له خوست وﻻيت نه دوه رېپوټونه:

 د خوست-ګردېز لارې کار به نور هم چټک شي
رفيع الله زيار
د خوست – ګردېز لارې د چټکيتا په موخه خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د يادې لارې د تخنيکي بورډ سره د روان کال د سرطان مياشتې په نوولسمه نېټه د سولې کور په ودانۍ کې ځانګړي ناسته وکړه.
د غونډې په پيل کې د تخنيکي بورډ په استازيتوب د خوست – ګردېز لارې د اېل پي جي کمپنۍ مشرې مېس مارېلين خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې خوست والي ته د دغه لويې لارې د کار د پرمختګ او چټکتيا په اړه په تفصيل سره مالومات ورکړل.نوموړي په خپلو خبرو کې خوست والي عبدالجبار نعيمي ته وويل، موږ ددې سرک جوړولو په برخه کې هر ډول ستونزې په ځان تېروو، تر څو ددغه لارې کار نور هم چټکتيا پيدا کړي او موږ تاته دا ډاډ درکوو، چې په نږدې راتلونکې کې به زيات مساپر له ستونزو او کړاوونو څخه خلاص شي.
مېس مارېلين د خپلو خبرو په ترڅ کې د خوست والي څخه زياته مننه وکړه او ويې ويل، چې خوست والي هر وخت له موږ سره زياته مرسته کړي او موږ له نوموړي څخه مننه کوو.
له مېس مارېلين څخه وروسته خوست والي عبدالجبارنعيمي خبرې وکړې.والي نعيمي وويل، ستاسو د راپور په اورېدو سره ډېر خوښ شوم، ځکه چې ددې لارې جوړول زموږ خلکو او ولس ته ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کوي، د دوى ناروغان او نور مشکل په ډېر کم وخت کې سر ته رسيږي.همداراز خوست والي له دوى څخه وغوښتل، چې د خوست – ګردېز لارې کار دې، د ښه کيفيت سره يو ځاى نور هم چټک کړي او د  ژمي تر رارسېدو مخکې دې، د هغو مشکلاتو مخه ونيسي له کومو سره، چې زيات مساپر مخامخ کيږي او دوى په يخ او واوره کې د دغې لارې د خرابوالي له لاسه ډېر کړول کيږي او درې ساعته مزل يې تر ورځو، ورځو پورې ورسيږي.


خوست والي عبدالجبار نعيمي ته د خوست – ګردېز لويې لارې تخنيکي بورډ له خوا ډاډ ورکړل شو، چې موږ به د ښه کيفيت سره يو ځاى ددغې لارې کار نور هم چټک کړو او په نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې زياتې لاسته راوړنې ولرو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ښاغلي نعيمي ياد ټيم ته ډاډ ورکړ، چې د خوست ولايتي اداره به له تاسو سره د ستونزې پر وخت نورې مرستې هم کوي او له تاسو سره به په دې نېک کار کې اوږه په اوږه کار پر مخ وړي.  
وزارتونو د ۱۹ کسیز پلاوي ۸۹ د بیارغونې وړاندیزونه منلي دي .
مبارز محمد ځدراڼ
دخوست ولایتي ادارې له طرفه پلازمېنې کابل ته استول شوي ۱۹ کسیزپلاوي د لاسته راوړنو په تړاو د یکشنبې په ورځ د مېلمستون په ودانۍ کې پراخه راټولېدنه ترسره شوه .په دې غونډه کې په خوست والي عبدالجبارنعیمي سربېره د ولایتي شورا ریس مراد خان منګل او دهمدې شورا وکیلانو، د بېلابېلو ادارو ریسانو، ولسوالانو ، ګڼ شمېر قومي مخورو مشرانو، دیني علماارکرامو او ژورنالستانو په کې برخه اخېستي وه .
