
رفيع الله زيار
د افغانستان خلک او ولس د نا امنيو او مرګونو تر څنګ د غربت او غريبۍ له لاسه هم ډېر په تنګ دي، ان تر دې پورې، چې څو کاله وړاندې يې په شمالي ولايتونو کې د خپلې نورې کورنۍ د ژغورلو لپاره په پيسو باندې خپل اولادونه وپلورل، چې له دې نه پورته بده او ناوړه پېښه هېڅ نشته او نه به هم په راتلونکې کې د غربت په برخه کې له دې نه سخته پېښه رامنځ ته شي، ځکه چې يو سړى د غربت له لاسه دې ته مجبوريږي، چې خپل د زړګي سر خرڅوي، نو دا به په رښتيا مجبوريت وي.
کله چې په افغانستان کې نوى اوښتون رامنځ ته شو، نو ورسره په څنګ کې افغانانو ته يو نوى روح په وجود ورننوت او د دغه دورې په راتګ سره د دوى په زړونو کې زياتې هيلې پيدا شوې. دوى خپل راتلونکى ژوند يو څه ښه وليد، خو د څو کلونو په تېرېدو، چې کله دوى د دولت کړنې او د بې حسابه پيسو ورکېدل وليدل، نو بېرته هغې مايوسۍ ته ستانه شول، چې څو کاله وړاندې ورسره لاس او ګرېوان وو.د اداري فساد د ورکولو په برخه کې ښاغلي حامد کرزي افغان ولس ته وار، وار ژمنه ورکړې، خو تر اوسه پورې بريالى شوى، ځکه نه دى، چې په لوړو پوستونو باندې ټول جنګسالاران او ټوپکسالاران ناست دي، همدارنګه ددې جنګسالارانو تر شا د نړۍ ډېرى هېوادونو ولاړ دي نو ځکه کرزى او همداراز زموږ قضايي ارګانونه نه شي کولاى، چې هغوئ محکمې ته راکش کړي او په دوى باندې قانون پلى کړي.له بله پلوه په افغانستان کې ډېرى چوکۍ په پيسو باندې پلورل کيږي او هر څوک چې چوکۍ ته ځان رسوي نه يوازې هغه دوه طبعيته لري، بلکې کورنۍ يې په بهر کې اوسيږي او هلته خپل ارام ژوند کوي.نو دا خلک چې له يوې خوا چوکۍ په پيسو واخلي او له بلې خوا د دوى په ګډون يې کورنۍ په بهر کې ژوند وکړي دا به دې دغه خوار او زار ولس درد څنګه احساس کړي او د دوى لپاره به څه خدمت وړاندې کړى شي.
دا پوښتنه ځکه راسره پيدا شوه، چې په دې ورځو کې عبدالقدير فطرت، چې د افغانستان د لوى بانک رئيس و، د زياتو پيسو سره يو ځاى د امريکا متحده ايالتونو ته وتښتېده او له ځان سره يې د ولس او ددې فقيرې خاورې حق يوړ. ښاغلي فطرت له هغه ځاى نه د افغانستان جمهور رئيس ته نه يوازې خپله استعفا وړاندې کړه، بلکې دا يې هم ورسره وويل، چې ما د کابل بانک په اړه يو شمېر درغلۍ راجوتې کړې، نو له دې خاطره زما ژوند ته ګواښونه زيات شول او مجبور شوم، چې هېواد خوشى کړم او پر ځاى يې خارج ته ولاړ شم.خو په حقيقت کې به داسې ځکه نه وي، چې له څو مياشتو نه راپدې د کابل بانک پر موضوع باندې نه يوازې افغانستان، بلکې ټولې نړۍ خبرې وکړې، خو د عبدالقدير فطرت له خولې سپوڼ هم ونه ووت. نو که چېرې په ښاغلي کې غلا موجوده نه واى، تر اوسه پورې ولې چوپه خوله پاتې و او ولې په چوپه خوله له هېواد نه بهر ته لاړ او د بهر نه يې دا دنده پرېښوده. نوموړي ته افغاني غرور څه ډول اجازه ورکوله، چې دا ډول کار تر سره کړي او لنډه به دا ووايو، چې که چېرې ښاغلى فطرت په حقه واى، نو د هېچا به يې وېره نه کولاى او نه به يې په دې برخه کې کوم ډار محسوس کړاى واى. خو دا يوازې ښاغلى فطرت نه دى، چې دا ډول کار يې تر سره کړ، له ده وړاندې نورو کسانو هم دا ډول کړنې تکرار کړې دي، چې له هغې جملې نه يو هم ښاغلى صديق چکري دى.صديق چکري څو کاله وړاندې د حج اوقافو وزير و او کله چې پرېمانه پيسې لاسته ورغلې، نو د هغو پيسو سره يو ځاى له هېواده ووت او اوس په لندن کې خپل ارام ژوند تېروي.اوس موږ په دې اندېښنه کې يو، که چېرې دغه بدمرغه لړۍ همداسې دوام وکړي،نو اخر به دغه غريب او بې وزله هېواد چاته پاتې کېږي او بيا به د چا لپاره د توپ بازيو ميدان ګرځي او بيا به يې خلک په کومو هېوادونو کې د سوال کولو ته مجبوريږي. په دې برخه کې له نړيوالې ټولنې او په خاص ډول د امريکا له متحده ايالتونو موږ دا غوښتنه کوو، چې دا ډول خلکو ته دې دا اجازه نه ورکوي، چې ددوى له خاورې نه افغان دولت ته استعفا وړاندې کړي او که چېرې بيا اجازه ورکوي،نو دا ښکاره خبره ده، چې امريکا د ننه په افغانستان کې د زورواکو او جنګسالارانو سره ژور لاس لري. په اخر کې به يوازې دومره ووايم، چې په افغان ولس دې خداى ورحميږي او نور دې د خاينانو او د افغان ولس دښمنانو لاسونه لنډ شي.
اړيکه:0799057366-0703070520
Rafiullah.ziar@yahoo.com