
غوښتل مې د طالبانو لخوا د افهام او تفهيم پر بناء د مسئلې د حل د پلوۍ او پدې لړ کې د قطر په ګډون د يو شمير هيوادونو او اړوندو لوريو سره د تفاهم له تصديق وروسته د طالبانو لخوا د اعلاميو د لړۍ د پيل په نظر کې نيولو سره څه وليکم خو هيڅ نه پوهيدم په کوم ډول او له کومه ځايه يې پيل کړم.
د دې اعلان څخه وروسته طالبانو په بيلا بيلو وختونو کې د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر د روان ميلادي کال د جنورۍ د مياشتې د دريمې نيټې څخه تر دولسمې نيټې پورې پر درې رسمي اعلاميو خپرولو سربيره د طالبانو د اسلامي امارت رسمي ويندويانو د لسګونو نړيوالو او سيمه ايزو رسنيو سره خبرې وکړې او په هر ځل يې يواځې او يواځې د ځان څخه دفاع وکړه ، د طالبانو اعلاميې او د ويندويانو څرګندونې وروسته لدې راښکاره کيږي چې رسنۍ د مذاکراتو په هکله کوم نوى خبر ورکړي او يا د طالبانو نوې کړنې او پروګرامونه رابرسيره کړي خو طالبان کوښښ کوي چې پدې ډول پر حقايقو پرده واچوي او د اوضاع په اړه ناسم معلومات ورکړي.
د فبرورۍ د مياشتې په لمړۍ او څلورمه نيټه يو ځل بيا طالبانو دوه خبر پاڼې نشر کړې چې لمړۍ يې په سعودي عربستان کې د خبرو په اړه او بله د امريکا د جمهور رئيس اوباما په نوم د سپينې ماڼۍ په ادرس د امير المؤمنين ملا محمد عمر د ليک په اړه وه چې دواړه خبر پاڼې خورا لنډې او يواځې او يواځې طالبانو پکې خپله دفاع کړې وه .
د دې وروستيو خبر پاڼو څخه وروسته مې زړه راډک شو او د شادي د زخم هغه کيسه را په زړه شوه چې متل ګرځيدلى دى .
ويل کيږي د شاديانو دا خاصيت دى کله چې د يو شادي په بدن کې ټپ جوړ شي ، نور شاديان يې پوښتنې ته راځي هر شادي يې ګوري ، هر شادي په ټپ کې ګوتې اچوي او وايي چې (ډير بد زخمي شوى يې) همداسې چې د ځنګل ټول شاديان د ټپي شادي د زخم پوښتنه وکړي نو هغه له رغيدو پاتې او ناسور شي چې د ټپي شادي په مرګ تماميږي.
د طالبانو د مذاکراتو اعلان هم د (د شادي پرهار) ته ورته دى ، هر لورې راځي ، خپلې ګوتې پکې اچوي او د ټپ د پراخولو سبب ګرځي .
دې کې شک نشته چې د طالبانو استازي د قطر په مرکز دوحه کې د قطر د شتمن او غوښن امير حمد بن خليفه په کومه هوسا او ارامه ماڼۍ کې د مذاکراتو په تمه شپې ورځې تيروي ، د کره معلوماتو تر مخې هغوى چې شمير يې پنځه تنه ښودل کيږي يو ځل د قطر څخه لنډه ليدنه وکړه او بيرته راستانه شول چې په دوهم ځل پاخه دې هيواد ته ولاړل او خپلې کډې يې هم په سر کيښودلې ، خو د مذاکراتو بل لورې پر ځاى د دې چې په قطر کې سمدستي مذاکرات پيل کړي او د مسئلې عاجل حل راوباسي د کابل ، اسلام اباد ، استانبول او رياض دورې وهي .
عجيبه مذاکرات دي په دوحه کې د خبرو په تمه يواځې په خوراک څښاک پراته طالب ديپلوماتان نه خو د رسنيو سره اړيکې نيولاى شي ، نه کوم ډول مطبوعاتي غونډې کولاى شي ، نه د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکولاى شي ، سربيره پر دې د دې لپاره چې د کورنيو سره د اړيکو په بهانه دغه ديپلوماتان د خپلو مشرانو سره تماسونه ونه نيسي د هغوى د کورنۍ ټول غړي يې هم ورسره دوحې ته رسولي دي نو هغوى به څه وکولاى شي د خبرو په اړه د مشرانو څخه هدايات تر لاسه او د جريان په هکله هغوى ته معلومات ورکړي.
