اربکيان (ملکی پوليس) که دخلکو دپاره بل دردسر!!

خلیل زی


په افغانستان باندی مختلفی دوری تیری شوی اودهیواد دفاع  اوخپلواکۍ دساتنی لپاره په بیلابیلونومونو اشخاص اوافراد روزل شوی  جلب شوی او په کارګمارل شوی دی .
رساله ئی ، کوټوالی ، اربکی ، ژاندارم ، پولیس اوداسی نور چی زموږ ګران هیوادوالی دخپل تاریخی بهیر سره اشنا دی دانومونه یی اوریدلی دی  .
ولی داخبر ه دیادونی وړده چی په تیرو اداروکی حالات داسی  نه و لکه چی نن سبا یی په افغانستان کی ګورو اوروان دی .
په پخوا وختوکی دبابا یی ملت محمد ظاهرشاه تر دوری پوری په دغه پورتنونومونو چی هریوددی وظایفو لپاره ګمارل کیدل لاندی حقوق به یی درلودل :
۱. خوراک ، لباس ، دراودرمل اویو دجمعی دورځی خرچه یا په اصطلاح جیب خرڅ ورکول کیداو صابون هم اودلاک به هم ورته موظف و.
۲. په هیوادکی سیاسی ډلی ټپلی نه وی اوهرچا دخپل الله او هیواد په نوم دغه دندی ترسره کولی او په هیواد کی نظم اوامن ساته .
۳.  دی دوری ته چی دوه کاله به وه دمکلفیت دوره ویل کیدله .
۴. کوټوالیان به اغلبآ دحاکمانو ،حکمرانانو سره ویعنی په ولسوالیو اولویوولسوالیو کی به ئی خپلی دندی ترسره کولی دوی به په جنګ جګړوکی برخه نه درلوده دمتهمینو دجلب او احضار دنده یی ترسره کوله اوداسی نوری چاری به یی ترسره کولی ولی وسلی به ورسره نه وی .
دوخت په تیریدوسره په  هرڅه کی یوڅه بدلون راغی ژاندارم ، پولیس او عسکری قطعات تشکیل شول پولیس اوژاندارم دکورنیو چارو په وزارت پوری وتړل شول او عسکری قطعات دوزارت حربی په وزارت پوری وتړل شول . باید داواضح کړو چی پولیس جنګی قوت نه ویوازی په مرکزی سیمو کی به یی پهری او ګزمی کولی اووسله به هم په اکثریت افرادوسره نه وه اودژاندارام قوی سره چی دهیواد سرحدی سیمو کی به پراته ووسله یی لرله هغه هم خفیفه وه .
عسکر یا پوزیان دهیواد دخپلواکۍ ، ملی حاکمیت اوځمکنۍ بشپړتیا دحراست لپاره واودالړئ روانه وه اوتر ډیره دغه ډلی په خپلو دندوکی بریالی و سراسری امن وجود لاره دګاونډیانو تیری ته به یی غاښ ماتونکی ځواب ورکاوه اوخپله یو ولیشت خاوره یی اغیاروته نه پریښوده اودسر په بدله یی ساتله او که کله ناکله چی به دنړۍ کوم استعماری طاقت دافغانستان په خاوره دتعارض اوتجاوز اراده وکړه ټول ملت به دیوملی قوت په توګه ددفاع میدان ته رادنګل اودخپلی خاوری څخه به یی دسر په ښندنه دفاع کوله  په دی لاره کی بری ددوی و . په دی لاره کی دهیواد دعلماو ، روحانیونو ، خانانو ، نوابانو او دقام مشرانو مهمه ونډه درلوده اوتاریخ ګواه دی او څوک ورڅخه انکار نشی کولی ملت په خپلو دغه حراستی قوتونو پوره پوره باوردرلود اوخپل بچی یی دوطنپرستۍ په لوړ اوعالی احساس روزل خویندو به خپلو ورونو ته داسی غږکاو :--
چی په میوند کی شهید نه شوی                                  خدایګو لالیه بی ننګۍ له دی ساتینه


