دادب پېژندنه!

  وايي،چې بنيادم يونوراوجامه يې دويم نور دى،دغسې ژبه يو نور او ادب  يې دويم نوردى ،کله چې ژبه  دادب  په ګاڼه  ښايسته  شي نوپۀ هغې کې راښکون اوښکلايوځاى سترګکونه  ووهي.داخبره هر چا منلې  ده،چې ژوندى ولس  به  ديوژوندي  ادب خاوند وي اوژوندى ادب پۀ  يوۀ ژوندي  ولس پورې  اړه لري .دا دواړه  يوتربله پوخ  تړون او ټينګ  پيوستون  لري .
١-ادب  د ټولنې  وجدان  دى .
٢-ادب  د ژوندانۀ  تصويراوتفسير دى .
٣-ادب  ديوۀ ولس د فکري  ځلا او رڼا نوم  دى .
٤-ادب  د يوۀ  ولس د پوهې اوځيرکۍ نخښه ده.
٥-ادب  د يوې ټولنې د خيالونو او فکرونوهېنداره ده.
٦-ادب  د حقيقت رڼا د صداقت برېښنا ده.
٧-ادب  د ژوندانۀ  لارښود او بوميا دى .
       که  څۀ  هم ځينې خلک  ادب  له  ژوند او سياست  څخه  جلا کوي ،خو دا نظريه  پۀ  عملي  ډګر کې کوم  ارزښت  نۀ لري . البته  پۀ  ظاهر کې (ادب  د ا دب  لپاره)  اصطلاح  هم  شته ،خويوه  تشه  ادبي ټوټه  هم  د ژوندانۀ  د تصوير او تفسير له  چوکاټ  څخه   نشي وتلاى ،که  د مادي  شيانو رسم اوانځور وي ،نو د ژوند تصوير او که  د جذباتو او احساساتوښودنه اوڅرګندونه  وي ،نو د ژوند تفسير بلل کېږي . هر کله، چې ژوند او سياست سره لازم اوملزوم  او يو تر بله تړلي دي  ،نو ځکه  د ادب او سياست  تر منځ  هم خامخا  دارتباط  مزي غځېدلي دي .ژوندى  ادب  پۀ  ماغزو کې  د سياست رڼا اچولى شي اواساسي ځواک  پۀ  ادب کې د ودې او پرمختګ  ساه  پوه کولاى  شي .ادب  انساني  ژوند له  فنا څخه  ساتي او ولسونه  له  ورکېدو څخه  ژغوري .مکسيم ګورکي  وايي :(ادب  د انسانيت  محتسب  دى . ادب  انسان  ته  د خپلواک ،ښکلي او سپېڅلي  ژوند  لار ښيي  او له  تېروتنو څخه  يې ساتي .رښتينى ادب   د زمانې او حالاتو تابع اومريي نه وي ، بلکې زمانه  او حالات  د هغه  تابع  وي .)  
     ښه  اولوړادب هغه وي ،چې دخلکواحساسات وخوځوي ،خويونه او عادتونه يې پاک اوصفا کړي اود خيراونيکۍ پۀ  لوريې ولېږدوي .منلى اوسپېڅلى ادب  هغه  وي،چې هرڅوک د خپل حال سره سم  د ژوندانۀ  پۀ  لارو چارو وپوهوي او د ژونـــــــدانۀ  غرض او مقصد په يوښۀ  قالب کې خلکو ته وړاندې کړي .د ادب  مقام  د بشر پۀ تاريخ کې  ډېر زيات  اولوړ دى .دانګليس ولس د شکسپېير اثار دهند له هېواد څخه زيات ګڼي .ديوۀ  لوى  سړي خبره ده ،وايي ،څوک  چې خپل فکرونه اوخيالونه  پۀ  ښه  ډول نه  شي څرګندولاى ،معلوميږي ،چې د دۀ  اندونه  اوخيالونه  په  اصل کې سم  ترتيب  او تنظيم  نه لري .د دنيا هرلوى  مشراو ليډر تر څو، چې اديب  نۀ  وي ،يعنې ښه  وينا او ليکنه ونه کړي ،هغه هېڅکله  د مشرۍ اوليډرۍ لوړ مقام  ته  نه شي  ختلاى . نوپه  همدې اساس ويلاى شو،چې ادب  د نوي  ژوند جوړوونکى او د قومونو د لوړتيا پوړۍ (زينه ) ده .د ادب کلمه  په عربي ، فارسي ، اردو ،پښتو کې يو شان کارول کېږي . د دې کلمې نوې  څانګې او ريښې هم  په  د غوژبوکې شته ،خوپه عربي کې يې شمېر زيات  دى ،لکه : ادبيات ،اديب ،مؤدب  او نور . . .په  عربي کتابونو کې  د ادب  لغوي معنى ګانې دا دي :١- بلنه  او دعوت ٢- پوهه  او ځيرکي ٣- د حد او اندازې  ساتنه . ځينې کسان  دادب  په مفهوم کې ښېګڼه ،ښه سلوک اونېک چلند هم شامل بولي . په  فني لحاظ د ادب  لپاره زيات  تعريفونه  شوي دي .ځينې وايي ،هغه  تعبيرونه، چې خيالونه  او فکرونه  ډګر ته راباسي  د ادب  فن بلل کېږي .څوک  وايي :چې په  ښه  اوخوندورډول  د انسان رښتياني اندونه  اواحساسات  څرګندول او بيانول  ادب  دى .ځينې وايي :چې  ادب  هغه  فن  دى ،چې د پاکواحساساتو په خوځولوسره دټولنې خلک  دخير په  لوري  بيايي او دوى  ته  د خير معنى  ورښيي .څوک  وايي ،چې  دفطرت  د ښايست   دکتلو څخه  وروسته، چې زموږ  په  ماغزو کې کوم  ښايسته  خيالونه ګرځي ،د هغوڅرګندول ادب  دى . ځينې پوهان  دادب  په  لمن کې ټولې بشري  پوهنې رانغاړي اوځينې  يې  په  يو څوخاصو فنونو پورې  محدود بولي .په اوسني عصرکې ادب  د ژوندانه  تفسير اولار ښودګڼل کېږي .يعنې څرنګه،چې ادب  د ژوندانه  هېنداره  بولي ،نودغسې  يې د ژوندانه د ښه کولو يوه  پخه  وسيله  هم ګڼي .کوم کلام او وينا، چې  په  انساني ژوندانه کې  ذوق او خوند پيدا کوي  ،ژوندانه  ته  وده اوترقي  ورکوي اوخلک  د ښايست  او تناسب  په  چوکاټ کې د ننه  د پوهې اونېکمرغۍ خواته رابولي ،هغه  ادبي  فن اوادبي پوهنه  ده.په  ادب کې هم  د جمال او ښايست  پلټنه کېږي او هم  په کې د ژوندانه  پټ  او پناه اړخونه راڅرګنديږي ،نوپر  همدې  بنسټ  ادب هم پوهنه  ده اوهم فن اوهنر.  
           پای !
په درنښت 
        فضل وزيرهيله من