادښتونو سره سم، ".. څرګندېدله چې د سند حکومت د مسلم ليګ د ولکې پرخلاف بغاوت کړى؛ په شمالي صوبه سرحد [پښتونخوا] کې د مسلم ليګ حکومت په نسکورېدو وـ [په ١٩٤٥ کال کې هغه نسکور شو]؛ او په پنجاب کې د هند د وېش پر خلاف د جناح- ضد ائتلاف د پياوړتيا پر خوا روان و."
بيا هم پر دې ټولو سربيره کوم څه چې وايسراى ډېر وارختا کړى و، هغه په پنجاب کې د جناح د کمځواکۍ خبره وه ځکه چې " پر پنجاب د جناح له بشپړې ولکې پرته، د وېول لپاره شونې نه وه چې د هند له وجود څخه پلان کړل شوى" پاکستان وزېږولى شي. که څه هم پرنګي د پنجاب والي، سکندر حيات خان، پدې قانع کړى و چې د محمد علي جناح پرخلاف بربنډ دريز ونه نيسي، خو پدې نه و توانېدلى چې د "جناح- ډوله حکومت سره، د سکندر حيات له مسلمانو، هندوانو او سيکهانو څخه جوړ شوى سيکيولر- ليبرال ګډ دولت پخلا کړى شي. په ١٩٤١ کې د سکندر حيات له مړينې وروسته، د خيضر حيات خان تيوانه پر مشرۍ هم نوموړي ائتلاف هماغې کړنلارې ته دوام ورکاوه.
د هند د وروستي وايسراى، لارډ مونټباټن، مرستيال، ناريندرا سريلا، د جناح- ګاندهي ترمنځ د يوې ناکامې شوې غونډې په هکله په تفصيل سره خبره کوي، او د هغې د پايلې په اړه د برتانيا لومړي وزير، وينستن چرچل، ته د يوه ليک له متن څخه په اقتباس وايي: "زه پدې ګروهه يم چې د ګاندهي- جناح ناکامو شويو خبرو داسې يو فُرصت رامنځ ته کړى چې د هغه په ترڅ کې د برتانيا حکومت [د خپل هدف پر لور] مخ پر وړاندې ګام پورته کړي." پرنګى پداسې حال کې چې د پردې شا ته يې دا ټوله لوبه پخپله روانه کړې، په خورا زيرکۍ او احتياط هڅه کوي په بهر کې چا ته داسې څرګنده نه شي چې پرنګى په هند کې د خپلې راتلونکې "اډې" د پخولو په پروژه بوخت دى؛ او داسې وښيي چې ګوندې د "اقليتونو د حقوقو د ساتلو" او هند د "خيرخواه" په توګه لاس پر دُعا دى چې پخپله هنديان د خپل برخليک په اړه تصميم ونيسي. مکار پرنګۍ هغه څه چې غواړي د هندي مشرانو له لارې او د جناح له ستوني څخه يې د هند او نورې نړۍ خلکو ته ورسوي، دا دي چې ګنې برتانيا خو غواړي هند يو ناوېشلى او سوکاله هيواد پاتې شي، خو مشران يې په خپل منځ کې نه سره جوړېږي!
له همدې کبله ده چې په بېلابېلو وختو کې د "هندي مشرانو" غونډې جوړوي؛ "واکمنو کميټو" ته د هند د "ښېرازۍ" لپاره د کار کولو "واک" ورکوي؛ او د داسې نورو ډرامو په جوړولو لاس پورې کوي. د همدې لړۍ په ترڅ کې، لارد وېول د ١٩٤٥ کال د جون پر ٢٥ په سيمله کې يوې غونډې ته د ".. هند د ټولو ګوندونو؛ د سيکهانو او منسجم کړو نورو توکمونو استازي؛ او ـ د کانګريس په شمول ـ برتانوي ايالتونو اوسني او پخواني لومړي وزيران ورغوښتي وو چې د وايسراى په ماڼۍ کې سره کيني او يوې پايلې ته ورسېږي.