ناسته د پاک قرآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه .ورپسې خوست والي عبدالجبارنعیمي پيلیزې خبرې وکړې .
ښاغلي نعیمي د خپلو خبرو پر مهال په خوست ولایت کې په شویو کارونو  او د راتلونکو پلانونو په هکله د ناستې برخوالو ته مالومات ورکړل .
نوموړي وویل چې د خوست د خلکو غوښتنې د خوست او ګردېز ترمنځ د غځېدلي سړک جوړېدل وو.چې د هغې د پاتې برخې د پشپړولو لپاره  ۳۰ دېرش ملیونه امریکایي ډالره یې اضافه منظور کړي دي .همداشان یې د امنیت د خوندیتوب په برخه کې یې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ ۶۶۲میله سپکه او درانه سلاح راټوله کړي او ډاياک پروسې ته یې سپارلي ده  او دخوست ولسونو بله غوښتنه د قومونو ترمنځ د پخوانیو شخړو هوارول وو.چې ولایتي اداره پر دې هم بریالۍ شوي او د هوایي ډګر مسله اوس د کاغذ څخه په عمل بدله شوي ، چې په نږدې راتلونکي کې به یې په چاردېوالۍ سربېره د تاسیساتو او نورو ضروري ساختماني کارونو هم د جوړونې چارې پیل شي .ده وویل چې په خوست کې د ۱۵۰بستریز روغتون په ساختماني چارو کې په ګوته شوي نیمګړتیاوې چې د خوست د ولسونو سره یې سختې اندېښنې پیدا کړې وې ، د ولایتي ادارې په وړاندیز د عامې روغتیاوزارت او په خوست کې د مرسته کوونکو ډونرانو د انجنیرانو د ډلې په مټ هوارې شوي چې اوس یې د ۱۹کسیز پلاوي په مټ د عامې روغتیاوزارت له مشرتابه څخه د ۱۵۰بستریز روغتون د فعالولو لپاره د تشکیل او امکاناتو په واک کې ورکولو موافقه اخېستي  ده .
دغه راز خوست والي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه ، چې په خوست کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې راټيټولو په خاطر له ډېرو هلو ځلو وروسته په دې بریالی شوی ،چې د یونېسېف موسسې په همکارۍ  بې د پولو طبیبانو د ټولنې سره تړون لاسلیک کړی ، چې په دې ولایت کې به ۵۰بستریز روغتون په چوکاټ کې روغتیایي خدمات ترسره کوي ، چې ۹۰۰ تنه به د میاشتې په اوږدو کې په وړیا توګه د اروپایي هېوادونو په دوا درملو سره تداوي کوي .
نوموړي زیاتوله ، چې په دې ولایت کې یې د ادارو د سمون لپاره ورکشاپونه اوکورسونه په لار اچولي او همداشان یې د اداري فساد د مخنیوي لپاره د مکافاتو او مجازاتو سېستم رواج کړی دی او ۲۶۸تنه نوي له پوهنتونونو څخه فارغ شوي ځوانان یې په دولتي دندو ګمارلي دي .چې له امله یې دا وخت د خوست ډېرئ ادارې خلکو ته د خدمت کولو جوګه شوي دي او له بل پلوه د دولتي عوایدو کچه پورته تللي ، چې د بېلګې په توګه یې د خوست د ګمرک عواید د ۱۳۹۰کال د حمل په میاشت کې ۷۲ ملیونه ، په ثور کې ۱۰۴ ملیونه او د جوزا په میاشت کې یې ۱۱۶ملیونه افغانۍ د دولت ملي خزانې ته سپارلي دي .نوموړي دغه ارقام د خوست په تاریخ کې بې ساري وبلل .
خوست والي وویل چې په خوست کې ۲۵۸دولتي او نادولتي ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانېستي دي ، همداراز په دې ولایت کې ۳۰۱۸درې زره اتلس تنه محصلین د شېخ زاید په پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي ، چې دا دې راتلونکي ودان افغانستان ضمانت کوي .
