۳۹ نمبر محفل

طنز
 محمود نظری
 
په لندن کې  دوه  ډوله محفلونه دود دي  یو یې د ښځو او نارینو ګډ محفیلونه او بل ښځینه جلا او نارینه جلا محفلونه دی ، دا وېش د عقیدو، ستر توب، مترقي توب ، مساوی حقوقو ته درناوی او دیموکراسی د سلام په اساس رواج شوي دي، چې زه غواړم د هر یوه ځانګرتیا درته  بیان کړم.
ځینې چې ځانونه مترقي او د  دیموکراسۍ پلویان بولي  خپل  د واده  محفل  ته دواړه  دیو کور نارینه او ښځې خبروي . میړه او میرمن په یو میز ناست وي او په یوه  یوه کورنۍ خپلي تفسیر ې کوي، نو محفل په سوله اوصفا کې پای ته رسیږی  د کورنۍ غړی بیله دې چې تیلفونونه وکړي یوځای  له محفله وځي   او په کور کې ارام خوب کوي .
  دې ډول ودونو یا محفلونو ته سل نمبر محفلونه وايي .
 بل ډول  یې حجابي محفلونه دي ، چې د ښځو او نارینو تر منځ یو پرده وي خو دا پرده ځینو ته مريي او ځينو ته نامريي وي،  که رښتیا راباندې وايي  خالص محفل مې لکه خالص شات تر اوسه نه دی لیدلي، ټوله ځان ختا باسي.
 ښځې او جونی په دې نوم چې ښځینه محفل جلا دی په ځان ډیري ګوتې وهي  ، دچا ګریوان شیلدلی وي د چا شا لوڅه وی د چا مټي برړوتي راوتلی اود چااناران
 داسې محفلونه ځینې دایمي غړي لکه سندرغاړي او ډله يي چې د فساد جرړه  ده ،عکاس چې د فساد بنیاد دی  اوچکچلانان چې د فساداستازي دي لري او موقتي غړي يې چې ملتي ویزه لري لکه بهرنیان چې محرمان دي،  دناوی والا او زوم  والا  ټول ځوانان او زاړه دوستان ، اوڅه لرګۍ سترګي ځوانان ، له نورو هیواد څخه راغلی دوستان  دي، چې ځينې وخت تر رمې ئې سپي ډير شي ،  دې ډول محفلونو ته ۵۰ نمبر محفیلونه وايي.
  دې محفلونو اوس وده کړې ده  له پنځوس نمبر څخه یې ۶۹ نمبر ته پر مختګ کړی دی
دې محفلوته اسلامي محفلونه هم وايي ځکه سترګې او غوږونه تړلي زاړه نارینه  چې من من کیږي دډوډۍ په انتظار ژر ژر خپلي تسبې اړوي او خپل د ماښام او ماخستن لمونځونه په جماعت کوي .
  ښځې او جوني چې ځان ازاد ویني له اول وځي  دخوشالی نارې اوچغې وهي   د غزلو فرمایښونه ورکوي  او ویدوکمرې ته هندي او غربي  نڅاوي کوي  او کمره مین هغه ثبتوي
چې بیا دناوي او زوم  ټوله خپلوان هغه هر وخت ګوري  او په خندابه وايي  دغه د فلاني  شیخ میرمن  ګوره څومره ښه نڅاه کوي!
هغه یوازې ډوډۍ ته راغلی  شیخ   لکه یابو په واښو نس  ډک کړي  یو اوږد ټیغ وباسي اود خدای (ج) د نعمتونو شکر وکړي.
له ډوډي خوړولو وروسته  پرله پسې تیلفونونه مارچ کړي، خو په چا يي  اورې؟ که  یې هم  واوري ورته وايي ته وده  کیک مات کړي! ، ته وده  اینه مسحف وکړي!  ... په ویلو هغه د تورونخود پسې استوی...
ترسم نرسی به کعبه ای عرابی
کين ره که تو ميروی به ترکستان است
ایله بهر دیوساعت انتظار  وروسته یې میرمن او لوڼې راووځي، چې  کور ته ولاړشی هلته تر سهاره له خپلې میرمن  څخه د ښځو دخوا د واده  نکل اوري او په خوار خوب هم ارام شی او لړمکي شی چې واوری یوازې دی نه و نور د ټولو نارینه و موتړان په هغه لین چلیدل، نو د هغه  خوار ارږی بد شی او درې ورځي پرله پسې وراسته ټیغونه باسي.
اوس دنیکه مرغه د ځينو مبتکرانو  د ابتکار په اساس یوازې د ښځو د محفل تر عنوان لاندي د ځینو کورنیو یوازې ځواني ښځې او جوني او د ځینو کورنیو  یوازې ځوانان نارینه خبروي نارینو ته په اخیر کې یو میز لکه منصفه پلاوی ته جوړوي ، چې د راغلو ښځو نڅاه ته نمبرونه ورکړی دا ډول  محفلونه ۳۹ نمبر محفلونه دی خدای  دی مو ځینې وساتي.
که چا خبرولاست لومړی پوښتنه کوئ ، چې څو نمبر محفل دی؟