افغانستان دلويديځ لپاره په سيمه کې ديوۀ ژاندارم په توګه!

  ګران  هېوادافغانستان  د خپل جيوپولېټيک موقعيت له مخې په لويه  اسيا کې دزړۀ حيثيت لري ،چې ددغې خبرې داصالت  اورښتينوالۍ پخلى دفــــارسي او اردو ژبې لــــوى شــــاعر او فيلسوف علامه اقبال په خپل يوۀ شعر کې کړى او په زغرده وايي:
 
                                  قلبً آسيا يک پيکرآب وگل است
                                   ملت افغان درآن پيکر دل است
                                                                      ازفساد او فساد آسيــــــــا
                                                                      ازگشاد او گشاد آسيـــــــا
      علامه  اقبال دافغان او افغانستان،پښتون او پښتنولۍ څخه دومره اغېزمن ؤ،چې هغه دهندنيمې وچې برخليک دافغان دتورې له شرنګ سره تړلۍ باله . او په دې  اندؤ ،چې  يوازې افغان اتل ، باتور او مېړنى ولس کولاى شي، دهند نيمې وچې څخه انګرېز شيطان وباسي،او ددغې نيمې وچې دولسونو خپلواکي ترلاسه کاندي . علامه  اقبال دافغان  او پښتون دتورې ، مېړانې اوان دپښتوژبې  يو ډېر لېوال او مينه وال ؤ. نوموړي دخوشحال بابا له شاعرۍ  څخه د(باز) کلمه اخېستې او دشاهين تر نوم لاندې يې په خپله شاعرۍ کې په کثرت سره کارولې ده .  دغه شان اقبال خپلې يوې شاګردې خديجې فيروزالدين ته سپارښتنه وکړه،چې خپل ماسټرۍ دورې تېسېز په خوشحال بابا وليکي او هغې داکارو کړ. که له موضوع څخه ونه وځم ، نو داوسنۍ نړۍ سياست پوهان ، سياسي تيوريسنان او ستراتېژېستان دعلامه اقبال په قدم پل ږدي ، او افغانستان نه يوازې  دآسيا زړۀ بولي ، بلکې  هغه دټولې نړۍ دامنيت کونجي هم بولي . او که لږ په سپيناوي سره ووايم ، دنړۍ دزبرځواکونو او دهغوى دامپراتوريو دپايښت او ماتېدا برخليک  په دغه غرنۍ خومېړنۍ خاوره کې ټاکل کېږي . نو پر همدې  توسن دنړۍ لوى زبرځواکي هېوادونه په دغه بېوزله ، پرتمينه ، وياړلې ، برميالۍ او آستانه خاوره تېرى او يرغل کوي، په پاى کې يې زوال  او ماتېداله همدغې خاورې پيل اود نېستۍ او تباهۍ کندې د تل لپاره  ګوزاريږي ،چې  داوسنۍ نړۍ  تاريخونه يې له تاريخي داستانونو ډک دي .
     لوى سکندر ، مغولي چنګېز ، عربان ، ګوډتيمور ، صفويان ، انګرېزان ، روسان ، پنجابيان او داسې نور .. ټول  په همدغه لرغونې او مېړنۍ خاوره کې وهل شوي او دکبر او غرور کاسه يې پړمخ نسکوره شوې ،چې د دوى دسترواکۍ د زوال  پيلامه له افغان ټاټوبي څخه  پيل او عملې شوې ده.
د٢٠٠١ زېږديز کال  دسپټمبر ١١ مې نېټې ترهګريز بريدونه دنړۍ  په سياسي تاريخ کې ديونوي باب دپرانېستېدا په توګه ديادؤنې وړ دي ،ځکه چې دنړۍ او په تېره بيا  دافغانستان اوسني بدلونونه او حالات  له همدغې  اوښتون سره اړوند بلل کېږي .
    هو! دامريکې متحده ايالتونو ، بريتانيې او دهغوى لويديځوالې ټلوالې دامنيت شورا ترپريکړې لاندې په ټول زور او ځواک سره پر افغانستان بريد وکړ ، او طالب واکمني يې پړمخې رانسکوره کړه ،چې ورسره جوخت په هېواد کې دنوي سياسي نظام دبنسټ ډبره کېښودل شوه . په ګران هېواد کې دنوي سياسي نظام  په راتګ سره دډېرو افغانانو په زړونو کې مړاوې هيلې راوټوکېدې او په دې عقيده شول،چې لويديځ به افغانستان هغه شان جوړکاندي ، لکه څنګه چې افغان ملت يې هيله او غوښتنه لري،خوله بده مرغه ،چې هغه شان ونه شول .
    ځکه دامريکې متحده ايالتونه، بريتانيه او دهغوى لويديځ اتحاد په دغه سيمه کې اوږدمهاله سناريو ترلاسه لاندې لري ،چې  دهغې دپلې کېدا لپاره  بايد زموږ دغه پاکه  اوسپېڅلې خاوره  تر ډېرې مودې پورې  دجګړې په ډګر بدله شي . لويديځ په لوى لاس اوبه  خړوي او کبان په کې نيسي.
