بی خونده خبری (۵): ميښينتوب يې په ثبوت ورساوه!!!

وسیم سجاد، کابل
جولای۲۰۱۱،۷
 ددغو لانجمنو ټول ټاکنو له پیل څخه لږ څه وړاندی، یوی ښځی چی ځان یی نسرین راوپیژانده راسره ولیدل او راڅخه  یی وغوښتل چی ۲۵ ښځینه نوماندانو ته د ټاکنو د مهمو مسایلو په اړه ټریننګ ورکړم، د نقودو ورکړه یی هم غوړه وه. هوکړه می ورسره وکړه. ټریننګ په Kabul Inn Hotel کی وو. دوه امریکایانې هم ټریننګ ته له امریکی را غوښتل شوی وې. دغو دوو د افغانستان په اړه څه ځانګړی نظر درلود، مانه یی پوښتل  چی مارکر به وي او کنه؟ د لپ ټاپ، سپینی تختی، مولټی میډیا خو یی تصور هم نشو کولای!!!
په اوله ورځ می چی ټریننګ پیل کړ نو زړه می لږ څه توخنیده او ځوریده چی ما خو تراوسه د ولسی جرګی محترم کاندیدان مخامخ نه دي لیدلي. لیاقت، شایستګی به یی څومره وي؟ هسی نه چی پښی می را سُستی کړي. خو بلا وه برکت یی نه وو. څه نا څه دی ته هم منتظر وم چی دوه امریکایانی وګورم چی په کاوبای کی به څنګه ښکاري!!!
ټریننګ پیل شو؛ امریکایانو سم سیی افغان لباس اغوستی وو، سینی یی پټی وی؛ ویښتان یی پټ وو؛ کاوبای یی هم چسپ نه وو. میک اپ یی هیڅ نه وو کړی. ټیکري یی په سر وو. خو افغان نوماندان بیا بلا  کړی وه:سینی ښی بوټي راوتلی. کونا... ښه ګول مال!!! که استاد شپون هم وای نو ګومان نه کوم چی ورته ټینګ شوی وای خو ما خو بچای مقاومت استیم!!! ښځینه نوماندانی ورو، ورو راتلی: په دی ټریننګ کی دهرات، بدخشان، غزنی، پنجشیر شریف!!!، کابل، کاپیسا، پروان څخه ولسی جرګی ته نوماندانو وکیلانو برخه اخیسته وه.
د هرات یوه یی د کار وه. شهناز نومیده که څه بلا؟ ډیر یی راته خندل. دپنجشیر او بدخشان او کابل یی ښی میښی وی. له کابل څخه جنراله نظیفه ذکی هم راغلی وه. ددی ویښته لنډ وو. سړیو ته ورته وو. په خپلو ویښتو می شکر وویسته. بلا ښځه وه، په اوله ورځ یی له ځان سره ممیز،نخود، بادام راوړي وو. په تفریح کی یی په ما هم را ولورول. سکرتره یی ښکلی او  له بدخشانه وه. خو ارمان چی میړه یی درلود!!!
ټولی ښځی وی، یو زه پکی نر وم. ښه په کی خوشحاله وم. یک بر بیست وپنج!!!
نظیفی ته می ۲ دقیقی وخت ورکړ چی راشه وغږیږه. خو له دوو دقیقو مخکی خلاصه شوه. حیران یی کړم چی جنراله او دومره زرخلاصیدل!!!
د اولی ورځی ترپایه پوی شوم چی نوماندانی هسی... دي. خبری او لکچر می ښه په کش کی ورکړ. راباندی ناست ترس راڅخه والوت ځکه چی د نوماندانو لیاقت؟؟؟؟ نو ماشالله وو.
د ټریننګ په اخره ورځ چی می سرټیفکیټ ویشل. نو نوماندانو به له امریکایانو سره مخونه جنګول، نظیفی راته وویل چی هسی نه زه هم مخ ورسره وجنګوم. دی امریکایانو ته چپنی راوړی وی. له دوی یی ډیره تشکري وکړه. ماته یی والله که هیڅ هم راکړي وي. هسی لکه ... بیرون پاتی شوم. نظیفه کاندیده شوه. کامیابه شوه. احمدزی یی راچپه کړه. له پوزی فهیم یی پوره دفاع وکړه. هسی نه چی فهیم او نظیفی لکه په پهلا جنم کی!!! یو بل پیژندل. دواړه جنرالان!!! دواړه فوځیان!!! دواړه پوزی!!!
ټلواله چی د سپیو جنګول یی عادت دی، اوس دیموکراسی سره عصري شويدي: انسانان او جنرالان جنګوي.
که څوک غواړي ځان مشهور کړي په مسجد کی دی ... وکړي!!!(نعوذو باالله). که غواړی چی اړیکی جوړی کړی، ځان ته قوي میړه پیدا کړی، نوم دی لوړ شي:
نو نظیفه شه او کوچی ووله، سردار احمدزی شه بشر دوست ووله، فاطمه نظری شه عبدالقدیر صیاد ووله، منصورک شه یون وډار کړه!!! د ټلوالی دوعاوی له تاسره دي.
نظیفی جانی نوم دی پیدا کړ، مورچه خو دی والله که فتح کړي وي خو په دی کار سره اوس نو دامریکی او یورپ ټکټ په اسانه درته پیداکیږي.
خپل میښین توب دی په ثبوت ورساوه!!!
leekwal@yahoo.com