طالبان څنګه ماشومان ځانمرګو بریدونو ته چمتو کوي ؟

۱۷ کلن زرعجم دوې هفتې مخکې هغه مهال په دار وځړول شولو کله چې د ده د اعدام حکم د جمهور ریس کرزي له خوا توشیح او بیا د عدلي او قضايي چارواکو له خوا عملي شولو.
زرعجم د افغان دولت له خوا ځکه په دار وځړول شولو چې دوې میاشتې پخوا په کابل بانک باندې وسلوال برید وشولو چې له هغه برید څخه بیا د کابل بانک مخفي کامرو د زرعجم هغه څه سبت کړي وه چې ده ترسره کړي وه، په دغه برید کې زرعجم هم وو که څه هم ده د چاودیدونکو تو ډک واسکټ اغوستی وو خو ده ځانته چاودنه ورنکړله او د هغې په ځای يې تر څلويښتو پورې کسان  ووژل ، دې برید په پای کې ده هڅه وکړله چې له سیمې څخه ځان وباسي خو په داسې حال کې چې ده د چاودیدونکیو توکیو ډک واسکټ له خپل ځان څخه وباسلی وو او د پولیسو هغه دریشي چې په تن وو د هغې په وباسلو بوخت وو چې لاس په لاس د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شولو.
که څه هم د پيښتې انځورونه داسې ښي چې ده په ډيره بې رحمی سره په بې ګناه وګړو ډزې کولې او ټول يې له یو سره تر بل سره ویشتل خو دای د پاکستان د شمالي وزیرستان هغه ځوان وو چې ده خپل مکتب په اوه کلنی کې پریښودلی وو ده لیکل او لوستل نه وو زده ، ده د یو عادي کس په شان په خپل کلي کې د ورځنې مزدوری کولی، د کور اقتصادي وضعه يې هم ښه نه وه، دده کورنی خورا غریبه وه نو یوه وجه همدا هم وه چې له ده سره د کومې خاصې راتلونکي ارمان په زړه کې نه وو او دغه حالت دیته مجبور کړلو چې د هغه طالب لارښود لپاره خپل ځان قربان کړي کوم چې دته دغه درس ورکړی وو.
ده ته د خپل طالب ښوونکي له خوا  داسې ویل شوي وو هغه کسان چې په کابل بانک کې کار کوي هغوی ټول خارجیان دي، خارجیان له مونږ څخه ډير داريږي نو له همدې وجهې دوی زمونږ په شان کالي اغوندي او زمونږ په شان په پښتو خبرې هم کوي، دا چې ده تر اوسه خارجیان نه وو لیدلي نو له همدې وجهې يې د خپل ښوونکي په خبرو باور کړی وو.
دوې میاشتې وړاندې ده دې اې بي سي خبرې خپرونې سره په زندان کې په  یوه مرکه کې ویلې وو هغه څه چې ده په کابل بانک کې تر سره کړي داسې کار بیا هیڅکله هم ونه کړي ځکه دده په خبره چې ما ته اوس معلومات وشول چې ما څوک وژلي.
ده خپله ګناه ومنله او خپله سزه هم ومنله  لیکن ده هغه چانس تر لاسه نکړو چې ده د هغو کورنیو څخه بښنه غوښتي وای کوم چې ده په هغه برید کې وژلي وو.
 
دای وايې ( کله چې زه پولیسو ونیولم نو دوی زه په یوه کوټه کې بندي کړلم ، ما ته د کوټې له کړکي د ازان غږ راغللو کله چې مې له کړکي بهر وکتل نو ما یو کس چې د پولیسو جامې يې په تن وې په لمانځه ادا کولو لیدلو، ددغه صحنې په لیدلو سره مې زړه ته داسې څه راولویدل لکه چې ما ټول بې ګناه کسان وژلي دي.
شاید دا دلیل چې زرعجم وړاندې کړی چې دفقر او بې سوادی له کبله زه تروریست شولم اوریدونکو او لوستونکو ته د منلو وړ نه وي ځکه چې په میلونهاوو ځوانان د افغانستان او پاکستان پر پوله ژوند کوي دوی هم له غربت څخه سر ټکوي همدا شان نالوستي هم دي خو دوی بیا هم د طالبانو په لیکو د ځانونو ګډول نه خوښوي، لیکن د زرعجم کیسه داسې څه مونږ ته ښکاره کوي چې څومره په اسانی سره ددغو سیمو هلکان سختدریځي ته مخه کوي او څومره زر هغه له خپل ځان څخه یو جنګیالی جوړوي له دغه څخه دا هم ښکاره کیږي چې ددغو سیمو څومره هلکان د خپلو ځانونو وژنو ته چمتوالی ښيي، دوی په ډيره اسانی سره له یو قوماندان څخه بل قوماندان ته سپارل کیږي او بیا په ډيره اسانی سره افغانستان ته لیږل کیږي.
د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو هلکانو د ژوندي پاتې کیدلو لپاره په افغانستان کې د طالبانو ځپلو لپاره د نظامي پرمختګ لاره باید خپله شي او همدا شان په پاکستان کې هم د طالب مشرانو پټن ځایونه له هوا څخه بمبار شي تر څو دې داسې بې ګناه  ماشومانو د وژلو لړی راکمه شي.
 
