د اوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی د ښاغلی عبدالباري جهاني په ویاړ د دوهم ادبی ماښام د غونډی راپور!

د جولای په نهمه نيټه  ۹-۷-۲۰۱۱داوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی د دوستۍ فونډ مشرتابه له خوا د ښاغلی جهانی  په ویاړ یوه غونډه جوړه شوی وه .
  پدی غونډه کی د بهر څخه راغلیو میلمنو هر یوه ښاغلی حبیب الله غمخور ، ښاغلی امین باوری ، محترم ډاکتر شیر حسن حسن ، ښاغلی پیرمحمد باوری ، محترم عبدالله احسان ، ښاغلی عبدالباقی لالی ، ښاغلی حکمت الله حکمت ،  ښاغلی ببرک  خوږیاڼی ،ښاغلی انجینر عبدلبصر شیرزاد او محترم همایون صاحبزۍ د ادیسی په ښار کی میشت افغانان مسافر وروڼه او د (چنار تر سیوری لاندی ادبی ټولنې) ځوانانو هم ګدون درلود .  
د ستیج چاری ښاغلی زلمی حبیبزی او انجینر تاج محمد په مخ بیولی . غونډه د قران عظیم شان په تلاوت سره پیل شوه . ورپسی  د پروګرام اوله برخه  کی د دوستۍ فونډ مشر ښاغلی انجینر محمدعثمان پرانیستی وینا وکړه او د ښاغلی جهانی
ادبی هڅی او زخمتونه یی وستایل او د ښاغلی جهانی د یو کتاب د چاپ لګښت یی پر غاړه واخیست ! اعلان  کړ.
او د پروګرام په دوهمه برخه کی زمونږ دری ژبی ، پاشایی ژبی،او اوزبکی ژبی وروڼه هر یو ښاغلی انجینر محبوب الله صدیقی،ښاغلی جنرال واسیع،ښاغلی خواجه مخمد یوسف،ښاغلی الحاج رسول،ښاغلی مصطفی مسافر،ښاغلی انجینر نعیم قیومی،ښاغلی ډاکتر طاهر،ښاغلی عبدلهادی دهقان،په خپلو مقالو او شعرونو دا بهیر ښکلی کړو.
ورپسی د پروګرام په دریمه برخه کی (د چنارتر سیوری لاندی د ادبی ټولنی) نوم چی وروسته  له څه مودی څخه دی یوه نوی ابتکار اجنډا بلل شوی وه . د( ادیسی ادبی ټولنی) په نوم ونومول شوه . تبرکی یی ورته ویو. 
د پروګرام په څلورمه برخه کی دی (ادیسی ادبی ټولنی) ځوانانو هر یو محترم پیوند شیدا چی د ښاغلی جهانی په شعر یی یوه ادبی خاطره کښلی وه ولوسته ، ورپسی محترم رحیم الله خکسار، سهراب فدا او محمدالله محمود د ښاغلی جهانی یو ازاد نظم په ترنم کی زمزمه کړو او همدارنګه محترم هلمند پردیس د ښاغلی جهانی د شعر هکله لیکلی مقاله ولوسته او محترم احمد شاه پاچاه هم دی ښاغلی باری ښایسته شعر دکلیمه کړ او ګرانه ماشومی مینه یوه ترانه زمزمه کړه او د یوی بلی ګرانی ماشوی پلاتن په نامه هم په یوه ترانی سره دا بهیر نورهم  ښایسته کړ. 
اود پروګرام پینځمه برخه کی  ښاغلی جهانی په خپلو ښایسته او اوچتو شعرونو د محفل په ګڼو ولولو سره د دی ادبی غونډ ماښام نوره رنګین کړ. 
 او د پروګرام اخیری برخه  محترم خوږاوازه سندرغاړی همایون په خپلو سندرو د مستانه رنګینو شیبو جوګه کړ .  
 
هلمند پردیس  
 
اوکراین د ادیسی ښار