د کانټيننټل د بريد په هکله د طالبانو رېپوټ :




طالبانو ادعا کړې، چې په کانټيننټل هوټل کې په لسګونو خارجي مشاورين او داخلي چارواکي مړه او ژوبل شول. دوی وايي : ((داحمله چې دپخوا په نسبت ډیره دقیقه او ډیر لوي هدف یې په نښه کړ په خپل ځاي کې ډیره لویه امنیتي پيشه وه ولي په اصطلاح دازادو رسینو خبریالانو دنور وخت په څیر ډیره وړه وښوده او له اصلي حقیقتونونه یې سترګې پټې کړې ، )).
طالبان د عملياتو بشپړ رېپوټ داسې وړاندې کوي:
(( تیره شپه لس بجې دکابل انترکانټیننټال هوټل ته دافغانستان داسلامي امارت اته تنه قهرمان مجاهدین
(عمر دکنړ ولایت،کریم الله دزابل دشاه جوي ولسوالي،انس دلوګرولایت دمحمدآغې ولسوالي ،قاري روح الله دمیدان وردګ دنرخ ولسوالي،قاري فخرالدین دخوست موسي خیل ولسوالی،محصل رحمان الله دخوست ولایت،قاري صادق دکندزد خان اباد ولسوالي او احمد دپکتیا ولایت دبرمل ولسوالي اوسیدونکو) له خپلو سپکو او درنو وسلو او وسایلو ، کلاشینکوفونو،پیکاوو،راکیټونو،لاسي بمونو ، فدايي واسکټونواو لویو لاسي څراغونو سره دخپل پلان شوي تکتیک لمخې د خنډونو په لری کولو سره دهوټل انګړته ننوتل ،مجاهدین له پلان سره سم لمخکې نه په ټاکل شویو ځایونو کې مورچلې ونیوې،او پر ټاکلي هدف یې د درنو او سپکو وسلو ډزې پیل کړې.
حمله په داسي حال کې پیل شوه چې په هوټل کې دننه دخارجي پوځي مشاورینواو دکرزي دادارې دلوړو پوړو چارواکو، والیانواو نورو پوځي افسرانو ترمنځ مهمه غونډه پیلیدونکې وه .
یو تن فدايي مجاهدمحمدعمرچې دننه په هوټل کې په جګړه بوخت ووهغه مهال دټلیفون له لارې دخپلو سترګولیدلي حال داسي بیان کړ:( زموږ یو ه ملګري په لومړي سر کې دهوټل په شرقي دروازه کې فدايي برید ترسره کړچې ورسره دمخې ټول خنډونه لری شول،ټول ملګري دننه ننوتل او ټولې ورودي دروازې مو په ځان پسې وتړلې او پر دښمن مو دسپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړې چې له امله یې دپنځوسو په شاوخوا کې داشغالګرو هیوادونو خارجي اتباع ،پوځي مشاورین او داخلي لوړپوړې چارواکې ووژل شول،کله چې دوي وطاقونو ته ننوتل او په دې وخت کې پر هوټل برق قطع شومو ږله خپلو لویو لاسي چراغونوکار واخیست ،دسهار ترڅلورو بجو پوري ملګرو په پوره اطمنان سره هره دروازه ماتوله او په وطاق کې دننه نفر وروسته له دې چې معلومه شي بهرنیان دي په ډزو وژل ،امنیتي عسکرو ټوله شپه له ډیرې لرې فاصلې دهوټل په د اطاقونو پر کړکیو ډزې کولې له دریو بجو وروسته الوتکې راغلې او دهوټل پر بام یې یو ډول مواد وشیندل چې دهوټل پاسني برخې ورسره اور واخیست.
کله چې مو دهوټل په دننه برخه کې خپل کار پایته ورساوه په اطمنان سره موږڅوتنو ځانونه دهوټل ورودي دروازو ته چې په ځان پسې مو تړلې وې ورساوه او هم مو له کړکیو پر دباندي ولاړو عسکرو ډزې پیل کړې چې په دې سره دادي تراوس اتو بجو پورې زموږ مقاومت راورسید.)
