
دهغه ورځی څخه چی جناب کرزی صیب اود ده دبهرنیو اوکورنیو نخبه ګانو په وجود کی په اصطلاح دافغانستان موقت ، انتقالی ، او انتخابی نظام جوړ شو او په ببولانو یی شروع وکړه چی ګویاکی وسلی به ټولوم ، افغانستان به سردنوی جوړه و ، اداری فساد به له منځه وړو امن به راولو ، دښی اوسالمی اداری دجوړونی لپاره به کار اهل کار ته سپارو اوداسی نوری لوی وړی خبری به سرته رسیږی پوهنه به وده کوی لوړی زده کړی به دهر چا حق وی دبهرنیو زده کړو لپاره به یی له کوم توپیر څخه دخوار ، غریب اوبی واسطی خلکو بچوته حق ورکول کیږی دښځو حقوق به داسلام دمبین دین په رڼا کی تنظیم شی اوپه نهایت کی به وطن کی دقانون حاکمیت ځای ونیسی اود عامه شتمنیو غله او چپاول ګر به قانون ته وسپارل شی . داببولالی دبن د لومړی کنفرانس څخه شروع اوبیا دتوکیو دکنفرانس پوری وویل شوی راویل شوی ولی په عمل کی ورځ دورځی بدتری راځی امن نشته دی دسرو وینو رودونه روان دی دمخالف لوری له خوا دځان په بدله انتحاری بریدونه روان دی دولتی مسول چارواکی وایی دادښمن دکمزوری نښی دی تاسی قضاوت وکړۍ څوک چی له سره تیر شی داکمزوری ده ؟
دیو ورځی څخه بلی ته کارغیر اهل ته سپارل کیږی . راځی زه به یو څوتنه وزیران اوریسان غوره کړم توره تخته به ورته په مخ کی زوړنده کړم او په تلویزون کی به دافغانستان دخلکو په وړاندی تباشیر په لاس ورکړم که دده املا اوانشا سهیوه ماغرغره کړی چی بیا بل څوک داسی تهمتونهونه وایی ایا کار ونه اهل کاروته سپارل شوی دی ؟
زه داسی قضاوت هم نه کوم چی دبیا رغاونی یارغونی په برخه کی به کار نه وی شوی ولی مطلوب نه دی که سرک پوخ شوی بیرته یی قیر راپه څټ شوی دی او موړی موړی ولاړ دی ، که پل جوړ شوی دی بیرته دځانګو غوندی زوړند پروت دی دکنړ په ولایت کی دزیړی بابا اوداسی نوری نمونی دی، که مکتبونه اودلتی اداری جوړی شوی دی دافتتاح څخه ترمخه یی پلسترونه راپورته شوی دی اودژمی په موسم کی یی چتونه څاڅی ځکه چی ( دوپیمانه اب است ویک چمچ دوغ ) سمټ کی دمالګی په څیر اچول کیږی او پیسی یی ټیکه دار او دنجو مشران سره لاندی باندی کړی څه وکړی بال بچه داردی اوبچی به څه خوری کور خو هم په سویه ضروری دی .
داداری فساد خو پوښتنه مه کوه چی نور دبصیرت خاوندان شرمیږی چی په دی برخه کی خبری کوی . داداری فساد سره دمبارزی مشر خو په اصطلاح نور«وع » ته راغلی دی اوڅوک یی ملانه ورتړی .
اګاه نګشت شاهد ګل ګر چه صدهزار
بلبل زروی درد کشید آه وناله را
وایی دامریکا کوم وزیرخارجه چی نکسن نومیدی سپی یی درلود چرته چی به غله ولیدغپل به یی په کومه دوره راروان شوی دی پاکستان اوافغانستان ته راځی کله چی دپاکستان په هوای ډګر کی ښکته شوی دی سپی یی په غپا شروع کړی ده ځمکی له لاری راروان دی کله چی دطورخم څخه راتیر شوی دی اوبټی کوټ ته رارسیدلی دی دسپی زړه یی چاودلی دی مړدی . مکتوبونه وی ولی کتابونه څه دکراچۍ په بندرکی ولاړ پاتی دی او چی کابل ته رارسیږی په بازارکی په ازاد ډول پلورل کیږی ولی په مکتب کی چاته نه رسیږی چی یاپه لوړوزده کړو اوبهرنیو زده کړوبرخه خودهغه چا په نصیب کی لیکل شوی ده چی یا په لوړځای کی ناست وی اویا ورسره دکلا شینکوف قدرت وی غریب خوخدای غریب پیداکړی دی دغریبانو برخی خواری وی مینه .
