که ساه مو ويسته دا روبوټ به مو پيداکړي!

نوراحمد عايل
 \"\"
دا روبوټ چې په انځور کې يې وينئ په ظاهره او په قواره کې چندان جالبيت نه لري ،خو ډېره ښه وړتيا لري ، نوم يې Cougar20-H دى او په دې کې تخصص لري چې انسانان پيدا کړي ، يانې په دې ماناچې په يوه ودانۍ کې د انسان دځاى تشخيص کولاى شي،چې په فلاني ځاى کې دى . په دې کار کې دومره کره دى چې د کانکرېټي دېوالونو شاته هم د سړي ځاى تشخيص کولاى شي. دا روبوټ له يوه  لپ ټاپ څخه له لرې کنترولېږي.
د RoboCop فلم به مو ليدلى وي، چې اوسنپنيزو پوليسو کولاى شواى ،چې د تښتونکو ځاى د دېوالونو شاته هم مشخص کړي ، چې اوس به دا روبوټ هم همدا دنده پرمخ وړي ،چې هم به د حادثو د پېښېدو په وخت کې زيانمن کسان پيدا کولاى شي، او هم به په امنيتي پېښوکې مرسته کوي ؛نو په دې اساس هم يوه امنيتې وسيله ده او هم ژغورونکې وسيله.
دا روبوټ خپل کار د راديويي څپوڅخه په استفادې په خاصو فريکونسيو کې سرته رسوي، چې په بايو مټريک فکتورنو باندې تمرکز لري، د بېلگې په توگه چې ژوندى موجود ساه وباسي دا روبوټ يې ځاى تشخيصوي حتى که هېڅ حرکت هم ونه کړي ، موخه يې داده ،چې نظامي ځواک به ددې سپکې دستگاه په لرلو سره بې له  دې چې يوې ودانۍ ته ننوځي ،له ځاني تلفاتو ماسوا ، په ودانۍ کې دننه د خلکو له شتون څخه خبر شي.