ده زیاته کړه چې په تېریوه کال کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونیز بهیر د نیمګړتیاوو د رفع کولو لپاره ۸۴۲ ښوونکي نوي مقرر شوي دي ،ترڅو د معارف په چوکاټ کې د ښوونکو دکمبود ستونزه تر یوه بریده هواره شي .
ښاغلي نعیمي د دولتي ځمکو د غصب څخه دخلاصون په اړه وویل چې د آزادۍ مېنې پروژه چې خپلو حقدرانو ته د آبادۍ جوړولو په نیت نه ورکول کېدله او ترڅنګ یې دولتي حاکمیت ته هم ګواښ پېښ کړی وو، د غاصبینو له منګولو آزاده شوه .همداشان دملک خیال بدین په نوم یو تن چې د جعل او تذویر له لارې یې د یو شمېر اسنادو له مخې چې ثبت یې هم نه درلود،۴۲۰جریبه ځمکه د بلخ ولایت څخه دخوست مرکز ته د تبادله کولو هڅه کړي وه ، چې د ولایتي ادارې په کلک هوډ سره ،تېره ورځ د نوموړي د دوسیې د لغوه کولو فرمان خوست ولایت ته راورسېده او ملک خیال بدین چې د خوست د خلکو په ملي شتمنیو یې د جعل او تذویر له لارې ملنډې وهلې ،ژر به تر توقیف لاندې  راشي .
 والي عبدالجبارنعیمي د خوست له خلکو وغوښتل ، چې د هېچا په منفي تبلیغاتو ونه غولېږي،بلکې حقایقو ته مراجعه وکړي .ده وویل دخوست خلکو ته دخدمت په نیت راغلی یم او تر اخېره به د خوستوالو له ملي ګټو دفاع کوي او په دې ولایت کې به د هر ډول  بې عدالتیو مخه نیسي . خو په دې برخه کې یې له هر خوستوال څخه د مستقیمې همکارۍ غوښتنه کړه .
نوموړي وویل ۱۹ کسیز پلاوی له مرکزي دولت سره د اړیکو د لا ټينګښت په موخه جوړ شوی اوهڅه کوي ، چې د خوست د خلکو له غوښتنې سره سمې پروژې له وزارتونو او نورو مرستندویه ټولنو څخه د پلي کولو په خاطر بودجه منظوره کړي ، چې په رښتنیي توګه یاد کمیسون هلې ځلې کړي او پر ځای لاسته راوړنې لري .
ښاغلي نعیمي وویل یو ولایت هغه وخت صنعتي کېدلای شي،چې برقي سېستم ولري ، نو په همدې منظور به یې هلې ځلې دوام ولر ي، چې په اوږده مهاله پلان کې وارداتي برېښنا تر خوست ته راورسوي.ترڅو خوست ولایت له تولیدي فابریکو برخمن شي .همداشان نوموړي دا مهال دخوست په یو شمېرسیمو کې د کوچنیو ډېمونو د جوړولو او لمریز برېښنایي سېستم رامنځته کولو په برخه کې  هم له خپلو هلو ځلو یادونه وکړه .
ورپسې د ۱۹کسیز پلاوي غړي او دخوست د مخابراتو ریس انجنیرګل حبیب شاه د پلاوي په استازیتوب پلازمېنې کابل کې له وزیرانو سره د لیدنو کتنو په تړاو راپور وړاندې کړ.
ده وویل ۱۹کسیز پلاوي ۸۹ پېشنهادونه چې دخوست د بېلابېلو ادارو غوښتنې او مهمې پروژې شاملې دي، دمرکزي دولت له وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره یې شریکې کړي دي .چې د اړونده ادارو له لوري یې د منظورۍ احکام ترلاسه کړي دي .