دجناب کرزی صیب دایوه خبره می دیاده نه وځی اوانشاء الله چی عملی کیږی ه خوزه به نه یم چی یوه بیا نیه کییی وفرمایل :- « داپه ظلم ودان شوی دزورواکانو قصرونه به یووخت دافغانستان ملت په کاڼو وولی اوشیشی به یی ریز مریز کړی چی دا صحنی خوووینو که بیامړه وارمان به مونه وی پاتی اودکرزی صیب په ټولو خبروکی په همدا رښتیا شی .
جناب کرزی صیب دخلکو په کور کی ددری ګونوقواو په یوه تاریخی غوڼده کی په ډیر جرأتاوبی له کوم ډار څخه داغږ پورته کړه چی زه به تردی وروسته ددی ټولو منفی پدیدو دله منځه وړولو په لاره کی دافغانستان دشریفو خلکو په مرسته اوهوډ مبارزه شروع کوم اوددری ګونو قواو دغړو له خوا په خاص انداز کی داخبری په چکچکو بدرقه شوی هغه په دی مانا نه وی چی ګوندی په دی لاره کی به دده دداعی ملاتړ وکړی بلکه په دی مانا وی چی « والله کی یی راباندی عملی کړی » اودیو واقعیت دی . جناب کرزی صیب ددی وینا دعملی کولولپاره دبین الملل کومکونو دجلبولو لپاره دتوکیو په کنفرانس کی نړیوالو ګډون کونکو ته تضمین اوتعهد وسپاره چی دا ژمنی به عملی کوی او که عملی یی نه کړی نومرستی به ورسره نه کیږی .
اودادی نن سبا یی ددغه ژمنو دتحقق په خاطر فرمان صادر کړ چی ددغه مطالبو دتحقق او اجرا لپاره په کی دحکومتی اړوندو ادادارو دندی واکونه او مسولیتونه درج دی اودسر ته رستونی وخت یی هم په کی ټاکل شوی دی چی په دومر ه وخت کی به عملی کیږی اوکه نه نو ..........................!
اګر انی مکتب است این استاد
حال طفلان خراب می بینم
که دکرزی صیب دالس کلن ملګری یی په شاوخوا راټول ونو هغه دحضرت باز مرحوم خبره چی ورانه به یی کړی او جوړه به یی نه کړی .
داوړۍ نه شړی کیږی ځکه چی دده دغه ملګری نه دوی اونه دافغانستان خلکوته وفادار دی . په هر حال ددی فرمان په مقابل کی ترهر چا دمخه دپارلمان څخه دمخالفت غږ راپورته شو چی دافرمان دټولو دموکراتیکو اصولو او پرنسیپونو خلاف دی اودا دولت اوکرزی غواړی چی په خلکو دکتاتوری عملی کړی . دفساد ، رشوت ، امن راوستلو دعامه شتمنیو حمایه کار هل کاروته سپال ، قانون حاکمیت اوپه هرچاباندی یی یوشان عملی تطبیق خودزورواکانو ، خاینانو ، وطن پلورونکو په قانون کی دکتاتور اوددموکراسۍ ضد عمل دی نو باید دوی یی په تحقق کی منفی مبارزه وکړی اوپه دی فرمان دسره غوروشی دادڅوتنو معلوم الحالو غوښتنه ده . که جناب کرزی ریښتیارغواړیی چی دافرمان دعمل جامه واغوندی نودچوپ اکثریت افغان ولس حمایه دی ترلاسه کړی په عدلی ، قضایی اوامنیتی ارګانونوکی دی خلک تعویض کړی اودداسی څوک دی مقررکړی چی په خپل رب کامل ایمان ولری خلکو اوهیواد ته وفادار وی په هیواد کی دننهاو بهر قصرونه اوبانکی حسابونه ونه لری اودافغانی ټولنه یی تایدی کړی اویوازی دشتمنیو دفورمو په ډکولو ځان تیرنه باسی . که جناب کرزی صیب دداسی خلکونومونو ته ضرورت لری نوزه دداسی وطنپرستو لستونه ورکولی شم ، قهط الرجال نه ده دافغانستان اکثریت خلک په خپل رب ، هیواد اوخلکو باندی مین خلک دی خوکه چا دکار موقع ورکړه په دی ببولالو باندی داوړۍ نه شړی کیږی .
