
وایی په پخوازمانه کی دیو پاچاهی عسکر دیوه سیک سره اشنا یی وه او ډیره پخه پخوانۍ اشنائی دوستۍ اوخپلوی به په پوره ایماندارۍ وی اوداوسنو خلکو په شان په چل اوفریب شر اوفساد په بنیاد نه وی نو یوه ورځ د ورځو څخه عسکر دخپل دوست سیک دوکان ته راغی څه ګوری چی سیک یو طرف ږیره پاکه خریلی ده نوپاچاهی عسکر تری وپوښتل چی دیوان خیر خو دی ولی دی نیمه ږیره خریلی ده ؟ سیک ورته دیوسوړ اوسیلی په ویستو سره وویل :- « باګاومړدی » عسکر ورڅخه نوره پوښتنه ونه کړه چی باګاوڅوک دی او له تاسره یی څه رابطه ده خو ددی عسکر مشر چی خپل عسکر ولید ورڅخه یی وپوښتل چی ولی خیر شه عسکر ورته وویل : - « باګاومړدی » مشر چی داخبره واوریده نوره پوښتنه یی ونه کړه چی باګاو څو ک اودتاسره یی څه رابطه درلوده اوددی عسکر سره په غمشریکۍ کی ده هم خپله نیمه ږیره وخریله لنډه داچی په سلسله دمراتبو داخبره دیوه نه بل ته ټولی مشر ، کندک مشر ، غونډ مشر ، لیوامشر ، فرقه مشر اوددفاع تروزیره ورسیده اوهریو په دی غمیزه کی برخه واخیسته او خپله نیمه ږیره یی وخریله ددفاع وزیر دوخت دباچا حضورته ورغی پاچا څه ګوری چی ددفاع وزیر نیمه ږیره خریلی ده . باچا ورڅخه وپوښتل وزیر صیب خیرشه ولی دی نیمه ږیره خریلی ده ؟ وزیر ورته وویل باچا بلادی واخلم « باګاومړدی » باچا نوره لټه ونه کړه ددربارڅخه ولاړ او په دی غمیزه کی ده هم نیمه ږیره وخریله کله چی باچا داکار وکړ نویوه بوتکۍ لوری وه هغی ورڅخه وپوښتل چی بابا جانه ولی دې نیمه ږیره خریلی ده باچا ورته په ځواب کی وویل : - بچیه « باګاومړدی » لوری ورڅخه وپوښتل چی باباجانه باګاوڅوک دی اوزموږ سره څه اړیکی لری ؟ باچا ورته په ځواب کی وویل چی ته صبر وکړه چی زه ددفاع وزیر صاحب څخه پوښتنه وکړم چی باګاو څوک دی کله چی یی ددی خبری توضیح ددفاع وزیر څخه وغوښتله هغه ورته وویلی چی زه به دلوامشر صیب څخه وپوښتم چی باګاوڅوک دی لڼده داچی په سلسه دمراتبو خبره باچاهی عسکر ته راورسیده او هغه لاړ دخپل دوست سیک څخه یی وپوښتل چی ګوره لا لا دا باګاو څوک اوستاسی څه و ؟ سیک ورته وویل زموږ ددرمسال مشر غوائی مړدی .
خبره می داکوله چی دافغانستان داساسی قانون څخه بلاتشبه زموږ یوشمیر زما په څیر قانون پوهانو دپارلمان وکیلانو او په نهایت کی ټولو تری هغه باګاوجوړکړی دی اوهر څو ک دخپل مدعی دثبوت لپاره همداغږکوی چی په اساسی قانون کی داسی وایی . مقصد می په راونو لوبو کی دی ستره محکمه وایی اساسی قانون موږ ته حق راکړی دی چی دجمهور ریس په منظورۍ اختصاصی محکمه جوړه کړواودټاکنو ددرغلیو موضوع وڅیړو او په نتیجه کی خپله پریکړه وکړو. دولسی جرګی یوشمیر غړی وایی چی دادستری محکمی واک نه دی اودامحکمه اوددی پریکړی داساسی قانون سره په مخالفت کی دی جناب کرزی صاحب ددی محکمی منظوری ورکوی او یوشمیر نوماندوکیلان چی څوک ناکامه او څوک بریالی دی جناب کرزی ته لیکلی سندورکوی اوتعهد کوی چی ولسی جرګه دی رسمآپرانستل شی او محکمه چی هرراز حکم وکړی موږ به یی منو .
محکمی خپله پریکړه وکړه جمهور ریس ته یی دتطبیق لپاره وسپارله چی باید اجرایه قوه یی عملی کاندی . دولسی جرګی غړی سره راغونډشول اودستری محکمی په مشر ، غړو او لوی څارنوالی باندی یی غایبانه سلب اعتماد اعلان کړاوهم یی ورسره دنوموړی محکمی په جوړښت اوپریکړونه منل اعلان کړ اوداساسی قانون په حکم یی دااجرات باطل وبلل اودصلاحیت څخه بهر.
کاشکی چی دباچا دبوتکۍ لورغوندی یو حقوق دان پیداشی اوپوښتنه وکړی چی کوم قانون اساسی او په کومو موادوکی دا مطلب وجودلری چی ټول یی دعوای کوی اواستناد یی ورباندی کړی دی ؟
زه باورلرم چی ستر محکمه اولویه څانوالی به حق په طرف وی اوجمهورریس د خپل قانونی واک په ساحه کی دامحکمه منلی اواعلان کړی ده اوستره محکمه دخپل واک په ساحه کی ددی خبری واک لرونکی ده اوداختصاصی محکمی پریکړه واجب التعمیل ده اولوی څارنوالۍ دخپل واک په ساحه کی دوسی بشپړی کړی دی او محکمی ته یی سپارلی دی .
هیله لرم چی دولت ، سترمحکمه اولوی څارنوالی دخپلو واکونو څخه دفاع وکړی او دولسی جرګی غړی خپلو تعهداتو ته وفادار پاتی شی اودافغانستان دردیدلی ولس دخپلو شخصی ګټو لپاره دنوری زیاتی بدبختۍ سره مخامخ نه کړی اوداساسی قانون دڅارنی کمیسون غړی هم باید دخپلو چوکیو دساتنی په غرض ګونګ پاتی نشی اودحقوق دانانو داتحادی دمشر تابه په ګډون داساسی قانون په رڼاکی دی ډلوته داساسی قانون صراحت په ډیرلوړآوازسره اعلان کړی ترڅو ټول ملت ورباندی اګاه شی اودی دباګاوداستان ته خاتمه ورکړشی اودقانون حاکمیت ته پوره پوره درناوی شوی وی په درناوی .