دا لا بله خبره ده چې د سلګونه ميله ليرې روانو خبرو په اړه پټ ذبيح الله مجاهد او ناڅرګند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته معلومات ورکوي خورا د تعجب خبره ده چې د غرونو طالبانو ، تر وروستۍ سلګۍ د مقاومت او جګړې قسم خوړلو مجاهدينو دا ډول مذاکراتو ته په څه ډول چمتو شول.
په اصطلاح اوس د طالبانو د مذاکراتو او خبرو څخه د (د شادي پرهار) جوړ شوى دى ، رسنۍ ، چارواکي ، بهرنيان ، نظاميان او ملکيان ټول پکې خبرې کوي ، کله په قطر کې د مذاکراتو د ناکامۍ خبرې او په رياض کې د خبرو د نوي دور د پيل خبر ورکوي ، کله د بنديانو د خوشې کيدو او د تبادلې راپورونه ورکوي ، کله د اشغال سر سپينې ماڼۍ ته د مقاومت د سر ملا عمر څخه د ليکونو د استول کيدو خبرونه ورکوي ، کله د طالبانو سره د بندي بهرنيانو د خوشې کيدو خبرونه تر لاسه کيږي ، کله د طالبانو لخوا خپلو جنګياليو ته د جګړو او بريدونو د هدايت د رسيدو ډنډورې ورکول کيږي ، کله د مقاومت د کمزورتيا ، کله د دولت سره د طالبانو د يو ځاى کيدو خبرونه او کله .....................
د سياسي اوضاع د څارونکو په نظر طالبانو د دې ډول مذاکراتو سره د موافقې ، هغه هم په قطر کې او دوحې د خپلو استازو استول خورا ستره تيروتنه کړې ده ، ځکه تر اوسه پورې هغه ملت ته چې دوى يې خپله پشتيبانه او تکيه بولي د مذاکراتو په اړه هيڅ حقايق ندي څرګند.
هغه ملت چې دوى يې خپل بولي او د هغوى د ازادۍ لپاره د سر د قربانۍ دعوه کوي نه پوهيږي چې د هغوى په برخه ليک څه کيږي او څه روان دي.
نه يواځې دا چې ملت ناخبره دى خپله د طالبانو مشران هم د دوحې د حالاتو څخه ناخبره دي او داسې ويل کيږي چې حتى د هغه ماڼۍ په شا او خوا سيمه او سرکونو عام موتر هم تګ راتګ نه شي کولاى چيرته چې د طالبانو د اسلامي امارت ديپلوماسيين ميشت او په افغانستان کې د ارامۍ او يا يو ځل بيا د حکمرانۍ خوبونه ويني .
هغوى ازاد ليدل کتل ، د نړۍ سره اړيکې ، په خپله خوښه د خبرو پيل ، د چا د راغوښتلو واک ، د چا سره د کښيناستلو او د چا سره د ناستې او خبرو څخه انکار هم نشي کولاى نو څه ډول به پريکړې وکړي.
دې پړاو او حالت ته د مذاکراتو د داخليدو په نظر کې نيولو سره بايد ووايو چې کاشکې طالبانو د سمندر هاخوا قطر نه واى غوره کړې کوم هيواد چې په عربي نړۍ کې غربي هيوادونو ته تر ټولو نژدې هيواد دى ، همدا راز دغه هيواد د نورو اسلامي هيوادونو په پرتله د اسرائلو سره هم خورا ښې اړيکې لري او پر افغانستان د بهرني يرغل پر مهال قطر په غير مستقيمه توګه د افغانانو په وژلو کې له بريد کوونکو هيوادونو څخه کمه ونډه نه ده درلودلې.
دريغه چې طالبانو د مذاکراتو لپاره د دې غرني هيواد کومه دره غوره کړاى او اشغالګر يې خپلو پښو ته غورځولاى واى نو ډير له وياړه ډک مذاکرات به واى، اوس به هر لوري مذاکرات په خپله خوښه نه راڅرخولاى ، اوس به د سيمې او نړۍ هيوادونو د طالبانو د وجود او اقرار څخه ناسمه ګټه نه پورته کوله ، اوس به يو ځال بيا د جهاد او مجاهد په نوم لوبو ته زمينه نه برابريده او د شهيدانو په وينو به سوداګري نه کيده.
خو په قطر کې د روانو خبرو مثال يواځې او يواځې د شادي د ټپ دى، خداى دې طالبانو ته داسې يوه لاره ورپه زړه کړي چې دغه روانه وضعه د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد د کاميابۍ څخه وروسته د مجاهدينو د شرميندګۍ په څير پاى ونه لري.
2012-02-05