ښاغلي ګل حبیب شاه وویل چې د نورو لویو او کوچنیو پروژو دمنظورولو ترڅنګ یې خوست ته د وارداتي برېښنا ورکولو او په دې ولایت کې د پنځو برېښنایي ډېمونو جوړولو یادونه وکړه ، چې ولسمشر حامدکرزي  د وزیرانو په شورا کې اړونده وزیر ته دنده سپارلي ، چې دیادو پروژو د پلي کولو په خاطر له بهرنیو مرسته کوونکو څخه مالي مرسته پيدا کړي او که چېرې ډونر پيدا نه شو، نوپه خوست ولایت کې دې  له کورنیو عوایدو دغه پروژې ژر پلي کړي .
نوموړي وویل  ټول وړل شوي۸۹ پېشنهادونه یې منل شوي او ورسره ژمنه شوي ، چې د یادو پروژو په تطبیق کې به پوره مرستې کوي  او په نږدې راتلونکي کې به د ځينولویو غوښتنو پر ځای کولو په موخه له وزارتونو څخه لوړپوړي پلاوي  په خپله خوست ولایت ته راځي .
ده په دې خوښي څرګنده کړه، چې په خوست ولایت کې یې د ۱۵ نورو ښوونځيو لپاره هم د ودانۍ جوړولو پروژې د پوهنې وزارت څخه منظورې کړي او ترڅنګ یې د دارلمعلمین لپاره هم د ودانۍ جوړولو ژمنه شوي ، همداشان د کرنې او مالدارۍ ریاست د تقویې کولو او د پخوانیو باغونو د بیا احیا کولو ، دکلیو او پرختیا وزارت له لوري د ملي پيوستون په چوکاټ کې یې د ملیونونو امریکایي ډالرو بودجه منظوره کړي او په دې  برخو کې ښې لاسته راوړنې لري .
ورپسې د ۱۹کسیز پلاوي غړي او قومي مشر حاجي شریف الله د خوست ولایت څخه د ۱۹کسیز ګډ پلاوي له سفر او لیدنو خوښي څرګنده کړه .ده وویل چې په پلازمېنه کابل کې وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو دخوست ولایتي ادارې دغه نوښت وستایه ، چې د قومونو مشران ، دمدني ټولنې فعالین ، د ولس استازي او دادارو مسوولین په ګډه توګه مرکزي دولت د خپل ولس لپاره د ستونزو په رفع کولو بوخت دي. ده د خوست له خلکو وغوښتل چې هر وخت یوالی وساتي او په ګډه دخپل ولس لپاره کار وکړي ،که چېرې په اتفاق سره موږ کار وکوو، لکه اوس چې لاسته راوړنې لرو، په همدې بڼه به څوچنده زیات پرمختګونه ولرو.
له ده وروسته دهمدې پلاوي غړي او قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ په دې ټينګار وکړ،چې ولس او دولت باید هره شېبه په ټولو برخو کې یو له بل سره همکار پاتې شي .په دې سره کولای شو، چې شته ستونزو ته د حل لارې پيدا کړو اود لازم پرمختګ په لوري ګامونه واخلو.
مولوي مفتي حبیب الرحمن خوستي د اسلام له نظره په ټولو کارونو کې داتفاق په مثبتو پایلو خبرې وکړې .ده وویل هر کار له مشورې وروسته چې په ګډه توګه ترسره شي ،الله پاک په کې برکت ږدي او پرته له کومو ستونزو او نیمګړتیاوو په ښه بڼه سرته رسیږي .نو په کار ده ، چې په همدې بڼه دخوست ولسونه یو د بل سره لاسونه  ورکړي او خپلو سپېڅلو موخو ته ځانونه ورسوي .
له ده وروسته دخوست د ولایتي شورا ریس ښاغلي مرادخان منګل په خپلو خبرو کې د ټولو مشرانو مسوولیت وباله ، چې د خپل ځورېدلي ولس ، دکوڼدو اویتیمانو د ارزوګانو د پوره کولو لپاره صادقانه خدمت وکړي او په دې لاره کې هېڅ ډول ستړیا احساس نه کړي .
