نړۍ دجوﻻی مياشتې په 8 مه نېټه :


 
_ په اسټرالياکې دابورجيني Aboriginal People ( ددغه هېواداصلي اوسيدونکي )اوونۍ ده؛
_ په1654 زکال کې لومړنی يهود(( بارسيمسون )) امريکاته ورسيد ؛
_ په 1839زکال کې امريکايی پانګوال اوتاجرجان راکفېلرJohn D. Rockefeller زېږيدلی ؛
_ په 1889زکال کې د وال سټريټ ژورنال Wall Street Journal لومړۍ ګڼه له چاپه راووته ؛
_ په1901 زکال کې په فرانسه کې دموټرو چلولوګړنديتوب ته کچه وټاکل شوه . دښاردننه موټرو ته يوازې ترلسو کيلومترو په ساعت کې دچلولوګړنديتوب ومنل شولېکن اوس مهال داروپاپه ښارونوکې دغه اندازه50 ته رسيدلې ده ؛
_ په 1915 زکال کې يوفرمان ورکړشو ، چې دترکستان اوشاوخواسيمو400 زره کسان په جبري توګه کار وکړي . دقزاقستانيانوله خواپاڅون وشولېکن په ظالمانه توګه وځپل شو؛
_ په 1920زکال کې دانګريزانومستعمره ختيځه افريقا (( کينيا)) ونومول شوه ؛
_ په1926 زکال کې پاچاسعود ، سعودي عربستان رامنځته کړ .