 
( ته باید خپل ټول وخت جهاد کولو ته وقف کړې )
 
زرعجم د شوال ولسوالی د شمالي وزیرستان د پاکستان هغه سرحدي سیمې کې پیدا شوی وو چې د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالی سره سرحد لري، ددې ولسوالی اوسیدونکي ډيره فقیر او غریبان خلک دي ډيره لیرې سیمه ده ، هلته د سواد زده کړې لپاره هیڅ داسې څه په سترګو نه لیدل کیږي، هلته نه د تلیفون کومه دستګاه کار کوي او نه هلته کوم پوهنتون شته .
که څه هم زرعجم تر اوه کلنې پوره درې ټولګي لوستلي وو خو ده اوس هر څه هیر کړی وو اوس يې  نه لوست کولای شولو او نه لیک کولای شولو، ده چې کله ښوونځي خوشی کړلو، نو ورځنې مزدوری کولو ته يې مخه کړله له ده سره دوه خپل ترو زامنو هم د ورځې مزدوری کولې، دده خبره چې زمونږ کورني ټولو کسانو د ورځې مزدوری کولی نو همدا وجه چې هیچا هم دېته نه وهڅولم چې درس ووایم او ښوونځي پرینږدم.
دده په خبره کله چې زه ځوان شولم زما دې  تره زوی یو افغان ملګری چې شریف نومیده دوی ځلی له ما سره ملاقات وکړلو.
شریف طالب وو ده زه هم وهڅولم چې جهاد ته ولاړ شم ، ما ته يې د لویدیزوالو په باره کې خبرې کولې او راته ويل به يې چې په افغانستان کې  د غربیانو په ضید جهاد ستا دنده ده دا کار په تا فرض دی .
همدا وو چې شریف خپل سیوری په زرعجم وغوړولو او دای يې دې ته تیار کړلو چې په افغانستان کې جهاد وکړي.
دا چې دې زرعجم نه له لیک او لوست سره کومه خاصه مینه وه او له بلې خوا د ورځينیو مزدوریو څخه هم ستړی شوی وو په ډيره اسانی سره د خپل ملګري په واسطه د سیمې یو جنګي کمپ ته ور وپيژندل شولو، بیا له هغه ځایه دای پيښور ته ولیږل شولو هلته د یو څه مودې له ترینینګ وروسته بیا د پاکستان له سرحده د جلال اباد بانک ته راورسول شولو. که څه هم تر دې ځایه پورې په ده دا پروسه عملي شوي وه خو دده په وینا چې ما لا هم داسې کومه خاصه اډيالوژي نه درلوده چې زه به هم یو داسې کار کوم زه دومره جدي نه وم .
دای وايې چې زه په اول کې یوې ډلې ته د مرانشاه په ښار کې خپل ملګري تسلیم کړلم ، د شمالي وزیرستان زړه میرانشاه ښار کې هغه جنګیالي اوسیږي چې په افغانستان باندې ډيری بریدونه له همدغه ځایه طرحه کیږي نو له همدې وجهې د پاکستان نظامي چارواکو په دغه سیمه باندې عملیات هم نکوي، ځینې منتقیدن دا وايې چې په شمالي وزیرستان کې ټول جنګیالي د پاکستان د مخفي ځواکونو سره اړیکې لري او ددوی په مرسته خپل عمليات په ډير بریالی ډول پرمخ بیايې. خو امریکا وايې چې پاکستان ځکه پر دغه ځای عملیات نکوې چې که چیرې مونږ په دغه ځای عملیات وکړو هسې نه چې ددغه ځای جنګیالي هم ناڅاپه د خپل جنګ تګ لوری بدل نکړي او پر پاکستان بریدونه ونکړي.
عجم وايې کله چې زه په اول وخت کې د طالبانو لیکو ته ورګډ شولم هلته یو کمپ ته وروستل شولم په هغه کمپ کې یوازې څو دانې خیمې وهل شوي وې، په هغه کمپ کې ما ۲۵ تنه ولیدل چې دول ټول ځانمرګي بریدونو ته چمتو شوي وو، ځينې ددوی له ما څخه واړه وو ځينې زما همزولي وو او ځينې بیا له ما څخه مشران وو.
عجم زیاتو چې په دغه کمپ کې ما ۲۷ ورځې جنګي زده کړه راکړل شوه، او په دغه ۲۷ ورځو کې ما د توفنچې د کلاشینکوف ، راکټ او لاسي بم استعمال زده کړل .
 