ښاغلي منګل وویل چې د ۱۹کسیز پلاوي هره لاسته راوړنه د ستایلو وړ ده ، باید خوستوال یې قدر وکړي، خو باید په دې اکتفا ونه شي ، بلکې په هره برخه کې ورته ګډ قدم واخېستل شي .ترڅو شته ستونزو او ناخوالې د حل تر بریده ورسیږي .
وروسته د ناستې برخوالو له خوا څخه د ۱۹ کسیز پلاوي د لاسته راوړنو او فعالیتونو په تړاو پرېکړه لیک ترتیب کړی وو، چې د قومي مشر مسته میر له لوري ولوستل شو.
په دې پرېکړه لیک کې راغلي وو،چې دنننۍ غونډې ټول برخوال  دخوست د ټولنې دهرې برخې استازي دي ،دافغانستان دولسمشر حامدكرزي څخه دزړه له كومې مننه شوي، چې په خپلې مشرۍ او هدايت سره يې دوزيرانو شورا په غونډه كې ټولو اړونده وزارتونو ته سپارښتنه او لارښوونه كړې چې دخوست دپرمختګ اوپه دغه ولايت كې دبنسټيزو پروژو دپلي كيدو په برخه كې په ځانګړې توګه ، دغه ولايت ته دوارداتي برېښنا دتمويل لپاره بهرني مرسته كوونكي پيداكړي .كه چيرې په دې برخه كې كوم پرمختګ ونه شو نودغه لويه پروژه به دكورنيو عوايدوڅخه تمويل شي ،چې دا د هېواد دولسمشريوه ځانګړې لورينه ده .
همداشان په پرېکړه لیک کې د غونډې  برخوالو، ددولت په ټولو وزارتونو، خپلواكو ادارو اونورو لوړپوړو چارواكوغوښتنه کړي ،چې دخوست دولسونو ستونزو ته په پام سره ټولې کړي ژمنې  په عمل کې پلې كړي ،چې له خوست څخه استول شوي پلاوي دخپلو ليدنو اوكتنوپه لړكې  ددوى څخه ترلاسه كړې دي .
په دغه پرېکړه لیک کې د خوست ولایتي ادارې د فعالیتونو ستاینه شوي او له خلکو یې غوښتي دي، چې دخپلې ولایتي ادارې سره په ټولو چارو کې په بشپړه توګه همکاره پاتې شي .
د غونډې په وروستۍ برخه کې د خوست ولایت مقام څخه د ۱۹کسیز پلاوي پر ټولو غړو ستاینلیکونه ووېشل شول .دا ستاینلیکونه هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې د خوست د ولس د ملي ، ولسي او دیني ګټو په خاطر یې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي وي .تر څو له معنوي امتیازاتو یې برخمن  او لازمه ګټه ترې پورته کړي .
دغه ستاینلیکونه چې دخوست والي عبدالجبارنعیمي په لاسونو د ۱۹ کسیز پلاوي غړو ته ورکړل شول، موخه یې د دوی سالمه هڅونه وه ،ترڅو په ورته بڼه د خوست  بې وزله ولسونو لپاره لازیاتې هلې ځلې وکړي .
د یادولو وړ ده ،چې ۱۹کسیز پلاوی په ۱۳۸۹کال کې وروسته له هغې وټاکل شو،چې ځينې ریسان له اړونده وزارتونو څخه دانکشافي بودجې په انتقالولواو د پروژو په منظورولو کې پاتې راغلي وو او له بل پلوه دمنفي تبلیغاتو له امله دمرکزي دولت د ځينو وزارتونو توجه دې ولایت ته کمه شوي وه .
 
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه :۱۳۹۰/۴/۱۹
ورځ :یکشنبه