د ساپيانو پېژندګلوي کتاب چاپ شو.

 


 
 
 
 
 
د ساپيانو پېژندګلوي چې د ښاغلي عبدالمالک کونړي لخوا په پوره زيار ليکل شويدى په پېښور کې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا  مرکز لخوا په ښکلي صحافت سره په ٦٧٠ صفحو کې چاپ شو د کتاب  په پوښتۍ لکه څرنگه چې د ساپيانو په تاريخ ليکنه شويده، په لومړي او وروستي دواړو پښتۍ يې د کونړ  د کلو درو انځورونه چاپ شويدي چې د زړه را ښکونکو انځورونو يې د کتاب ښکلا څو چنده زياته کړې ده، د ساپيانو د پېژندګلوۍ مينه وال کولى شي په پېښور ارباب روډ ګل حاجي پلازه مرکزي دفتر، په جلال آباد کې د مخابراتو چوک مومند کتابتون، د پېښور قصه خوانه کې د ظاهر کتابتون څخه تر لاسه کړي، د يادونې وړ ده چې ياد کتاب په ١٣٧٠هـ کې د سرحدونو د چارو وزارت او په دويم ځل دا دى د ساپي پښتو څېړنو د پراختيا د مرکز لخوا په ١٠٠٠ ټوکه کې د ډاکتر مسعود ماليار په مالي لګښت چاپ شو چې مرکز د نوموړي د زړه له کومې مننه کوي.