ګډ ځواکونه - بهرنى ځواکونه = هيڅ


شيبه په شيبه د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د هيواد د اوو سيمو د امنيتي مسئوليتونو د سپارلو وخت رالنډيږي ، امريکا د يو شمير عسکرو د ايستلو اعلان وکړ چې په تعقيب يې فرانس ، جرمني ، برطانيې او يو شمير نورو هيوادونو هم د خپلو عسکرو خونديتوب په همدې کې وليد ، د کابل د اوسني رژيم په دننه کې انتشار روان ، کودتايي حرکتونه او سياسي مخالف خوځښتونه تر سترګو کيږي او له بلې خوا د اوسني نظام او رژيم ټول مخالفين د بريدونو او مخالفتونو د زياتولو ګواښونه کوي پداسې لړزيدونکو حالاتو کې هيواد د يوې نوې ستونځې سره هم مخ شو چې نيغ په نيغه د نظامي ځواک او د يونيفارم قواوو سره اړيکه لري او هغه د هيواد په بيلا بيلو سيمو د پاکستان د خاورې څخه وروستي بريدونه دي.
د افغانستان دولس ولايتونه هر يو نيمروز ، هلمند ، کندهار ، زابل ، پکتيکا ، پکتيا ، خوست ، لوګر ، ننګرهار ، کنړ ، نورستان او بدخشان د پاکستان سره ګډه پوله لري چې د ډيورنډ په پوله پراته دي.
د پاکستان څخه لمړي راکټي او توغندويي بريدونه د افغانستان د کنړ ولايت پر سرحدي ولسواليو پيل شول چې له کبله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه وولسي خلک مړه او ټپيان ، لسګونه کورونه ړنګ او سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې .
د پاکستاني ځواکونو دغه بريدونه ګاونډي ولايت ننګرهار ته اوږده شول او هلته د ګوشتې په ولسوالۍ کې نه يواځې دا چې د حافظانو د غونډاري په توګه بې هدفه توغندي وويشتل شول بلکه د سرحدي پوليسو د پوستو غاړې او مورګې هم وويشتل شوې پدې معنى چې نيغ په نيغه د افغانستان امنيتي ځواکونو ته خطر متوجه شو.
پداسې حال کې چې د افغانستان ګردو مسئولينو دې بريدونو ته يواځې د ژبو په څوکه ځواب وايه پاکستان د خوست ولايت د ګربز او عليشيرو ولسوالۍ په نښه کړې او خپلې وسلې يې په هغې ځمکو هم وازمايلې.
د خوست امنيتي مسئولين په ځان خبر شول او دا چې دې بريد کې چاته مرګ ژوبله نه وه اوښتې لدې تصادف يې د يوې نيکمرغې شيبې په توګه کار واخيست او په پيښه يې د څادر د غوړولو لپاره وويل چې په نوموړي ولايت هيڅ توغندې ندې ويشتل شوې خو پاکستان وويل دا لاڅنګه کيدلاى شي چې مونږ توغندي ويشتلي او هغوى يې نه مني د همدې په سبا يې د پکتيا ولايت د ډنډ پټان پر ولسوالۍ شا او خوا يو درجن توغندي وويشتل چې له کبله يې ميرمنې ، کوچنيان اونارينه ټپيان شول .
او د سه شنبې په ورځ د جولاى د مياشتې په پنځمه نيټه يو ځل بيا د پاکستان له خاورې لسګونو وسله والو د يو بل سرحدي ولايت نورستان دکامديش پر ولسوالۍ وسله وال بريد وکړ او دومره پوليس يې ووژل چې جمهوري رياست ، د کورنيو چارو وزارت او د نورستان چارواکي يې د شمير په څرګندولو هم شرميدل.
د افغانستان خلکو او په ځانګړي توګه د ننګرهار او کنړ اوسيدونکو د دې بريد په ځواب کې د حکومت څخه د کلک ورته غبرګون غوښتنه وکړه خو چې کله نهيلي شول نو بيا يې د خپلو مټو څخه د کار اخيستلو اجازه وغوښته خو ورنکړل شوه او په پاى کې يواځې کډې کولو ته اړ او په خولو يې لاسونه کيښودل .
