له نيژدې يوې لسيزې را په ديخوا نړيواله ټولنه په افغانستان او سيمه کې شتون لري. دوی د دې لپاره سيمې ته راغلل چې ترهګر به ځپي، د افغانستان په رغونه او ښه حکومت داري کې به مرسته کوي چې دا نو اوس ټول ملت ته معلومه ده او په اړه به يې خبرې کول د وخت له ضياع څخه پرته نوره ګټه ونه لري. دا جګړه داده نيژدې يوه لسيزه کيږي چې دوام لري خو له يوې ورځې بلې ته پياوړې کيږي، بريدونه زيات شوي، وسله وال ان دولتي ودانيو ته په ډيره اساني دننه کيږي. په هيواد کې ډير بې ګناه ملکي وګړي، قومي مشران، علمي او سياسي شخصيتونه په يو او بل نوم ترور شول او دا لړۍ لا هم دوام لري. خو په دې کسانو کې ملي او نا ميلي، وړ او ناوړه تر دې دمه نه دي معلوم شوي چې څوک د چا لخوا او ولې و وژل شو؟ تيره ورځ افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل چې دښمن مبهم دی، د ولسمشر دا خبرې تر ډيره حقيقت و، ځکه چې افغانستان يوازې سياسي دښمن نه لري، يو يې ورسره سياسي، بل يې اقتصادي، بل مذهبي او بل يې هم ژبنۍ او تاريخي دښمنۍ پالي. نو د دښمن په مبهم توب کې شک نشته دى او دا يو ريښتوني حقيقت دی او نه هم ولسمشر کولای شي د ديپلوماتيکو اصولو په پام کې نيولو سره له ټولې نړۍ او ګاونډيو هيوادونو سره جګړه پيل کړي خو دا جګړه د هر يوه کورته په خپله غځيدونکې ده تيره مياشت اسامه په پاکستان کې ووژل شو او د ولسمشر لس کلنې چيغې ريښتيا شوې او سبا به هم يو بل په ايران او يا هم کوم بل هيواد کې. خو په هيواد کې ځينې شته سياسي کړيو د ولسمشر له دې خبرې سره کلک مخالفت وکړ. څو ورځې وړاندې ټول هيواد وال د دې شاهد وو، چې د تغير او اميد په نوم د ټلوالې مشر عبدالله او د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح په يوه ناسته کې وويل چې له طالبانو سره په هيڅ ډول سوله نه شي کيدى او دوی وويل چې بايد کسات ترې واخيستل شي ځکه چې دوی يې يوه لسيزه وړاندې تر تخاره او پنجشير پورې ځغلولي و او هيواد يې د يو څو ورځو لپاره د دوی له شره څخه خلاص کړی په هر حال زه يې دفاع نه کوم ځکه د طالبانو کړنې هم له پوښتنو ډکې دي خو وايي د خرو ملا غويی وي نو ځکه اوس زما په څير ځينې هغه وخت ته په کتو د دوی تر کړنو د طالبانو هغه وخت راتګ ښه بولي، دوی په دې غونډه کې ځان د ټولو افغانانو د ملي ګټو ساتونکي وبلل خو د غونډې په جوړښت کې موږ ټولو وليدل چې د هيواد د هرې سيمې استازو ګډون نه و کړی، يوازې هغو کسانو پکې ګډون کړی و چې په هيواد کې له سياسي واک څخه لرې شوي او د ټلوالې ګټو ته ژمن خلک و، په دې غونډه کې د عبدالله لغماني يو ورور هم په سمبوليکه توګه ګډون کړی و او کيدی شي دا کس ټلوالې د دې لپاره دې غونډې ته راغوښتی وي چې ګواکې دا د پښتنو استازی دی خو ښه و داسې نه وه د ښاغلي عبدالله لغماني ورور په خپلو خبرو کې وويل چې ولې يې ولسمشر په هره ناسته کې د وژل شوي ورور نوم نه اخلي. همدارنګه په تيره اونۍ کې په تخار کې د ۳۰۳ پامير زون قومندان جنرال داود او د تخار امنيه قومندان هم په يوه چاودنه کې و وژل شول او دلته نو ټلواله ښه را برګه شوه او څو تنو يې د افغانستان د ولسي جرګې په استازيتوب وويل چې په دې ليست کې د ځينو نورو شخصيتونو نومونه هم شته دي چې وسله وال طالبان يې وژل غواړي، د دوی په خبرو کې ټکر ډير و يوې خواته يې طالبان ګرم بلل او بل لوري ته يې د سيمې د هيوادونو