د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم  راډيو خبرتيا:

 دوه نۍ د ١٣٩٠ لمريز کال د چنګاښ ١
ښاغليه!
السلام عليکم!
هيله ده چې روغ  او جوړ اوسئ، تاسي ته زېرى درکوو، چې د لوى خداى (ج) په مرسته د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم  راډيو  بنسټ اېښودل شوى، لکه څنګه چې يې له نومه څرګنديږي د ټولو پښتنو ښه خدمت کول او  د دوئ لپاره په زړه پورې خپرونې چمتو کول او خپر ول د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم  راډيو موخې دي .
اوس تاسې کولاى شئ  چې  د سپوږمکۍ له لا رې  د پښتو تلوېزيون  ازمايښتي خپرونې وګورى او د انټرنيټ له  لارې  پښتو ايف ايم از مايښتي  خپرونې واورئ .
له دې امله چې پښتو تلويزون او پښتو ايف ايم، د خپرونو څخه ټول درانه ليدونکي او اورېدونکي په  هېواد کې دننه او د هېواد څخه بهر ښه ګټه پورته کړي،  په ډېر درنښت د پښتو تلويزون او پښتو ايف ايم راډيو مشرتابه هيله لري، که تاسي مهرباني وکړئ  او په خپله ګورتپاڼه (ويب سايټ) کې د دې بريښناليک سره مل خبرتيا خپره کړئ موږ به ستاسي يوه نړۍ منندوى يو.
په ډير درنښت.
د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم  راډيو  مشرتابه
http://www.pashtotv.tv
http://pashto.fm
Email: arika@pashtotv.tv