دامريکې متحده ايالتونه او لويديځ په خورا ډيپلوماټيک مهارت سره افغان دولت دژوند په هر ډګر لکه: سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ،کلتوري او داسې نور...برخوکې برمته کړى ، څو په دې توګه خپلوښکېلاکي موخوته په ښه شان سره ورسيږي . امريکه او دهغې متحدين دنوې نړۍ د نقشې (New World Map ) پربنسټ غواړې، زموږ په خاوره او سيمه کې تر ډېر ې مودې پورې پاتې شي ، او خپل پلانونه او نقشې له دغه ځايه پلې او بطبيق  کاندي . نو دغو موخو ته درسيدا په لړکې هغوى زموږ په ګران افغانستان  کې يوۀ داسې حکومت  ته اړتيا لري ،چې  هغه په لنډ او اوږدمهال کې دامريکې  او نورو متحدينو لپاره يې دسيمه ييز ژاندارم  رول ولوبوي . هغه شان لکه څنګه ،چې په اتيايمه ميلادي لسيزه کې دايران رضا شاه پهلوي رژيم دامريکې او بريتانيې لپاره کار کاوۀ او دسړې جګړې پرمهال ،چې پاکستان دلويديځ ګټولپاره رول ولوباوۀ .
    دپخواني شوروي اتحاد له وېشاک وروسته نړۍ په عملې ډول سره  يو قطبي شوه او دنړۍ سياسي اوبه دامريکې پر ژرنده ورماتې شوې او اوس هرڅه په خپله  خوښه اورضا دلويديځ  په سياسي ، اقتصادي او نظامي ژرنده کې اوړوي ،چې دځمکې پرمخ يې هېڅوک پروړاندې  د درېدو جوګه  نه دي . دمنځنۍ اسيا دتېلو او ګازو بډايه طبيعي زېرمې ، دچين چټک اقتصادي پرمختګ ، په عصري او ځواکمنه بڼه دروسيې بيا راتندون ،دايران اټومي وسلو ته دلاسرسي هڅې او تکلونه ، دپاکستان اووۀ سوه زريز کسيزپوځ او دسلو په شاوخواکې داټومي  بمونو درلودل او دافغانستان جيوپولېټيک موقعيت هغه څه دي ،چې  بايد امريکه اوټلواله يې تر ډېرې مودې پورې  په افغانستان  اوزموږ په سيمه کې پاتې شي، نو ددغسې فزيکي شتون لپاره  بايد لومړى دافغان دولت څخه دستراتېژيکې تړون په اډانه کې اوږدمهاله اجازه واخله او بل دا،چې افغانستان  بايد دلويديځ ګټو دساتنې او خونديتوب په لار کې ديوۀ سيمه ييز لوبغاړي او ژاندارم رول تر سره کاندي ، او په دې ډول لويديځ افغانستان خپلو ګټوته درسيدا په لړ کې د لاس امسا په توګه وکاروي .
    له بل پلوه افغانستان دطبيعي زېرموبډايه سر چينې لري ،چې تر دامهاله  ناسپړلې پرتې دي . داحصايو له مخې  افغانستان (٤٢٠ ) درنګونه لري ،چې ټوليز ارزښت يې ٣.٥ تر ېليونه امريکايي ډالرو څخه اوړي.
    يو وخت دهېواد  دبډايه طبيعي زېرمو په اړه  دافغانستان  دخپلواکۍ دلارې ملي اتل غازي امان اله خان ويلي ؤ : ( آنچه خوبان همه دارند ، توتنها داري . ) نو پرهمدې بنسټ ويلاى شو ،چې  امريکې  او لويديځ  دهېواد  درنګونو او طبيعي زېرمو  ته هم خپلې سترګې سرې کړې دي ، او په دې ډول سره  غواړي،چې  په اوږدمهال کې دلته خورا لوى ستراتېژيک هدفونه او پلانونه عملي ،موخې اوګټې يې ترلاسه کاندي ، نو ددې لپاره،چې دامريکې اوټلوالې ته يې په سيمه کې داړتيا احساس وي،بايد دلته جګړه ترډېره روانه وساتل شي ، ځکه له جګړې پرته دلويديځ فزيکي حضور په افغانستان او سيمه کې تر پوښتنې لاندې  راځي، نو پرهمدې اساس بايد افغانستان په سيمه کې دثاني فلسطين او ژاندارم رول ولوبوي ، ترڅو دلويديځ او دلويديځ دګڼ ملتيزه شرکتونو ( Multi National Companies ) موخې اوګټې په ښه شان عملي او ترلاسه شي .
    او س افغان دولت مشرانوته ددغه تريخ حقيقت په منلو سره لازم او ملزوم دي ،چې دسياسي پوهې ، سياسي شعور،سياسي درک او بصيرت په رڼا کې د تاريخ له دغه جبرسره  په داسې ډول  چال چلند وکړي ،چې دلويديځ لپاره  دژاندارم رول  د اجرا‌ء کونې ترڅنګ، ګران افغانستان  هم جوړ، آباد او ودان کړي.او افغان ځورېدلى او اسکېرلى ولس د نړۍ له تکاملي بهيرسره مل دهوسا ، بډايه او سوکاله ژوند خاوند وګرځي .                                                                 
                                                                                                                                       په همدې هيله
                                                                                                                                   فضل وزيرهيله من