په خوست کې د محلي شورا یو غړی ووژل شوو

  د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالی اوسیدونکی او همدا شان د همدغه ولسوالی د محلي شورا غړی مولوي ظریف تیره شپه هغه مهال د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا د خپل کور دروازې مخې ته د توپک په ډزو ووژل شولو کله چې نامعلومو وسلوالو دده د کور دروازه وټکوله او دای ورته راووتلو.
د پيښې پخلی رسنیو ته د نادرشاه کوټ ولسوال جمال ناصر کړی، نوموړي زیاته کړه چې دده له وژلو وروسته وسلوال له سیمې په تښيته بریالي شوي خو د پولیسو پلټنه روانه  ده.
د پيښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نده اخیستي