وروره ته زما منې که دخره ؟!

 يو سړی دګاونډي کره ورغی او ورنه يې وغوښتل که ديوې ورځې لپار خر ورکړي .
  ګاونډي ورته وويل ، چې خر يې په کور کې نشته او چا بيولی دی . په دې وخت کې له غوجلې نه دخره د نړيدلو اواز پورته شو .
سړي کورواﻻ ته وويل ، چې هغه دی دخره اواز راځي او ته وايې ، چې خر په کور کې نشته !
دخره څښتن په ځواب کې ورته وويل ، چې وروره ته زما منې که دخره ؟!