میرمنو به خپلو مړونو ته داسی آواز کاوه :-
 
زخمی زخمی په وطن راشی                                     چی پرهرونه دی ګنډم خوله درکوم
 
اومیندو به خپلو بچیوته داسی غږکاوه :--
 
شودی می نه دی دربښلی                              که دی په شا باندی خوړلی وټپونه
 
هرځلمی ، هربوډا ، هری پیغلی ، هری میرمنی  اوهری مور دهیواد پت ، عزت او آبرو خپل ناموس ګاڼه دهیواد سره خیانت یی ابدی داغ ګاڼه نو ځکه خو په دی خاوره کی دښمن دشپو تیرولو تاب نه درلود .
کله چی په هیواد کی ډلی ټپلی جوړی شیو ، ژبی ، ملت ، عقیدی ، مذهب اوسیاسی ایدالوژیو بازار ګرم شو نو بیا په هیواد کی داسی حالت شروع شول چی موږ اوتاسی یی دسر په سترګو ګورو.
ملی اردو ، ملی پولیس منځ ته راغلل زموږ اردویو تنظیمی اردودی او پولیس مو تنظیمی پولیس دی اواکثریت دمسلک څخه بی خبره دی ډبلی تنخواوی اخلی اودبهرنیو قواو په مستقیم ملاتړ او دنړۍ دپرمخ تللی  وسلی په موجدیت کی نورخو لانور دپایتخت اومرکزی برخو امنیت نه شی ساتلی  اوهر ه ورځی نوی فاجعی رامنځ ته کیږی اوعام خلک په خاص ډول دپولیسو دبرخورد څخه ناراضه دی او ګران هیوادوال ددی خبری شاهد دی راډیوګانوی اوری .
په دی اخروکی کله چی دامریکا متحده ایالاتو داردو مشر دیود پیترس دعراق څخه افغانستان ته راغی داربکیانو یا د ملکی پولیسو لوبه شروع شوه چی داافرادهم په تنظیمونو پوری تړلی خلک دی او څه وخت ترمخه دملیشو  یا دغیری قانو وسلوالو ګرپونو په نوم متشکل  و چی بعضی یی  خلی سلا ح شول او خلک تری نه پزی ته راغلی واوداسی څه یی کړی دی چی په یادونه یی دخلکو غونې راپورته کیږی داخو ځکه چی دوی هرڅه دځان لپاره کول اوعام خلک یی زورول چوراو چپاول یی کاو په لاروکی یی شوکی کولی او حتی په نوامیسو یی تیری کړی دی .
نن سبا چی بیا په ځینو سیمو کی اربکیان یا ملکی پولیس تشکیل شوی دی دخلکو آواز بیاپورته دی اوتاسی به دامریکا غږ اشنا راډیو اوآزادۍ راډیوآورئ چی خلک په دی باب څه وایی دوی ته دغلو ، لاروهونکو ، ظالمانو او خاینانو نسبت کوی اودهیواد اوخلکو په خیر یی نه ګڼی .
هغه یو څوتنه چی دافغانستان وضع دمیزونو ترشا تحلیلوی اوددوی ملګری په کی تنظیموی اوددوی په قوت خپلی نارواګټی ساتی ددوی تشکیل ضرورت ګڼی اربکیان یا ملکی پولیس دهیواد مدافع قوت نه شی جوړیدی بلکه دایو بل درد سردی  چی ملت ورسره مخامخ دی اوداتنظیمی پروسه چی څومره پراخه کیږی په همغه پیمانه به خلک دناامنۍ سره مخامخ کیږی زه داخبره همیشه کوم چی زموږ چارواکی کار مخکی کوی او فکر وروسته کوی ولی ښه خبره داده چی په یو کارباندی اول فکر وشی اوبیا عملی شی دافغانستان دخلکو سره داربکیانو یا ملکی پولیسو دتشکیل حوصله نشته دی اوباید حکومتی چارواکی داکثریت ملت ارادو ته درناوی وکړی اوددوی په زخمونو مالګی ونه دوړه وی او که نه عواقب به یی ډیردروند تاوان ولری او نه به جبیره کیږی .