
د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت اسلام آباد
مطبوعاتي اعلاميه
اسلام آباد
ـ ۲۰۱۱ د جولائي ۴ مه :
په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوئ سفیر او ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داودزي په غوښتنه د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي سلمان بشير سره لیدنه وشوه.
دغه لیدنه کې چې دوه ساعته دوام يي وکړ په دوه اړخيزو روابطو بحث وشو او زیاته برخه یی چې د دواړو هیوادونو تر منځ په پرته پوله راپېدا شوې ستونځې ته ځانګړې شوې وه خبرې وشوې.
همداراز ښاغلي داودزي د کنړ او ننګرهار په سرحدي سیمو د راکټي بریدونو له امله خپل ژور تشویش او سخته نګراني څرګنده کړه او یاده يي کړه چه د افغانستان ولسمشر جلالتماب حامد کرزي هم څوڅو واره ددغو بریدونو په بیړنۍ توګه د دریدو او د موضوع د بشپړ وضاحت غوښتنه کړې.
ښاغلي سلمان بشير په ځواب کې وویل چې مونږ د افغان ولس زیان خپل زیان ګڼو. نوموړي زیاته کړه چې څه موده وړاندې ترهګرو د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان په سرحدي سیمو برید وکړ چه د پاکستانې ځواکونو په جوابي عملیاتو کې کیداې شي چې ځينې مرمۍ د افغانستان لورې ته تللې وي چې مونږ پرې زیات متاسف یو.
دواړه خواوې په دې موافق ول چې په سیمه کې د سولې او ثبات دښمنان دداسې حالاتو د پيدا کولو په لټه کې دي چې د دواړو ورونو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کیدو مخه ونیسي . دواړه خواوې په دې باور دي چې باید موثر اقدامات وشي چې دداسې دسایسو مخه ونیول شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط لا پراختیا ومومي او بې باوري لمنځه یوړل شي.
ددواړو هیوادونو د رهبرانو د هدایت سره سم باید ډیر ژر د دواړو خواوو سیمه ایزنظامي مسئولین سره په تماس کې شي چې په بیړنې توګه په سیمه کې روانې ستونځې ته د پاې ټکې کیږدي او هم په اینده کې د دغه شان پیښو د تکرار مخنیوې وشي.