خو د دې ټولو سره سره د افغانستان يواځې په نوم چارواکو د دومره مسئوليت مظاهره وکړه چې د افغانستان عامو او خاصو خلکو ته څرګنده شوه ، داسې غبرګون يې وښود چې هيڅ يو حکومت به د خپل ملت د ساتنې او د خپلو خلکو د دا ډول يو بالفعل ګواښ او خطر سره د مخ کيدو پر مهال نه وې کړې ، هغه څه ترې وليدل شول چې د سر د ويرې سره سره په تيرو انتخاباتو کې ګډون کوونکي به هم ورته هک پک او په خپلو ټاکلو چارواکو به يې لعنت ويلى وي.
د افغانستان جمهور رئيس ، کورنيو چارو وزارت ، مشرانو جرګې ، وولسي جرګې ، د ننګرهار ، کنړ ، پکتيا او نورستان د ولايتونو واليانو ، امنيه قوماندانانو ، سرحدي پوليسو قوماندانانو ، ملي اردو افسرانو او سربيره پر دې ټولو د هيواد د دفاع وزير يواځې او يواځې دغه بريدونه وغندل او د پاکستان څخه يې وغوښتل چې دا بريدونه ودروي.
جمهور رئيس په يو ډک محفل کې بې معنى خبره وکړه چې هغه نه غواړي د افغانستان د خاورې څخه پر پاکستان بريد وشي او بيا په پاکستان کې بې ګناه عام خلک ووژل شي خو دا يې ونه ويل چې د دې ستونځې حل به په څه ډول کوي او يا دا چې د ستونځى د حل لپاره کوم پلان لري توان يې لري او کنه .
ايا د يو هيواد د حفاظت لپاره داسې د دفاع وزير ټاکل ، داسې ملي اردو او پوليس روزل بسنه کوي ، ايا شونې ده چې هغه هيواد دې د يو ستر يرغل په وړاندې مقاومت وکړي او يو ستره حمله دې په شا وتمبوي ، ايا ممکنه ده د دا ډول امنيتي مسئولينو درلودونکى هيواد دى پياوړى و اوسيږي او د بدو نظرونو ځواب دې په ورته توګه ورکړلاى شي ؟؟؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب خو څرګند دې چې هغه ((نه)) دې.
خو پدې يوه مياشت کې چې د افغانستان وولسي وګړي زوريږي ، وژل کيږي ، ټپيان کيږي ، کورونه يې ورانيږي او د خپل کور کلي پريښودلو ته اړ کيږي يوې موضوع او د مسئلې يو اړ زما پام ځان ته راوړولو چې هغه د افغانستان د امنيتي ځواکونو شتون دى او ځواکمنتيا ده.
فکر کوم چې دا ډول ملي اردو ، ملي پوليس او ټول يونيفارم ځواکونه د نيشت سره برابر او په نيشت حساب دي .
دې موضوع ته هغه مهال پام وګرځيد کله چې وولسي جرګې د کورنيو چارو وزير چې يو فوځي جنرال دى ، د دفاع وزير چې همدا ډول يو جنرال دى او د ملي امنيت رئيس چې بايد د افغانستان لويشت لويشت خاورې څخه خبر او پدې اړه د هر څه په اړه دقيق او کره معلومات ولري ور وغوښتل او هغوى نوموړى جرګې ته د پاکستان د بريدونو په اړه معلومات ورکړل.
د ټولو د ويناؤ مرکزي ټکى دا ؤ چې تر اوسه پورې د ناټو ځواکونو پدې بريدونو هيڅ غوږ ندې خوځولې ، نه يې مرسته کړې او نه يې کوم ډول غبرګون ښودلې ، برعکس د ناټو ځواکونو خپل غبرګون ښودلې ؤ خو دې وفادارو نوکرانو د هغوى غبرګون لدې امله پټ کړ چې د خپل ولس په وړاندې نور هم بې پردې نه شي ، د ناټو د ځواکونو غبرګون دا ؤ چې هغوى ويل پدې اړه هيڅ معلومات نه لري چې د پاکستان څخه په افغانستان کوم راکټ لګيدلې دې او کنه .
