
رپوټونه وايي چې نن سهار د کابل پوهنتون ته
څيرمه د دهبوري څلور لارې ته نيژدې، د طالبانو د واکمني پر مهال د لوړو زدکړو وزير
مولوي ارسلا رحماني د ناپيژاندو وسله والو لخوا و وژل شو.
ارسلا رحماني د سولې د شورا غړی هم و. چې نن
سهار د خپل کور په مخ کې ناپيژاندو وسله والو و واژه.
په دې اړه به نور جزييات وروسته وړاندې شي.