دپاکستان دبريدونو پروړاندې  ولې سکوت کيږي .؟

 
 
دملي کرښې  ١٤مه ګڼه
سرليکنه
څواونۍ کېږي،چې پاکستان دافغانستان پرخاوره باندې بريدونه پيل کړي خو دکرزي حکومت لکه هيڅ چې خبرنه وي ځان کوڼ اوړوند نيولى  .دنړيوالو حقوقو له مخې هيڅ هېواد نه شي کولاى دبل هېواد پرځمکني اوهوايي حريم تېرى وکړي .دملګرو ملتونو منشورهم  دهېوادونو په چاروکې لاسوهنه او تېرى منع کړى اوهرهغه هېوادته يې له خپلې خاورې اوحاکميت څخه ددفاع اوبالمثل غبرګون حق ورکړى، چې دبل دتېري لاندې راځي .دملي قوانينو پربنسټ هم ددولتونو دنده ده ، چې دخپل هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ،ملي واکمني او دوګړو امنيت وساتي . دافغانستان اساسي قانون له خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ ،اوځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع او دهېواد دامنيت او دفاعي قابليت تامين د دولت اساسي دندې بولي، خو په ډېرې ناهيلۍ سره بايد وويل شي ، چې  دکرزي پرمشرۍ  واکمن حکومت  دنامعلومو دلايلو له مخې دپاکستان دپرله پسې تېريو پروړاندې، چې له څواونيو راپه دې خوا دکونړ اوننګرهار په ولايتونو روان دي ، سکوت کړى .اوپه نړيواله کچه يې دافغانستان دخلکو ملي غرور اومېړانه له پوښتنې سره مخامخ کړې .
کرزي نه يوازې داچې تراوسه پورې يې په دې اړه خپل غبرګون نه دى ښودلى ، دوسله وال پوځ د اعلى سرقوماندان په توګه يې وسله والو ځواکونو ته دځوابيه او دفاعي بريد امرنه دى کړى او په دې اړه يې ديپلوماتيک وسايل په کارنه دي اچولي بلکې په داسې حال کې ، چې دابريدونه روان دي  دپاکستان له جمهور رئيس سره يې په څو کنفرانسونوکې ليده کاته هم کړي دي، خوپه دې اړه يې دخپل هېواد له خوا کوم اعتراض نه دى ورباندې کړى.
دپاکستان دبريدونو پروړاندې دکرزي دسکوت ترشا څه پټ دلايل شته خو ددې دلايلو پټول په هيخ صورت دتوجيه وړ نه دي کرزى بايد خپل هغه مکلفيتونه، چې دافغانستان دځمکنۍ بشپړتيا دساتنې اود خپل ولس دامنيت دخونديتوب په هکله يې لري ترسره کړي که نه نو  دنوموړي  دحکومت  دشتون اوپاتې کېدو اړتيا به له پوښتنې سره مخامخ شي .ددې ترڅنګ کرزي دايراني چارواکو دهغو لفظي  تېريو پروړاندې، چې دننه په افغانستان  اوايران کې دافغانستان پرملي واکمنۍ اوخپلواکۍ کړي دي هم  تراوسه څه نه دي ويلي ، چې داهم په خپل وار سره  دافغانستان دملي خپلواکۍ او ملي غرور دساتنې اوخونديتوب پروړاندې  دده بې پروايي څرګندوي .
دکرزي حکومت ،چې  لاتراوسه يې  ددې ډول پوځي اولفظي تېريو  دمخنيوي لپاره جدي اوعملي ګامونه  نه دي  پورته کړي ،مسئووليت لري ،چې يا خو خپل ملي رسالت ترسره اوددې پېښو دکابوکولو لپاره لاس په کارشي اويادې نوردخپلې کمزورۍ او بې کفايتۍ په منلو سره  له واک څخه  دګوښه کېدو تابيا ونيسي .ځکه ويې ونه شول کولاى ،چې  ديوه حکومت په توګه هغه دندې سرته ورسوي،چې  دقانون له مخې يې په سرته رسولو مکلف دى .
له حقوقي اوسياسي پلوه ديوه حکومت لومړنۍ اساسي دندې له خپلې خاورې  ،ملي واکمنۍ ،ځمکنۍ بشپړتيا، ملي امنيت  اوعدالت څخه دفاع ده خودکرزي حکومت په تېروڅوکلونوکې ثابته کړې، چې ددې مهمو او اساسي دندو دترسره کولو وړتيا نلري .  همدا اوس ، چې دافغانستان دکونړ ، ننګرهار او خوست پرولايتونو دپاکستان بريدونه روان دي زموږ په لسګونو هېوادوال په کې شهيدان شوي ، کورونه يې وران شوي او دافغانستان  دولتي حاکميت نقض شوى  خو حکومت  يې دمخنيوي او دافغانستان له خاورې  ددفاع لپاره هيڅ هم نه دي کړي . چې  له دې امله  دحکومت هغه نيمګړى مشروعيت هم ترپوښتنې لاندې راغلى او خلک پوښتنه کوي ، چې دداسې حکومت شتون ته څه اړتياده .؟
 په داسې حال کې ،چې   دولتي حاکميت  نه شي کولاى خپلې  لومړنۍ دندې  ترسره کړي نوبيا  پوښتنه پيداکېږي ،چې ددې ډول يوه  حکومت  شتون ته څه اړتيا ده .؟  
زموږ له نظره  ديوه  حکومت وجودي  فلسفه په  دې کې  ده،چې  له خپلې خاورې ، ملي واکمنۍ ،ځمکنۍ بشپړتيا او ملي ناموس څخه دفاع وکړي او ترخپل واک  لاندې سيمو کې  د خلکو امنيت وساتي . دخلکو لپاره  دژوند اسانتياوې او لومړني خدمتونه وړاندې کړي ، دقانون په پلي کولو سره  عدالت  تامين کړي او دبهرينو اوکورنيو تهديدونو پروړاندې خپل خلک وژغوري  خو که  حکومت دخپلو پورتنيو بنسټيزو  دندو په سرته رسولو ونه توانېږي . نو شتون ته يې اړتيا نه ليدل کېږي . دکرزي حکومت  پرکونړ ، ننګرهار او خوست باندې دپاکستان دبريدونو ننداره کوي  اودلسګونو افغانانودوينوپروانه کوي  چې په دې بريدونوکې شهيدان شوي .  او دايرانيانو دهغو پېغورونو لپاره چې هره ورځ يې په افغانستان کې دننه او نورو ځايونوکې افغانستان ته ورکوي ، ځواب نلري. چې داسې ده نو ښه به داوي ، چې حامدکرزى ياخو خپل حکومت داساسي دندو دسرته رسولو جوګه کړي اويادې داستعفا په کولوسره افغانانوته ديوه  بل حکومت درامنځ کولو چانس ورکړي .