روغني انځورونه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې منځته راغلي

د هغو انځورونو له مخې ،چې په باميانو کې لاسته راغلي ، ثابتيږي چې روغني انځورونه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې منځته راغلي او بيا 600 کاله وروسته په اروپا کې پنځېدلي .
د بودا يوشمېر انځورونه ، چې روغني رنګونه په کې کارېدلي د باميانو له سمڅو څخه لاسته راغلي او داسې ښکاري چې په دغو رنګونو کې د واغزانو او کوکنارو غوړي کارېدلي وي .