(که چیرې ته غربیان ووژنې نو پاک رب به تا ته ډير اجر درکړي )
بیا عجم ته دې طالب مشر له خوا داسې هدایات ورکړل شول چې که چیرې ته غربیان ووژنې نو تا ته به پاک رب ډير اجرونه درکړي او که چیرې ته هغوی ووژلې نو جنت ته به لاړ شې، دده په وینا چې له همدې امله ما خپل تصمیم ونیولو او دې پاک رب رضا په خاطر مې جهاد ته مخه کړله.
عجم وايې کله چې ما په دغه کمپونو کې یو څو شپې وکړلې نو پاس په هوا کې مې  بې پیلوټه الوتکې لیدلې او د هغوی اوازونه به مې اوریدل.
که څه هم د شمالي وزیرستان اوسیدونکي د امریکا د څارګرې ادارې دغو وژونکو بې پېلوټه الوتکو په باره کې ډير ځله شکایتونه وکړل خو دا بریدونه ونه درول شول، دا الوتکې لکه د مګسو په شان پاس په هوا کې اواز کوي، هر ورځ او شپه په شمالي وزیرستان باندې هوايې ګزمې کوي ، له همدې امله د سیمې ډير اوسیدونکي د شپې له خوا له خپلو کورونو بهر څملي ددوی په وینا هسې نا چې څوک راشي او هغه لار ښوونکي اله چې دغه الوتکو ته لار ښايې  زمونږ کورونو ته  يې څوک را ونه شړي او بیا دا الوتکې په مونږ بمبار ونکړي.
عجم زیاتوله : طالبان په رښتیا سره له دغو بې پیلوټه الوتکو ډير په عذاب وو، دده په وینا چې زما یو استاد چې ما ته يې د ځانمرګي برید لارښوونه کړي وه هغه په لاره کې هغه مهال ددغه بې پیلوټه الوتکې د برید ښکار شولو کله چې دای له یو کمپ څخه بل کمپ ته په خپل موټر کې په لاره وو.
د عجم په وینا چې دغو الوتکو به وخت نا وخت بریدونه کول، هره ورځ او شپه  به يې هوايې ګزمې زمونږ په سیمو کولې، خو که کومه ورځ به اسمان وریځ وو بیا به نه راتلې، او په هغه ورځ به مونږ ډير خوشاله وو.
 
(د جهاد ښوونځی)
عجم خپل ټول جنګي درس په دغه ښوونځي کې پوره کړلو او اخر کې ده ته د عمل کولو امر وشولو چې دای باید له خپل ځان څخه ځانمرګی بریدګر جوړ کړي او په خارجیانو برید وکړي.
وړاندې له دې چې عجم له سرحد څخه را واوړي ده ته ۵۰ ډالر ورکړل شوي وو او همدارنګه د مبایل تلیفون هم ورکړل شوی وو چې دې خپل ښوونکي سره په پيښور کې تماسونه بیا ورسره  نیسي.
د عجم استاد خپل درس د جنوبي اسیا په یوه مشهوره دیني مدرسه کې  چې دارلعلوم حقانیه ورته ویل کیدل سر ته رسولي وو چې په دغه مدرسه کې نور ډيری طالب مشرانو هم زده کړې کړي وې چې یو له هغوی څخه د طالبانو اوسنی مشر ملا عمر هم همدلته زده کړې ترسره کړيدي .
 دغه مدرسې ته به د جهاد مدرسې یا د جهاد پوهنتون څخه هم  ویل کیدل او ددغه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق وو چې هغه هم د طالبانو د مرکزي شورا او مشرانو سره اړیکې درلودې او امریکا خلاف جنګ کولو رهبري هم کوله .
که څه هم په ښکاره په دغه مدرسه کې د امریکا ضید خبرې نشي کیدلی خو هر کس ته جدا روزنه ورکول کیږي او هر کس ته داسې لارښوونه کیږي چې خپل پلان به نورو ته نه وايې، او دا مدرسه اوس په یوه راډيکاله مدرسه بدله شوي، او دا خبره اوس پاکستان هم کوي چې دغه مدرسه اوسه خپل زده کوونکي ټول سختدریځی ته هڅوي او هلته ټولو پکې د کرکې او نفرت درسونه تدریس کيږي.
عجم په دغه مدرسه کې یوه میاشت تیره کړله په ظاهره ده هلته د پاک قران زده کړه  ورکول کیدله  خو تر څنګ يې په ډير ماهرنه او پټ ډول سره ده ته د ځانمرګي برید زده کړه هم ورکول کیدله، عجم وايې چې د زده کړې په وخت کې به ما خپل سر ټيټ نیولی وو او دې هیچا سره مې خبرې نه کولې ځکه ما ته همداسې ویل شوي وو چې د زده کړې په وخت کې به خپل سر نه پورته کوې نو له همدې وجهې په مونږ باندې د چا شک نه کیدلو چې مونږه سختدریځی ته هم هڅول کیږو، دده په وینا چې ما باندې تر اخیره هم څوک خبر نه شول چې زه یو ځانمرګی یم.
 
