بی خونده خبری(۳): بیګِیرش که نګیرت!!!

وسیم سجاد، کابل
جون۲۰۱۱،۲۸
میډیا: د افغانستان بانک مشر د زور واکانو له ډاره استعفی ورکړه.
ماشاالله! د کرزي د حکومت دریم د بانک د ټولو ریس، ښاغلی عبدالقدیر فطرت وتښتید. فطرت له نورالله دلاوری وروسته د ولسمشر په فوق العاده امر مقرر شو. هغه وخت چی ما په افغانستان بانک کی ټریننګ ورکاوه نو جناب نوی راغلی وو، د کابل بانک سقوط دده له کارنامو څخه دی. کابل بانک دده په وخت کی سقوط وکړ. خو کابل بانک لومړنی بانک نه دی چی په افغانستان کی سقوط کوي، له ده مخکی د افغانستان پرمختیایی بانک سقوط کړی وو چی اوس یی نوم باختر بانک دی او په عزیزی بانک پلورل شوی دی.
ده ونه شو کولای چی په سرحداتو کی د کلدارو، او ایرانی تومانو مخه ونیسي. او نه یی هم وکولای شو چی ددی لپاره کومه اوږدمهاله ستراتیژی په لار واچوي. ده د خپل ریاست پرمهال د کلدارو او ایراني تومانو لپاره یو څو لنډمهالي اعلانونه وکړل او بس.
داسی هم ویل کیږي چی فطرت جان په میوند بانک کی هم برخوال دی. دده داخبره چی ما زور واکان نه پریږدي، په چورلټ ډول غلطه دی، ځکه د کابل بانک په فساد کی اخته کسان ده نه؛ و اشنګټن پوست افشا کړل. کله چی ده د روان عیسوي کال په اپریل کی پارلمان ته خبری کولی نو د هغو کسانو نومونه یی واخیستل چی واشنګټن پوست لا د وخته افشا کړي وو. ده هوري دا هم وویل چی د واشنګټن پوست د خبر څخه مخکی یی په فساد تورنو کسانو په اړه هیڅ مالومات نه لرل. او ده چی بیا د کابل بانک په اړه کومو څیړنو ته مخه کړی هغه یی هم د واشنګټن پوست د خبرونو په تایید کړی.
فطرت وتښتید. نوشِ جانت بچه!!! کوم نوی کار دی نه دی کړی. د افغان سیاستوالو او واکوالو سنت دی پرځای کړ. جلالی نن په امریکی کی دی؛ اسماعیل قاسمي د هوایی چلند پخوانی وزیر چی په اداری فساد کی اول نومره وو، اوس له ملکه بیرون دی.
صدیق چکړي، د حج او اوقافو وزیر چی ممنوع الخروج هم اعلان شوی، په باندنیو ملکونو کی لاندی باندی کیږي. او د امریکی له وتلو وروسته به ډیر نور نیکتایی دار ملک پریږدي. بیا به څوک زاخیلوال، احدي، دلاوری، او... په دی ملک کی ونه ګوري. دوی خو اوس هم په دی ملک کی په پوره ډول سیټل (مقیم) نه دي. دوی اوس هم خارجی غذاوی خوري، په افغانی اوبو ځان نه مینځی ځکه چی الوده!!! دي هسی نه چی کُخ په کی پیدا شي.
افغانستان بیا هم طالب، حزب او جمعیت ته پاتی دی، نو خبره جوړول ورسره په کار دی!!! که هر څه دي خو له دوی شرافت پکی لږ څه ښه دی!!!؟
امریکا ددریو شیانو لپاره طالب له منځه یوړ:
طالب
الف: د ښځو حقوق نه مراعتوي
ب: تریاکو ته وده ورکوي
ج: له القاعدی سره جوړ دي
نن (پس له لسو کلونو):
الف: افغانستان د ښځو لپاره جهنم، د ټامسن ریوټرز بنیاد اوسنی راپور
ب: په افغانستان کی له مخدره موادو سره جنګ پڅ او په هیڅ مانا دی او په نشه یی توکو دروغدو فیصدي له ۲۰۰۶ څخه وروسته نوره هم زیاته شویدی. په دی په اړه وګوری بی.بی.سی پښتو، نیټه جون۲۰۱۱،۲۶ د نشه یی توکو خلاف غونډی راپور.
