
اوس وخت رارسېدلى و چې پوځ غاښونه پر بل لور سپين کړي. بوټو صاحب چې له شيخ مجيب سره د خبرو کولو لپاره ! ډاکې ته راغلى و، هلته و. د تعجب وړ خبره ده چې د سياسي مشرانو له منځه يواځې مستر بوټهو و چې د مارچ د ٢٥ نيټې د پلان په هکله خبر نه و!! دې مکار انسان په ٢٥ ماښام له مجيب سره د ليدنې ژمنه کړې وه! ناڅاپه يې شيخ مجيب ته د ماښام په شپږو بجو تليفون وکړ چې دا ليدنه به اتلونکې ورځې ته وځنډوي ځکه چې غوښتل يې له پريزيډنټ يحيى خان سره وګوري! هرومرو بوټهو صاحب خو د بيل پلان په جوؤولو کې ډوب و!! شيخ مجيب يې په جواب کې وويل چې پدې هکله کوم اعتراض نه لري.
فريب ته ګوره! يحيى خان خو مخکې له مخه کراچۍ ته ستون شوى و، نو بوټهو صاحب څنګه د هغه د ليدلو هيله کوله. په سهار باندې مخکې له دې چې پوځي بدرګهنوموړى کراچۍ ته د تګ په لار کې هوايي ډګر ته ورسوي،د ښار مختلفې سيمې يې هغه ځايونه چې پوځي عملياتو پکې جريان درلود وروښودلې. ککه څه هم يوه تن بل سياستوال وويل چې بوتهو ته د دې صحنې ښودلو منظور دا و چې پوځ وروښيي چې هر څوک د هغوى له مقصدونو سره مخالفت وکړي سزا به يې دا وي. دا پروا نه لري چې د پوځ منظور څه و مګر بوټهو صاحب خو په سترګو ړوند نه و چې هغه څه چې پوځ کړي وو ونه ويني، مګر کله چې کراچۍ ته راورسېد ويې ويل چې: "پاکستان وژغورل شو"!
ممکن د ده دا خبره د شلمې پېړۍ کاذبترينه جمله وي!
د مړينې ژوبلې نمونه ورو ورو رابرسيره کيدله. دهشت وهلى بيګناه بنګالى ولس پدې پوه شو چې د پاکستان پوځ يې د نطفې ختمول غواړي. عام قتل پيل و. د هيواد په اوږدو کې د عام قتل دا چالچلن کټ مټ په قاموس کې د (GENOCIDE) جينوسايډ له تعريف سره برابر دى. دا خبره وروسته ما ته هغه وخت چې په کاميلا کې څوارلسم ډيويژن ته لاړم راڅرګنده شوه چې څنګه دا حيواني پلان ژور جوړ کړل شوى و او څنګه په بربريت عملي شو. د عام قتل د هدفونو "تارګيت" په هکله هيڅ شک نشته اوهغه دا وو چې:
١- د بنګال پوځ، پوليس، مبارزين او مجاهدين
٢- هندي اتباع. "موږ يواځې نارينه وژنو، په ښځو او ماشومانو غرض نه لرو. موږ سپاهيان يو داسې بې غيرته نه يو چې هغوى ووژنو..." دا هغه څه وو چې په کوميلا کې اورېدل کيدل.
٣ - عوامي ليګيان. د دفتر کارکوونکي او د دې ګوند په ځنځير کې تر وروستۍ کړۍ پورې هر خوک چې وي.
٤ - زده کوونکي، د کاليجونو او پوهنتونونو هلکان او ځينې انقلابي نجونې.
٥ - بنګاي منورين لکه پروفيسوران، ښوونکي او نور هغه څوک چې د پوځ خوښه وي.
کله چې پوځ په ډاکه او د ختيځ بنګال په نورو سيموکې خپل شوم عمليات پيل کول نو مخکې له مخه به د دې بدمرغه هدفونو ليست ورسره و. دا ليستونه د مارچ د مياشتې له ٢٥ تورې ورځې څخه مخکې تيار شوي وو او په خورا ډيره بيرحمي يې عملي کول.
په هندوانو باندې داسې وضع ځکه پيرزو بلى کيده چې د پنجابي ډلې له خوا د هندي اجنټانو تور ورباندې لګول شوى و او داسې خيال يې کاوه چې ګوندې بنګالي مسلمان هم هغوى راپورته کړي دي! د بنګالي ولس پوځيان او پوليس ځکه په دې توربختۍ ککړ شول چې هغوى يواځې هغه روزل شوي څوک وو چې د پاکستان پوځ په ضد يې قيام کولى شو. د نورو تقدير په دې هکله و چې اسلام اباد فکر کاوه چې د هغوى سياسي بيدارۍ او غوښتنې "د پاکستان د خاورې تماميت" لپاره خطر وو. .................................... له نسل وژنې "جينوسايډ" د پاکستان منظور د سياسي پرابلم د حل لياره وه. کله چې دې هدف ته رسيدلي واى نو بل ګام به د ختيځ بنګال د استعمارولو مستبدانه عمل واى. "موږ ټينګ عزم کړى چې ختيځ بنګال پاک کړو تر څو په زړونو کې مو د جلا کيدو خطر ورک شي. حتى که د دې کار په کولو سره دوه مليونه مړه شي او ختيځ بنګال د راتلونکو ديرشو راتلونکو کلونو لپاره د مستعمرې په شان ته اداره کړو." دا هغه خبره ده چې په څو واره مې په کوميلا کې د شپاړسم ډيويژن په مرکز کې غوږونو ته راورسيدله. د بنګال د پرابلم لپاره د پنجابي جاګيردارانو وروستنۍ پريکړه وه. له هتلر څخه بيا وروسته تر نن ورځې پورې داسې څه نه وو پيښ شوي.
په کوميلا کې زما د ليدنې پر موکه کوم څه چې ما لومړى وليدل هغه د وحشت نارې سورې وې کله چې د پوځ هدفونه کور په کور او کوڅه په کوڅه د "وسوځئ او ووژنئ" ميسيون [وظيفه دارو] له خوا ښکار کيدل. ما په خپلو سترګو وليدل چې د يوه پله د تخريب لپاره بشپړه يوه قريه تر اور لاندې وه. ما په خپلو سترګووليدل چې څنګه د يوې ټوټې پر مخ او د پنسل په څوکو د محلي مارشلا اداره چي له خوا د يوه تن د مرګ حکم صادر شو او بل تن په تبعيد محکوم شو. د شپې له خوا د پوځي غټانو په منځ کې يواځنۍ خندا او ټوکې ټکالې دا وې چې: "د ورځې مو څومره ووژل او څومره مو ژوبل کړل. ما د دې چالچلن رپوټ د ١٩٧١ کال د جون د مياشتې د ١٣نيټې ګڼې ته ورکړ. له هغه وروسته د عام قتل قصه لږ څه په تفصيل سره وړاندې شوه.