حزب اسلامي دپاکستان بریدونه

قریب الرحمن سعید
بسم الله الرحمن الرحیم
په اروپاکی دحزب اسلامی افغانستان دسولی اوسیاسی امورو دجرګګۍ اعلامیه
دګاونډی هیواد پاکستان تیری هم لکه دنورو نیواکګرو په څیر په کلکه غندو .په داسی حال کی چی زمونږ ویاړلی ولس دبین المللی تروریزم په بهانه دبین المللی ځواکونو دښکیلاک لاندی راغلی او هره ورځ یی په کورونو په سلګونو ټنه بمونه راپریوځی ، ښځی ،نر او کوچنیان یی ټول ددی بین المللی ښکیلاک تر جهنمی اور لاندی په ډیره ظالمانه توګه سوځی ، او دهغوی د بی لارو او بی رحمه ځواکونو په واسطه په خپلو کورونو کی د قیامت د ورځی سره مخ دی ، دګاونډی هیواد پاکستان له لوری پری په داسی حال کی د راکټی بریدونو کول ، چی په اړه یی هیڅ فکرهم نه کیده ، سخت د غندلو وړ دی .د تاریخ په دی حساسو شیبو کی چی زمونږ ولس دبین المللی ښکیلاک څخه دخپلی ازادۍ له پاره لاس او پښی وهی ، او دهری لوری ،او په ځآنګړی توګه دګاونډیانو له اړخه، ورسره دهمکارۍ اوبسپنی له پاره اړتیا ده ، خو ګاونډیانو برعکس ددی مظلوم ولس د ازادۍ د غږ د خفه کولو له پاره هیڅ موقع او فرصت له لاسه نه دی ورکړی . او دهری لوری چی توانیدلی د خپلومغرضانه ګټو دتر لاسه کولو له پاره یی زمونږ دولس ستونی ورخفه کړی .دادی همدا اوس وینو چی دپاکستان واکمنو چی لا د پخوا څخه د افغان ولس په مقدراتو باندی د ولکی کولو له پاره هیڅ موقع له لاسه نه ورکوي ، زمونږ دخاوری په سرحدی سیمو ، نژدی کلیو او ولایتونو راکټی بریدونو ته دوام ورکوي . ترڅنګ یی دایران دولت هم دخپلو نژادپالونکو اوهژمنستیکو پالیسیو له مخی ددی هیواد د ولسونو تر منځ دتربګنیو او د ورونو ولسونو تر منځ دژبنی او مذهبی تشنج د راپیداکولو او دهیواد په کورنیو امورو کی دمداخلی په خاطر هر وخت تیار ناست دی . دا په داسی حال کی چی هلته هره ورځ ګڼ شمیرمهاجر او کارکونکي افغانان په یوه نوم اوبل نوم په اعدام محکومیږی.په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان د سولی اوسیاسی امورو د جرګګۍ دمشرتابه هیئت دپاکستان دغه ډول تیری اویرغل د ګاونډیتوب د اصولو پر خلاف یو دښمنانه عمل ګڼی او د پاکستان دواکمنو څخه په کلکه غواړي زمونږپه ولس دغه ظالمانه بریدونه بند کړی . که چیری پاکستانیان د امریکایانو او یانورو ایسافیانو سره کوم حساب کتاب لری هغه دی په افغانستان کی نه بلکه په نورو ځایو کی دهغوی سره محاسبه کړی او زمونږ ملت ته دی ددی نه زیات د زیان رسولو څخه ډډه وکړي ، په افغانستان کی اوسنی لاس پوڅی نظام چی لا تر اوسه یی په دی اړه کوم کلک غبرګون نه دی خولی باید خپل دریځ څرګند کړی او دخپل ولس څخه ددفاع له پاره را مخته شی .او که نه باید په ډاګیزه توګه دخپلو ناکامیو اقرار وکړی او دخپلو اشغالګرو انډیوالانوسره یو ځای د افغان ولس دواکمنۍ څخه لاس په سر شی .اوپریږدی چی زمونږ ولس خپل ځانته دداسی یو مشر په ټاکلوبریالی شی چی دهغوی دحقه حقوقو نه ددفاع وړتیااو جرئت ولری .
ژوندی دی وی افغان میړنی او ازادۍ غوښتونکی ولس
قریب الرحمن سعید په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان د سولی او سیاسی امورو د جرګګۍ مشر
دوشنبه د ١٣٩٠ لمريز کال د چنګاښ ١٣ 04.07.2011