ساريلا ليکي:
په سيمله کې د غونډۍ پر سر پروت د وايسراى ماڼۍ ته د موټرو د ورتګ اجازه نه وه. نو دا "مشران" مجبور وو چې ".. په ريکشا کې هلته ځانونه ورسوي. ريکشا [خرګاډي ته ورته] له لرګيو جوړه شوې د لېږدونې داسې وسيله وه چې د پينځو تنو په توګه ټېله او کشېدله. پخپله د وايسراى ماڼۍ د سکاتلند د يوې بُرجورې ماڼۍ کاپي وه چې مخ پر ښکته شيوه چمنونه؛ په ريګونو ښکلې شوې لارې او د ګلانو بڼونه ترې راتاو وو. گاندهي سيملې ته تللى و، خو په غونډه کې يې برخه نه لرله. نهرو ـ د وايسراى له خوا "د اېښودل شوي معيار" د نه وړتيا له کبله ـ په غونډه کې د ونډې لرلو اجازه نه لرله. باچاخان او خدايي خدمتګار په جيلونو کې پراته وو. سيريلا زياتوي چې جناح په "لندني سوټ [دريشۍ] کې د غونډې ستورى" و، خو دا نه وايي چې هغه هم په لرګي- ريکشا کې سپور د وېول ماڼۍ ته ځان رسولى و، او يايې د رسولو لپاره پرې وايسراى ځانګړى لُطف کړى و.
د محمد على جناح د پاکستان نخچه چې لارد وېول تياره کړې او جناح پرې زور اچولى و، دا وه چې، د وېول په قول،: " موږ به د کانګريس تر ادارې لاندې هندو [اکثريت صوبې] ـ که شونې وه په سولييزه توګه ـ هندوانو ته وسپارو، خپل ـ رسمي او ملي پوځونه به ـ (مسلمانو اکثريت صوبو ته) ولېږدوو؛ او په عين حال کې به د هند له مسلمانو ايالتونو څخه د هندوانو په مقابل کې دفاع وکړو ... موږ بايد کانګريس ته دا خبره جوته کړو چې د دې پايله به د هند وېش وي ... دا خبره ښايي کانګريس مجبور کاندي چې له مسلم ليګ سره پوهاوي ته ورسېږي؛ يانې د هند له تجزيې سره موافقه وکړي.
د هندي ايالتونو او راجواړو په اړه، لارد وېول وايي:
په شمال- لوېديځ کې به کشمير، بلوچستان او د پنجاب دولتونه؛ او په شمال ختيځ کې به سيکيم، بُهتان، کُوچ، بيهار، منجپور او نور د برتانيا تر نفوذ لاندې پاتې شي؛ او د حيدراباد حاکمان به له شکه پرته د برتانيا تر ولکې لاندې وي. وېول زياتوي چې د دې مانا دا نه ده چې ګوندې دا ترتيبات به له برتانيا سره د شمالي ايرلند له اړيکو سره مشابه وي، يانې دا دولتونه به د هند شمالي ايرلند وي. موږ به هڅه وکړو چې تر هرڅومره ښو ممکنو شرايطو لاندې د هند اتحاد بېرته خوندي؛ او بيا په بشپړه توګه ترې ووځو. (وروستى پراګراف څرګندوي چې برتانيا فکر نه کاوه چې د هندوستان اوږدمهاله وېش د امکان وړ و. د ١٩٤٠ زيږديز کال د لاهور په اعلاميه کې په جوته توګه ويل شوي وو چې د په نښه شوي پاکستان د جوړښت غړي به "خپلواک مستقل" هيوادونه وي او په يوه اتحاديه کې به د يوه- بل تر څنګ ژوند کوي. يانې هغه مهال اساساً داسې فکر کيده چې د يوه ايالت، څيرل کړي پنجاب، تر ولکې لاندې پښتونخوا، بلوچستان او سند ژوند کول ناشوني وو).