لمر په دوه ګوتونه پټیږی داټول بهرنی هیوادونه چی مشران یی دافغانستان ددولت دچارواکو دخبر تیا پرته په ناڅاپی ډول کله په هلمند کی له طیاری ښکته کیږیاوکله په بغلان اوداسی نوروولایتونو کی ددی مانا څه ده ؟
هر څوک په دی پوهیږیچی غواتوره خو شودهیی سپین دی دداسی باشهامته اوباوقار ملت په سترګو کی خاوری اچول نه بښونکی ګنا ه ده .
داټولی لوبی بهرنیان کوی دافغانستان په نوم دولتی چارواکی هم پوهیږی اوملت هم په دی خبره پوه دی چی دملک اداره دچا سره ده ؟
جناب کرزی صیب په شګو کی روان دی اودشګو مزل ډیر سخت دی سړی فکر کوی چی مخکی روان ولی شاته پاتی کیږی . کرزی صیب نزرونه منلی دی چی اوس یی دانوردوه کاله هم ژرژر پوره شی اوداسی خواته وتښتی چی بیا یی څوک مخ ورونه وینی بیچاره ډیر بدګیر دی دده دژوند اومرګ سوال دی الله تعالی دی ورسره مرسته وکړی اددی عذاب څخه دی الله تعالی خلاص کړی .
په دی خبره هر افغان باوریدی چی دری ګونوقواو څخه نیولی بیادافغانستان دټولو خلکو سرنوشت دبهرنیانو په لاس کی دی اودافغانانو څخه دضرورت په وخت کار اوزارو په صفت کاراخستل کیږی .
اوبه عاشق اګر جفا دارد . عاشق زار هم خدادارد
افغان ملت هم الله تعالی لری ورځ لری نه ده پوښتنه به یی وکړی اوددی اژدهار خولی څخه به یی خلاص کړی .
نور ی خونوری ددی یوی خبری سپیناوی په کار دی چی ستری محکمی دریس یعنی قاضی القضات دوره دقانون په حکم پوره شوی ولس جرګی غړی ناری وهی چی دباور درایی داخیستو دپارهدی دولت بل قاضی القضات ولسی جرګی ته وروپیژنی ولی دری کلوته خبره رسیږی چی په غیرقانونی اوشرعی توګه قاضی القضات په پوره ډاډ روان دی او چوکۍ یی نیولی ده پریکړی کوی داخوځکه چی دتبر لاستی دبیکاڼی دی او پیران ئی زوروردی . څوک به راته داسی یوهیواد راپه ګوته کړی چیداډول نظام په کی چلیږی لکه افغانستان ، قسمدی که می لیدلی اویا اوریدلی وی اویا یی څوک راته راوښایی .
خیر دکرزی دا فرمان هم یو مانور دی دادوه کلنه موده به ییهم په دی او هغه پوره شی اوددی غذاب څخه به خلاص شی .
دافغانستان دخلکودی الله تعالی مل شی .
نوټ :- ببولالی هغه خبری دی چی په تکراری ډول ویل کیږی ولی په عمل کی نه ترسره کیږی.