څارګرې ادارې او زه په دې پوه نه شوم چې دا کسان ريښتيا هم د ولسي جرګې په استازيتوب غږيږي او که د ټلوالې او يا هم ځان په استازيتوب. په هر حال په هيواد کې د هر افغان وژنه هغه که پښتون وي، ازبک وي، تاجک، او يا هم هزاره يا قزلباش د غندلو وړ ده بايد چې وغندل شي او د دې ډول وژنو په موخه سره ټول شته قومونه يو موټى شي خو نه په سياسي او سمتي لحاظ. خو دلته د مور او ميرې سلوک بيخي ډير دی ځکه چې په هيواد کې نه يوازې د يوې خوا مشران وژل کيږي بلکې د ډيرو نورو قومونو مشران هم وژل شوي او لاهم وژل کيږي. خو د هغو د وژل کيدو لپاره داسې ګام نه اوچتيږي لکه څنګه چې د ټلوالې او پخوانيو مجاهدينو د وژل کيدو لپاره پورته کيږي، که ريښتيا دوی ځانونه ملي بولي نو د کندهار پخوانی قومندان خاکريزوال،د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شهيد عبدالمجيدبابي، د لوګر پخوانی والي عبدالله وردګ، د پلان پخوانی وزير او ستر شخصيت شهيد حاجي قدير، د ولسي جرګې پخوانی استازی فضل الحمن څمنکنی، د پکتيا د پخوانی والي او علمي شخصيت شهيد حکيم تڼي وال، او په ګوانتانامو کې د شهيد شوي بندي معلم اول ګل، د کنړ جيد قوميم مشر ملک زرين او پخواني جهادي قومندان او د ننګرهار پخوانی امنيه قومندان حاجي زمان او په زرګونو نور قومي مشران هم د دې هيواد بچيان او د دې هيواد په ډيرو سياسي بهيرونو کې شامل خلک و يوه ورځ يې هم ياد ونه شو هغه متل دی وايي چې( مړ شوې پړ شوې). او نه هم پښتنو د دوی په مرګ کې سياسي ګتې ولټولې، دا پر دوی د وطن حق و او ځانونه يې ترې ځار کړل نه يې په نوم بنياد جوړ شو او نه هم ټلواله.
اوس که چيرې دا ډله په ريښتونې توګه ملي يو والی غواړي او ځانونه د ملي ګټو ساتونکي بولي نو ولې د ټولو يادونه کوي، پښتانه په ډير بد وضعيت کې قرار لري، يوې خواته ترې استخباراتي کړۍ تاو دي او دوی د سر پورته کيدو ته نه پريږدي او بلې خواته هم ورته حکومت پاملرنه نه کوي او بل لوري ته يې هم نړيوال زبرځواک او د بشري حقونو د ګټو د ساتونکو په نوم د بشري حقونو دښمنان له منځه وړي. ډير ځلې ما او ډيرو نور هم ليدلي دي چې په پښتون ميشتو سيمو کې شته قومونه د دې حق نه لري چې د خپل وزل شوي کس جنازه وکړي د ډيرو خو يا پټې شوي او يا هم ډير قومي مشران پرته له جنازې خاور ته سپارل شوي دي. همداسې بيارغونه، سياسي واک، اقتصادي پراختيا او نورو هم ډيرې پوښتنې را ولاړولی شي. د دې لپاره چې خبره مې مستنده شي يو ډير اړين ټکي ته ستاسو پام را اړوم، څو ورځې وړانې مې د ګډو افغان او بهرنيو ځواکونو يوه ويب پاڼه چې په پښتو، دري او انګليسي ژبه خپرونې کوي کتله په دې پاڼه کې نيژدې په ۱۴ ولايتونو کې د ولايتي بيارغونې ، امريکا پراختيايي ادارې او ځينو نورو مرسته کونکو ادارو شوې مرستې نندارې ته وړاندې شوې وې. په دې ويب پاڼه کې په ټولو پښتون ميشتو ولايتونو کې يا هم کليوالو ته چرګې او چرګوړي ويشل شوي او يا هم ميرمنو ته د اچارو د جوړولو چل ور ښودل شوي دی، ښونځيو ته تلي او هلته يې په زده کونکو راډيوګانې ويشلي دي. خو برعکس په شمالي ولايتونو کې بيا قومونو ته سړکونه، ښونځي، د څښاک اوبو، د کمپيوټر د زدکړې مرکزونه، ولسوالانو ته لسکسس موټرونه، کمپيوټري وسايل، پوليسو ته د ګوتې د نښان د اخيستو چلونه او ........... ور ښودل شوي دي. خو په دې اړه هيڅ يوې سياسي ډلې، سياسي مشر، اپوزيسيون