ج: د ترهګرو او طالبانو سره خو جنګ، تاسو په خپلو مبارکو سترګو ګوری. ددی جګړی نتایج دي: د طالبانو سره خبری او بل له ملکه د باندنیو قواوو وتل.
د نوو افغانیو بانک نوټونو کریډټ هم طالبانو ته ورځي، نو خبره دادی تکنوکراتانو! چی تاسو څه وکړل؟
نه تنها فطرت، باید ټول هغه باندني او داخلي مشاورین چی ځانونه یی کو...،کو... کول او له کابل بانک او د افغانستان بانک سره په دندو بوخت وو باید محاکمی ته کش شي.
زه حیران هغه وخت شوم او په زړه می داخبره سمه نقش شوه کله چی په اپریل کی ده ته د ولسی جرګی د غونډی پرمهال عثماني—د پارلمان تر ټول سپین ږيري غړي چی څو ورځي د پارلمان ریس هم وو—فطرت بچه دلیر وطن قلمداد کرد هغه هم ځکه چی ده د ځینو کسانو نومونه افشا کړل!!! که په دغو کسانو کی د کرزی د ورور نوم نه وای هیڅ کله به ده دومره شهرت نه وای موندلی.
د یو ملک د پارلمان د مشر چی دمالوماتو دا اندازه وي، د نورو به څه حال وي؟ بس فطرت جان د کمال کار وکړ. مخکی له دی چی کش شي، ځان یی سپین باز معرفي کړ. له کرزي به خلاص شی خو ان بطش ربِک لشدید!

ولسی جرګه: ولسمشر باید زر ترزره نوي وزیران راوپیژني
ځانګړی محکمه: ۶۲ وکیلان باید ولسی جرګه پریږدي، جعل شوی
څارنوال: د ځانګړی محکمی د پریکړی تطبیق غواړم
وحید : له ځانګړی محکمی ملاتړ کوو
ډیمسټورا، ملګری ملتونه: ولسی جرګه باید خپله مسله له قانوني لارو حل کړي.
ایکنبیري، امریکا: ولسی جرګه باید خپل حل په قانون کی ومومي.
هسی خلک وایی چی کرزی نه پوهیږي!!! سرپرستان منی او که سلب صلاحیت له جرګی؟
ایران کونډی ته چل ښیی:
ایران د ترور ضد لارو چارو د موندلو کانفرانس راغوښتی وو(جون۲۰۱۱،۲۵) چی پاکستان، افغانستان، تاجکستان او درجن نور یی غړي وو.
ایرانی ملایان بلاوی دي. خمیني څه خلک تربیه کړیدي!!!؟ زمونږ رباني، سیاف استاد، حکمتیار انجینر، مجدیدی حضرت یی خو والله که په شاګردانو کی هم حساب شي. څه شیطاني ماغزه لري!!!
حزب الله، په لبنان کی ددوی په ملاتړ غورځي، پرځی؛ د فلسطین حماس ته دوی راکټ ورلیږي؛ د سوریی له بدمعاش بشار الاسده دوی ملاتړ کوي او په دغه اخ و ډب کی دوی ورسره پوره برخوال دي. د بحرین له شورشیانو سره دوی خوله په خوله دي؟ خو بیا هم دوی نړیوال ټروریزم ضد کانفرانس را غواړي؟ د انګریز حرموني، پاکستان هم په غونډه کی ګډون درلود. اسامه یی پوره لس کاله وساته، جنرالانو یی له اسامه سره پوره، پوره وس کړی وو. پاکستان ډبل یاري کوله. اسامه یی په کندو کی او امریکایان یی په ایوان صدر کی ساتل. خو دا ځل ایران کونډی ته چل ښیی.
leekwal@yahoo.com