![غزل](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
حاجي وتړي احرام ښکلی ،سپېڅلی
زه کعبې نه ګناهونو سره راغلم
چې مې هرطواف بس ستاپه نوم کولو
له هغې نه ګناهونوسره راغلم
له ماښامه مې تسبو کې يادولې
اوله شپې نه ګناهونوسره راغلم
پيغمبرنه يم چې ځمه به جنت ته
ستاکوڅې نه ګناهونوسره راغلم
سيپاروباندې قسم کوم مني څوک
پښتنې نه ګناهوسره راغلم