او په دې اپوزيسيون کې د پښتون په هسې خوشې چټي استازيتوب ناستو استازو هيڅ هم نه دي ويلي. خو دا يې غوښتې چې ورور يې مړ شو، ده ته موقف ور نه کول او ولسمشر يې ولې نوم نه يادوي. مخکې ولسمشر د ولايتي بيارغونې د ټيمونو د لغوه کيدو غوښتنه وکړه تر ټولو ډير غبرګون د پنجشير والي، د مزار والي، د بدخشان او ......... والي وښود په ريښتيا هم دوی بايد غبرګون ښودلی وی ځکه چې دوی ته يې ډير څه کړي دي او خدای دې وکړي چې نور هم ورته ډير کار وکړي او په دې که څوک خوا بدوي هغه به افغان نه وي. خو زه دا وايم چې په هره برخه کې شته سياسيون بايد توازون مراعت کړي، پښتو ژبه د اخطار ژبه او پښتانه ترهګر ونه بولي، که د بدن يو ډير وړوکي غړی هم د يو چا وخوږيږي ټول بدن به ترې نا راحته وي داسې نه ده چې د سر درد پښې نه نا راحته کوي دا ټول د يو بدن غړي دي او ټول بدن ته پاملرنه په کار ده. ولسمشر چې چيغې وهي چې جګړه مبهمه ده، طالبان د پښتنو استازي نه دي، ډيری بريدونه طالبان نه کوي... ټول يې په خولو پورې خاندي او وايي چې دا هسې لګيا دي. خو په اصل کې ولسمشر ته کيدی شي ډير دردونه نور هم مالوم وي خو د ويلو لپاره به يې خولو نه ولري او يا به هم وخت ته ګوري. په ډيری پښتنون ميشتو ولايتونو کې هره ورځ په لسګونو او ان ځينې ورځې خو کيدی شي دا شمېر په سلګونو کسانو ته ورسيږي وژل کيږي، ښونځي تړل کيږي، شخصيتونه ترور کيږي خو ( شتر ديدي، نه) کيسه ده. په ټول هيواد کې په علمي، سياسي، اقتصادي او ټولينزه کچه تغيرات راغلي دي خو په پښتون ميشتو ولايتونو کې( هغه خرک او هغه درک) دي. زما په اند تر هغه چې دا ډول د مور او ميرې سلوک روان وي هر ولايت او هره سيمه يوازې او يوازې خپلې ګټې ولټوي دا هيواد به هيڅکله سمې خواته لاړ نه شي او هيواد به نور هم د بربادي خواته لاړشي. تاسو وګوري ډيره د افسوس خبره ده په ولسي جرګه کې پښتانه، قزلباش، ازبک او هزاره استازي شته دي خو کله چې يو استازی هم د خپلې سياسي موخې لپاره خپل غږ اوچتوي د ټولې ولسي جرګې په استازيتوب يې وايي يوه ورځ په ولسي جرګه کې شته استازو دوی ته داسې ونه ويل چې تاسو ته کله موږ داسې ويلي او يا هم دا ستاسو موقف کله د ولسي جرګې موقف دی، په غزني کې که ۱۳ ولسوالۍ پښتانه دربدره دي وي دې، په کندهار کې که پښتانه وژل کيږي وژل کيږي دې، په کنړ کې که پر کورونو هوايي بريدونه کيږي خو کيږي به،خو کله چې د ټلوالې او د ملي په نوم د ناملي څيرو ګټې له ګواښ سره مخ شي بيا نو دنيا ړنګه شوه. په رسنيو کې له ډاره څوک د پښتنو لپاره غږ نه شي اوچتولای خو دوی په رسنيو کې ناست وي او نفاق ته لمن وهي هيڅوک ورته نه شي ويلی چې وروره څه کوې، که و وايې بس دستي وايي چې موږ خو جهاد کړی، مقاومت مو کړی. خو داسې هيڅکله نه وايي چې هيواد مو تباه کړی، کابل مو کنډواله کړی، پاټکونه مو اچولي، د نفاق اور مو بل کړی او دا نن چې هيواد له دې دومره ستونزو سره لاس او ګريوان ده دا ټول د دوی تيرې ناسمې کړنې دي چې کړي يې دي. پښتانه نه يوازې د نسل وژنې ښکار دي بلکې دوی په سياسي، اقتصادي، علمي، فرهنګي لحاظ د دې ناسمو کړنو ښکار کيږي، دوی ته دې ښونځي جوړيږي خو پښتنو ته دې چرګې او چرګوړي ور ويشل کيږي، دوی ته دې د نجونو ښونځي جوړيږي خو پښتنو خويندو ته دې د اچارو جوړولو چل ور ښودل کيږي، د دوی بچيان دې په بهر کې زدکړې کوي خو پښتانه دې په هيواد