نه يواځې دا چې هغوى ناټو په بې پريتوب او چوپ پاتې کيدو تورنه کړه او پدې لړ کې يې خپل زړه بداوى څرګند کړ بلکه په ډاګه يې وويل چې د ناټو ځواکونو سره يې دغه مسئله چيړلې خو هغوى هيڅ ډول همکاري نده کړې او نه کومې مرستې ته چمتو دي اوس نو چې په خوله يې وغواړي او بيا هم د نهيلۍ سره مخ شي پوهيږو چې د دې چوپتيا تر شا څومره ځوابونه ، ګواښونه ، خطرونه ، ويناوې او د مرستې او دښمنۍ څومره رازونه پراته دي.
پوښتنه دا ده چې د امنيتي چارو د انتقال د پروسې مشر اشرف غني احمد زى دى وايي چې افغان امنيتي چارواکي به خامخا مسئوليتونه اخلي ، بهرني باداران درګرده دورې وهي او د وتلو سوړې او سوري ګوري ، په هره ناسته کې د افغان ځواکونو د لاپياوړتيا غورې وهي ، د هر بريد څخه وروسته د خپلو قواوو د ځواکمنتيا او پر پيښو د ژر کنترول راوستلو د وړتيا اعلانونه کوي خو اوس چې د يو واقعي جنګ سره مخ شول نو نتيجه يې (هيڅ) .
اوس چې د ملي اردو ستر مشر د دفاع وزير او د پوليسو د ټولو طبقو سر قوماندان د کورنيو چارو وزير هم د افغانستان د خاورې د بشپړتيا د ساتنې او د خلکو د خوندي کولو پر مهال پر امريکايي او ناټو ځواکونو انحصار کوي او دا وايي چې بايد پر افغانستان بريد کې هغوى د افغانستان تر څنګ صف وتړي او د هغوى د دښمنانو مخه دې ونيسي ايا باور کيدلاى شي چې د افغانستان امنيتي ځواک دې هم کومه معنى ولري؟
په کابل کې کوم چارواکي ويلي هغوى کوښښ کوي چې د کابل د ټول ولايت (د سروبي د ولسوالۍ په ګډون کومه چې د اعلان شوي جدول تر مخې په هغه پروسه کې نده شامله چې بايد امنيت يې افغان چارواکو ته وسپارل شي) امنيتي چارې تر لاسه کړي خو کله چې څو ورځې دمخه د کابل په زړه کې پر انټر کانټينټال هوټل طالبانو بريد وکړ نو تر هغه وخته دوى بې وسه وه چې د بهرنيو قواوو الوتکې را ورسدلې او بريد کوونکي يې له منځه يوړل.
که د پاکستان د وروستيو بريدونو څخه وروسته د افغانستان امنيتي ځواک ته وکتل شي نو له يوې خوا دا حقيقت څرګند شو چې د دې اردو او پوليسو شتون او نه شتون يو شان دى چې بايد حساب پرې ونه شي او د افغانستان ملت د دې ملي ځواک په تکيه او مټ بريت تاو نه کړي او له بلې خوا د افغانستان دښمنان چې د افغانستان څخه څلورو خواوو ته پراته دي پدې ښه باوري شول چې هر وخت ، هر ډول حالاتو کې او هر کله چې د افغانستان دننه هر څه کول وغواړي نو د مخې نيولو يې څوک نشته او هر کله چې د يو هيواد فوځي حالت تر دې بريده کمزورى وي نو په سياسي ډګر کې به څه قوت ومومي بلکه دغه هيواد به په سيمه ايزه او نړيواله کچه د ماتې سره مخ او هيڅکله به د يو ځواکمن سياسي دريځ خاوند نه شي .
وروستۍ پيښې د دې غمازي کوي چې د افغانستان امنيتي ځواکونه د ناټو او امريکايي ځواکونو د شتون او د هغوى د توپونو او الوتکو څخه پرته هيڅ لاسته راوړنه نه شي درلودلاى حتى چې د خپل ځان ساتنه هم نه شي کولاى .
د افغاسنتان خلکو به احساس کړي وي او که نه يې وي احساس کړي بايد پوه شي او ځانونه مطمئن کړي چې په تنګسه کې د همدوى په وينو پالل شوي ځواکونه څومره په اوبو کې دي ځکه چې څرګنده شوه افغان ځواکونه له بهرنيو ځواکونو پرته د (هيڅ) برابر دي.
2011-07-06