بې خونده خبرې(۶): عمليات موفقانه سپری شد!!!

 
 
 وسیم سجاد،کابل
جولای۲۰۱۱،۱۲
په کانینټل عملیات وشول. طالب یو ځل بیا سِنګل یوز پلان څخه ګټه پورته کړه. طالبان عملي (پرکټیکل) مدیران دي. جنګی تاکتیک یی دویم ځل نه تکراریږي. هر ځل عملیات یی په نوی بڼه وي. د امریکی او د مقاومت د ډګرونو جنرالان او مارشالان یی څه نا څه لړزولي دي.
د کورنیو چارو وزیر سره له پنجشیري کاري ټیم سره یی ایله په ایله په پنځو ساعتونو کی وکولای شول سیمه تصفیه او دشمنان کشور را ضربه!!! وارد نمود.
خبریالانو ته په خبرو کی وزیر صیب ویل چی موفق بودیم، منبع دشمن بیرون از مرزهای افغانستان بود، عملیات موفقانه بود، جوانان ما توانست که در ظرف ۵ ساعت منطقه را تصفیه نماید. شاید دیده باشید که در خارج هم اینطور عملیات تصفیوي صورت نه ګرفته است واین همه و همه افتخارات جهاد و مقاومت است!!!
اته طالبان/القاعده او یا هر څه چی دوی یی بولي، وو او وزارت سره له ټول کاري پرسونل سره راغلی وو.
مدیریت وایی چی پلان باید مثمر او موثر وي. کاري پلان باید زیرمی بچت کړي. که اته طالبان پنځه ساعته عملیات کولای شي، د ملک په پایتخت کی ویره او ډار خپرولای شي، او په درجنو پولیس وژلای شي نو بیا کاري پلان ته څه اړتیا دی؟
عملیات به هغه وخت موفقانه وو چی عملیاتو ټول ټال دوه ساعته وخته اخیستی وای، څلور طالبان او یا حد اقل یو یی ژوندی نیول شوی وای، دوه پولیسان شهیدان شوي وای او د ملکي تلفاتو بشپړ مخه نیول شوی وای خو دا ټول بیا سر چپه وو. که له کاري پلان او ددومره جنرالانو په شتون کی بیا هم عملیات داسی مخکی ځي نو بیا پلان ته څه اړتیا؟؟ وردګ  عبدالرحیم وایی چی د داسی جګړو مقابله په ولا سخته او ناممکنه دی نو بیا تاسو ته څه اړتیا؟؟؟ جاهل طالب چی هیڅ حربی پوهنتون یی نه دی لوستلی، کوم جرمن نه دی روزلی او نه هم په ملیونونو ډالره سرمایه مصرف شوی دومره تخریب کوي او ستا پولیس چی دا هرڅه ورسره دي مخه یی نشي نیولای؟
پخه یی لا داچی عطا ولې د پیښی څخه څو دقیقی وړاندی کانټینټل پریښود؟ ده دا مالومات له کومه کړي وو؟ او یا یی ولی دا نور والیان او چارواکي خبر نه کړل؟؟؟ ولی یی خپل ټولنیز مسولیت ترسره نه کړ؟؟؟ په بخشی سره امکان به ولري چی د پیښی جاج واخیستل شي؟؟؟ هغه پیکاوی څنګه پورته خیژول شوی وی؟ دا ټولی پوښتنی دي چی ځواب غواړي.
زمونږ چارواکي تل د نورو هیوادونو مثال ورکوي په تیره بیا د هندوستان د تاج هوټل د عملیاتو! خو ګرانو هغوی خو اجمل قصاب ونیوه، اعترافات یی تری واخیستل تاسو تراوسه څوک نیولی؟ هغه د جلال اباد واله!!!
بی.بی.سی: د ولسمشر کرزي ورور احمدولی کرزی ووژل شو!!!



خبر ته هر څوک ځانله تعریفات لري. احمدولي نه کوم پوهاند وو، او نه هم کوم سیاست مدار! ولی جان د ولایتی شورا ریس وو او بس!!! د ولایتي شورا ریسانو نه نیولی تر والیانو وژل شویدي چی پکی حکیم تڼیوال، خان محمد مجاهد، بچای مقاومت داود و سیدخیلی او د کندوز ولایت پخوانی والی انجینر عمر... دا یی په کی سر له پاسه! خو بیا هم!
 زمونږ یو خپلوان په پاکستان کی په خپل بینز پولیس وهلی وو، مور یی تری پوښتنه وکړه چی سړی دی وهلی؟ هغه ویل نه! پولیس می وهلی!
ښځی د ګودر په غاړه ناستی وی، یوی غږ کړی وو چی میراتو مخونه پټ کړی سړی راغی، آبلی ورغږ کړی وو چی سړی نه دی اوښ والا دی. نو ولی جان د ولایتی شورا ریس نه د کندهار سوپر ګورنر وو او له هغی یو څه بالا د
الف: د ولسمشر ناسکه!!! ورور وو.
ب: قاچاقبر وو
ج: د امریکی د الیونایز په شِکاګو کی یی رسټورانټ وو.
د: له سی.ای.ای یی پیسی اخیستی
اوس به ولسمشر پوی شوی وي چی وژل کیدل یعنی څه؟! زما ښیرا لکه قبوله شوه!!! اوس به د ولسمشر مور بی بی حاجی پوښتی چی ولی جان می څه شو!!! ولی جان لکه کانکریټي دیوالونو ونه ساته!!! حیف دهغو ډالرو چی په سیمټی دیوالونو مصرف شول!!!
لفظی شخړی داوود خان چپه کړ، خان محمد یی والوځاوه او دغه دی ولی جان یی وویشته. افغان په سر کی چینجی لري او کله چی هم دغه چینجی وخورید نو بیا دا نه ګوري چی مقابل جانب یی څوک او څنګه دی؟ هماغه دی چی درز تری جګوي او راپرځوي یی. خو د ولسمشر حوصلی ته دی سلام وي. نر د ستونزو پرمهال مالومیږي، نن می په ولسمشر ایمان نور هم زیات شو!!! دی ته وایی د ارزښتونو توپیر!!! ده ونه ویل چی: مونږ خپل دښمن پیژنو، ای.ایس.ای دی. دښمن به ماتوو، ولی جان یی را شهید کړ. نه یی پریږدو.
 څومره په نرمه لهجه یی وویل : لکه څنګه چی تاسی خبریاست، زما کشر ورور احمد ولی کرزی په خپل کور کی شهید شو. دا دافغانستان د خلکو ژوند دی، هیله دی چی دغه ستونزی یوه ورځ پای ومومي او سوله منځ ته راشي.
 
اِنا لِلهِ واِنا الیهِ راجعون″″
leekwal@yahoo.com