کې په شته پوهنتونونو کې هم بې برخې پاتې کيږي. ولې چې دوی جهاد کړی دی، جهاد خیتځ، سويل، شمال او لويديځ ټولو کړی دی، خو امتياز يې يو لوری اخلي زه ډير داسې مجاهدين پيژنم چې اوس د خوړولو ډوډۍ نه لري په ايران، سعودي، دوبې.... کې خواري غريبي کوي خو دوی بيا بلډينګونه، لوړې ماڼۍ، په دوبۍ کې کورونه او په بريټانيا کې تجارتونه لري. که تاسو جهاد کړی دی او ريښتيا د دې هيواد بچيان يي دا دومره پيسې له کومه شوې، عبدالله يوه دريشي په پنځه زره ډالره اخلي که ته افغان يې پنځه زره ډالره دې له کومه کړل ولې د دې يوې دريشي پيسې د کابل په قمبر څلور لارې کې له هلمند، کندهار، نيمروز څخه را کډوال شوي هغوی ته نه ورکوې، ته چې په غونډو کې ګډون کوې ولې دې کډوالو ته نه ورځې او د دوی د حال پوښتنه نه کوې، څو ورځې وړاندې د فيس بوک په پاڼه کې هم دا ويډيو ګانې خپرې شوې او ما مخکې هم اوريدلي و چې عبدالله په سينګار مين دی او ان د ده سينګار د يوې ميرمنې لخوا کيږي که غواړې چې ده ته د مرکې لپاره ورشې درې ساعته وړاندې به ورته زنګ وهې او دی به تياري نيسي نوکه دی مشر هم شي دی به د فيشن تر څنګ ملت ته د کار کولو څومره موکه ولري، د ولسمشر کرزي کابينې او مشاورينو يې له هيواد سره شوې مرستې په لسکس موټرو ولګولې او پټې يې کړې دی به يې د دريشي او فيشن لپاره په جيب کې اچوي.اوس خو داده ده له تغير او اميد ټلوالې څخه هم څه تر لاسه نکړل او پايله يې ملت وليده اوس نوی ايتلاف جوړوي چې نوم يې له کړکيچ څخه د هيواد ژغورنه نوميږي دې کې هم ده ډيرې متعصبې څيرې لکه بهزاد، فوزيه کوفي..... او ځينې تش په نوم پښتانه لکه اتمر، شينکۍ کړوخيله را ټول کړي دي وبه ګورو چې څه کيږي. ښاغلی صالح چې غچ اخلي ولې د دې کډوالو غږ نه پورته کوي دده د واکمنۍ پر مهال په پښتون ميشتو ولايتونو کې په سلګونو بيګناه نيول شوي پښتانه اوس هم په څرخي پله زندان او د ملي امنيت په اداره کې بنديان دي، له زابل څخه زما يو دوست راغلی و دلته يې بندي و ويل يې څلور کاله کيږي ورور يې بندي دی محکمې لا تر اوسه په دې اړه چې دی ګناهګار دی که بې ګناه فيصله نه کړې هغه وويل چې ورور يې اوس ليونی شوی دی او دولت ترې په تنګ شوی دی وايي ژر کوه د دې ليوني د خوشې کيدو څه غم دې وخوره اوس خوشې کول د څه لپاره ايا د ده بچي ته به کور ته د ده ورتګ له ځان سره څه پيغام ولري، خو که ولسمشر يوه ورځ پښتانه طالبان ونه بلل بس بد يې وکړل او په دوی اور بل وي. خو ټول په دې پوهيږي چې غوا توره شيدې سپينې که پښتانه ، هزاره، تاجک، ازبک، قزلباش......... سره يو موټۍ نه شي او د هيواد د هرې سيمې او هرې ژبې د ويونکي ګټې سره په ګډه تامين نه کړي دا حال به له دې هم بد تر وي او هره ورځ به د دې قومونو شخصيتونه وژل کيږي نه به ملي څيره مالومه وي نه به هم ملي نه به قاتل مالوم وي نه به هم مقتول، داود و وژل شو خو دا جوته نه شوه چې ايا دی په ريښتيا هم طالبانو وژلی دی او که په ياده سيمه کې د دی پر ضد کومې بلې سياسي ډلې په لومړي سرکې په رسنيو کې وويل شوه، ځانمرګی بريد و، وروسته ملي امنيت وويل چې چاودنه وه خو د داود ورور بيا وويل چې نه يې هم ورور په چاودنه کې وژل شوی او نه هم په ځانمرګي بريد کې بلکې په ډزو سره وژل شوی دی. په دې هيله چې ټول قومونه سره يو موټى او دا رټل شوې څيرې چې اوس د دوی پر سر معاملې کوي د تل لپاره ورټي.