(په جلال اباد باندې برید )
په دغه مدرسه کې له یوې میاشتې زده کړې وروسته عجم د افغانستان په سرحد جلال اباد ښار ته راوستل شولو او کابل بانک ورته په اول ځل وښودل شولو، ده ته داسې لارښوونه وشوله چې دغه بانک ته ټول غربیان راځي او غربیان ټول له دغه بانک څخه خپلې پيسې اخلي. خو عجم وايې ما چې کله کابل بانک ولیدلو او هلته مې خلک ولیدل دا حالت راته غیر عادي ښکاره شولو ځکه هلته کوم خلک چې راتلل زمونږ په شان يې کالي اغوستل په پښتو به يې خبرې کولې ، دده په وینا چې ددغه حالت په لیدلو سره ما له خپل استاد څخه پوښتنه وکړله چې ایا تاسو مطمین یاستی چې دا خلک خارجیان دي ؟
خو زما استاد ما ته په ځواب کې وویل چې هو دا خارجیان دي دوی زمونږ یعنې د طالبانو له ویرې او ډار څخه زمونږ په شان کالي اغوندي او زمونږ ژبه يې زده کړي. او ته باید ددوی په دغه عملونه دوکه نشې.
عجم وايې چې ما هم د خپل استاد خبره ومنله او د برید څخه یوه شپه مخکې وختي ویده شولم ، دای وايې چې زه يې د شپې په ۳ درو  بجو خپلو ملګرو له خوب پاڅولم او راته ويې ویل چې ډوډی وخوره.
افغان چارواکي  په وینا چې که څه هم  ځانمرګو برید ګرو ته ډير په مهارنه ډول روزنه ورکول کیږي او ورته ډير تبلیغ کیږي او ډير تیاری ورته نیسې خو طالب قوماندانان بیا هم په خپلو نویو ځوانو استخدام شویو ځانمرګو برید ګرو ډاډه نه وي نو له همدې امله د حملې څخه وړاندې دوی ته یو ډول کیمیاوي مواد ورکوي تر څو ددوې بریدګر خپل بریدونو څخه په شا نشي او ښه بریدونه تر سره کړي.
 
عجم وايې کله چې ما ډوډی وخوړله او حرکت مې شروع کړلو يو ډول نوی کاذیب تحرک مې په ځآن کې احساس کړلو خو دا چې ما ته د خپلو مشرانو هره خبره دمنلو وړ وه نو له همدې وجهې مې په هره خبره او کار عمل کولو.
د عجم په وینا کله چې مونږه پر کابل بانک برید وکړلو نو هلته مو ډير کسان ووژل ما په هغه وخت کې له هرې وژنې خوند اخیستی ما هیڅ کله هم په هغه حالت کې زړه سوای ندی احساس کړی فکر کوم چې ما ته حتما په ډوډی کې داسې څه راکړل شوی وو چې زه باید خپل بیګناه افغانان مسلمانان په ډير بې رحمی سره ووژنم .
کله چې له عجم څخه وپوښتل شول چې ایا ته پوهیږي چې ولې ته په بند کې اچول شوی یې او ستا انجام به څه وي او ایا ته په دې پوهیږې ؟
نو دده ځواب  دا وو
هو زه اوس په هر څه پوه شوی یم ، مونږه په هغه برید کې چې پر کابل بانک کړی وو له ۴۰ ډير بیګناه کسان ووژل هغوی ټول مسلمانان وو، او دا چې زه اوس په بند کې یم نو زه په دې هم ښه خبر یم چې زما سزا به مرګ وي.
کله چې له ده و پوښتل چې ایا ته خپله سزا منې ؟
نو ده وویل چې ،  هو بلې زه خپله سزا منم او زه د یوې همداسې سزا وړ یم  خو بد بختانه چې ما هغه چانس تر لاسه نکړو چې د هغه کسانو کورنیو څخه بښنه وغواړم چې په هغه برید کې ما وژلي وو.
 
NICK SCHIFRINلیکوال:
ژباړن : ځوان
ABC NEWS