
رپوټونه وايي چې نن يولس بجې شا اوخوا د کندهار د ولايت مقام ته وسله وال ور د ننه شوي دي.
د والي د دفتر رييس پرويز نجيب هم د بريد پخلی کړی دی.
ښاغلی پرویز وايي چې وسله وال د ولايت مقام ته ور د ننه شوي دي او په ودانۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
دی وايي چې والي توريالی ويسا لا خوندي دی، خو امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې وسله وال له منځه يوسي.
په دې بريډ کې د تلفاتو په اړه څه دي ويل شوي دي.
نور جزييات به وروسته وړاندې شي له روهي سره اوسۍ.