دپيښې دنورو جزیاتو په اړه داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد الاماره ویب پاڼې ته په یوه ټلیفوني تماس کې وویل :( دکابل په انترکانټیننټل هوټل کې عملیات په ډیر بریالیتوب سره پایته ورسیدل ،په دې عملیاتو کې داسلامي امارت اتو تنو سرتیرو فدايی او قهرمانو مجاهدینو برخه درلوده چې مشري یې دمحمد عمرنومي مجاهد په غاړه وه ،حملې چې مجاهدینو پکې له سپکو اودرنو وسلو کار واخیست څه کم ۱۲ ساعته یې دوام درلود، عملیات خورا په مهارت سره ترسره شول ،دترلاسه شویو معلوماتو لمخې د۹۰ تنو په شاوخوا کې داشغالګرو هیوادونو خارجي اتباع ،پوځي مشاروین او دکرزي داګوډاګۍ ادارې لوړ پوړي چارواکي او امنیتي پولیس مړه او ژوبل شول،همداراز دهوټل ډیره برخه داور په لمبو کې وسوځیده او هلته ولاړ ګڼ شمیر موټر ویجاړ شول)
داحمله چې دپخوا په نسبت ډیره دقیقه او ډیر لوي هدف یې په نښه کړ په خپل ځاي کې ډیره لویه امنیتي پيشه وه ولي په اصطلاح دازادو رسینو خبریالانو دنور وخت په څیر ډیره وړه وښوده او له اصلي حقیقتونونه یې سترګې پټې کړې ، دخارجيانواوداخله وزارت لخواپه اکثرومطبوعاتو خصوصا چي تربهرنيوپورې په يوه نوعه تړاو لري دتيلفون اونورو وسيلوبه واسطه فشار اچول شوی ووچي دغه عمليات صرف دکابل ادارې دامنيتي ارګانونو له قوله نقل کړ ي او دمجاهدينو معلومات بشپړ راوانخلي چي په اصطلاح ازاد ډوله ميډيا هم همداسې وکړل.
داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهدپه دې اړه وايي ،(موږ دحملې په پیل کې ټولو داخلي او خارجي رسنیو ته دحملې په اړه دقیق معلومات ورکړل،خو زموږ دډیر اصرار او غوښتنې په وخت کې ېې ځانونه ترفشار لاندي بلل او د ټولو هغو معلوماتواو جزیاتو دنشر نه یې اوږه سپکوله چې موږ ددوي په اختیار کې ورکول ، عجیبه لا داچې دپژواک اژانس یو خبریال مودټلیفون له لارې دشپې له خوبه راپورته کړل اود حملې په اړه مودلومړي کس په توګه معلومات ورکړل ، خو کله چي يي خبر خپورکړ اصلاً زموږ يادونه يي هم پکې ونه کړه ؛ اوهغه وخت چې ما سهار بيا غوښتنه ترې وکړه نو ايله يي په خبر کې دومره راواخيستل چې دپيښې مسئوليت وسلوال طالبان په غاړه اخلي او يو څونورې خبرې . نوربس
خو کله چې واقعيت معلوم شو نو ټولوته دکورنيوچارو وزارت او بهرنيو پوځي کړيو لخوا ويل شوي وه چې دمجاهدينولخوا ورکړل شوي جزيات راوانخلي .)
خبریالانو خپله هم داومنله چې دپیښې له ځایه لري ساتل شوي وو امنیتي عسکرو او بهرنیانو اجازه نه ورکوله چې عملیات له نژدې وڅاري ،حتي دعملیاتو له پایته رسیدو وروسته هم دپیښې ځاي ته خبریالان نه دي پریښودل شوي،
په هو ټل کې موجود یوه عیني شاهد وویل چې یوازي دهوټل په اشپز خانه کې یې تردولسو زیات کسان ولیدل چې دلته پوټ شوي وو او وروسته وویشتل شوي وو.
 دعملیاتو درې عمده هدفونه :
ـ لومړي په هوټل کې دهغو ۷ ولاياتو دواليانو او امريکايي پوځي چارواکو او مشاروينو لخوا تیره شپه دلته مشورتي غونډه روانه وه چي په پام کې ده په هغو ولاياتو کې په اصطلاح نظامی چارې کورنيوامنیتي عسکرو ته ته وروسپارل شی .
ـ دوهم نن ورځ په پلان کې وه چې خارجي ځواکونه دقدرت دانتقال په باره کې په همدې هوټل کې مهم کنفراس جوړکړي چي دتیرې شپې د غونډې محصول پکې بيان کړي چې دعملیاتو په ترسره کیدو سره یې ټول پلانونه په نطفه کې لمنځه لاړل.
ـ دریم په عموم کې په دې هوټل کې تل هغه بهرني مشاروين او استخباراتي مامورين چې په هيوادکې ديرغلګرو هيوادونو دځواکونو پورې اړه لري په مداوم شکل اوسيږي او اطاقونه لري او هره شپه دلته راځي او داځای دځان لپاره راحت ګاه بولي چې همدا کسان دلوی هدف په شکل تربريدلاندی راغلل . ))