د برتانيا په دفاعي نظام کې د پلان شوي پاکستان د څرنګوالي په هکله، لارد وېول په هند کې د برتانوي ځواکونو ستر کومندان، فيلډ مارشال کلاوډ اچيلنيک، ته دنده وسپارله چې رپوټ ورکړي. اچيلنيک دا رپوټ تر "دوو سرليکونو" لاندې تيار کړ:
(١) پر هندوستان د برتانيا تر کابو لاندې پاکستان اغېزه
(٢) د پاکستان د دفاع پرابلم
اچيلنيک، د لومړۍ مادې په اړه، د خپل رپوټ په بهير کې وايي چې په تيوري کې ښايي داسې ځرګنده شي چې تر برتانوي اغېزې لاندې پاکستان به وکولاى شي د خپلواک هند له لوري د غليمانه خوځښتونو د پوتانشيل [بالقوه شونتيا] مخه ونيولى شي. خو دا خورا شکمنه ده چې پاکستان به د خامو توکيو داسې اړينې منابع، صنعتي پياوړتيا، بشري ځواک ـ او تر ټولو غوره ضروري ځمکنۍ پراختيا ولري، چې د هند پر وړاندې د جګړييزې اډې دنده ترې واخستل شي... پداسې حال کې چې اتومي انرژي پرمختګ کوي او ـ په ځمکه، فضا او سمندر کې ـ هر ډول وسلې پراختيا مومي، د فاعي ژوروالى او د شاتګ لپاره به کافي ځمکې ته ضرورت وي. [دا هغه ستراتيژيک ژوروالى و، چې د ١٩٨٠ کلونو په بهير کې جنرال ضيا پرې ـ د افغانانو د تباه کولو له لارې ـ د پرنګي له خوا مامور شوى و] نو لدې کبله ويلاى شو چې پاکستان به داسې امکانات برابر نکړي چې د هغه په ترڅ کې برتانوي کامنويلت خپلواک هندوستان د زور له لارې له بهرنيو غليمانه اغېزو څخه لرې وساتي؛ او د هند د سمندر په سيمه کې زموږ د مواصلاتو خونديتوب تضمين کاندي. او
د دويمې مادې په هکله ليکي چې، فرضاً، که پاکستان کشمير ونيسي [د کشمير کشاله هم د برتانيا عمدي زيږنده وه] او يا لږ تر لږه پر هغه ژور اغېز ولري، نو پاکستان به د شمال [سينکيانګ] له خوا له جدي ګواښ سره مخامخ نه وي ـ د هماليا غرونه به يې له دفاع سره مرسته کوي ـ ... خو پاکستان به د شمال- لوېديځ له لوري [افغانستان]؛ او د سهيل لوېديز له لوري د هند له خوا په لويه کچه ځمکنيو بريدونو سره مخامخ وي." دا پاراګراف په پوره او زغرده توګه څرګندوي چې د افغانانو د تباهۍ پروژه تل د برتانوي کلونياليزم د کړنلارو په سر کې وه؛ له ١٨٨٠ کلونو راهيسې يې هغه په مخامخ او نامخامخ توګه د خپلو اجيرو ځواکونو په توګه پر مخ بيوله؛ او له ١٩٤٧ کاله وروسته يې د دې دندې د سرته رسولو لپاره پنجابى پوځ وروزه او چمتو يې کړ.
سريلا ليکي چې د برتانوي هندي د پوځونو سرکومندان له شکه پرته پر دې ګروهه و چې که ".. وغواړو د اوبو او هوا له لارې د هند د سمندر په سيمه کې په ازاده توګه وخوځېداى شو ـ چې زما په نظر د برتانوي کامنويلت شتون د دوام لپاره حياتي دى ـ نو دا يواځې هغه وخت کولاى شو چې هند متحد او په خپله خوښه د کامنويلت غړى پاتې شي.." مګر ناويشلى هند خو په کامنويلت کې پاتې کيدل نه غوښتل. او ويشلى هند، د اچيلنيک پر اند، د برتانيا له پوځي موخو سره د کافي مرستې وړتيا نلرله. خو د فيلد مارشال اچيلنيک دې نظريې د لارد وېول له سِري اوپردې شاته پاکستان د زيږولو له پروژې سره توپير لاره. نو پدې اړه اچيلنيک ته د ننګونې په ژبه، د "کابينيټ ډيليګېشن" په يوه غونډه کې وايي چې: "جلالتمآپ وايسراى [وېول] وايي چې فکر نه کوي پدې اړه چې موږ د هند په شمال-ختيځ او شمال- لوېديځ [يانې پروژه شوي پاکستان] کې د نا محدودې شوې زمانې لپاره پاتې شو، د ردولو کوم لامل موجود وي. نوموړى د سرکومندان له دې نظر سره موافق نه و چې پاکستان به، د برتانيا د امپراتورۍ د يوې برخې په توګه د برتانيا په مرسته له ستراتېژيکي پلوه د دفاع وړ نه؛ او ددې جوګه به نه وي چې د [برتانوي] امپراتورۍ ګټې وساتي."
His Excellency the Viceroy said he did not feel that there were final grounds for rejecting the possibility that we might remain in North-East and North-West India [the proposed Pakistan] for an indefinite period. He was not entirely in agreement with the commander-in-chief that Pakistan as part the Empire receiving British support would be strategically incapable of being defended and of no military advantage to the Empire. [ٍEmphasis added] 'The Shadow of the Great Game', p220