دحکومت ددری ګونو قواو ترمنځ بنیادی ستونزی


په کوم هیواد اویانظام کی چی دحکومت دری ګونی قواوای یعنی اجرائیه ، قضائیه او تقنینیه قوه سره دقانون په حکم جداشی او په اساسی قانون کی تسجیل شی اودیموکراسی هم ومنل شی نو بیادیوباثباته محکم اوخلکو ته دخدمت دپاره جوګه هیواد شی اوداساسی قانون داحکامو په رڼاکی دهری قوی وجایب ، مکلیفتونه ، مسولیتونه اوواکونه هم تسجیل شوی وی او په ګډه سره دحکومت چاری په پوره امانت داری ترسره کوی او خپلی دندی په ښه شان سرته رسوی او که کله ناکله ددی قواوترمنځ کومه ستونزه رامنځ ته کیږی نوپه پوره درایت ، امانت دارۍ اولورونه یی دحل لپاره جدوجهدکوی او دملت په وړاندی خپل مسولیت اووجایب شاته نه غورزوی اوعامه مصالح دخپلو سیاسی ، ایډیالوژیکی ، قومی ، ژبنی اومذهبی اهدافو لپاره نه قربانوی .
مقامونه او څوکۍ خپل حق ونه ګڼی بلکه دملت امانت یی وپیژنی  اوواقعیت همدادی او ځانونه دخلکو خدمتګاران وبولی نه باداران اوپه سرنوشت یی لوبی ونه کړی .
دنیکه مرغه په افغانستان کی دبابایی ملت محمد ظاهر شاه په دوره کی چی کله په اساسی قانون کی دیموکراسی تسجیل شوه نوددری ګونو قواوترمنځ تفکیک هم ومنل شو اوبی له شکه  په دغه شاهی نظام کی ترډیره حده ددی قواو ترمنځ هم اهنګی موجوده وه اودحکومت په ټولو برخوکی یوتعادل موجودواوپه ملت باندی لورونه لمس کیدله .
دارواښاد شهید محمد داود خان په کودتاسره شاهی نظام له منځه ولاړ او یو نوی دور شورع شو خوورسره ورسره زموږ دخلکو اوهیواد دښمنانو دداود خان دذعامت سره یوخاص حساسیت درلود او په دی هڅه کی وچی په څه ډول وکولی شی سردار محمد داودخان له منځه یوسی که په خاص ډول پاکستان اوایران ددی کارسره زیاته علاقه درلودله خودوخت دشوروی اتحاد دزعامت یعنی بریژینف سره دارواښاد سردار محمدداود خان شهید نه سازش له امله دخلقیانو اوپرچمیانو په وجود کی دشوروی  اتحاد په مستقیم ملاتړ په داودخان کودتا وشوه او دکامل مقاومت څخه وروسته ووژل شو اوداسی یو نظام راغی چی دقواودتفکیک موضوع ددوی اوددوی دحامیانو په اجنداکی له سره نه وه.
دادوری تیری شوی اودجناب کرزی دوره راغله او په کی دقواوتفکیک ومنل شو په اساسی قانون کی تسجیل دی دجمهوری ریاست ټاکنی ترسره شوی پالمانی اوولایتی ټولټاکنی وشوی ستره محکمه جوړه شوه داچی دااجرات سمبولیک واو که په واقعیت بنا و داقضاوت به دنړۍ دبصیرت خاوندانو اودافغانستان شریفو خلکو ته پریږدو ولی وښودل شوه چی اجرائیه قوه ، تقنینه قوه او قضائیه قوه سره جداشوی اوعملا یی په فعالیت شروع وکړه ولی ددوی استقلالیت لمس شوی نه دی .
حکومت دپالمان نه منی او پارلمان دحکومت اودقضا پریکړی دواړه نه منی ډزو غپ روان دی اوملت په منځ کی دل کیږی اودوی خپل منافع ترسره کوی اددی پیښو ستونزو په اثر نه یوازی داچی دقانون حاکمیت وجودنه لری دهیواد نظم اوثبات هم له منځه تللی دی اوهیڅوک دخپل سرومال په مصونیت او امنیت باورنه لری او په تشویش کی شپی ورځی تیره وی .
په ځان یی نه عملی کوی ، حکومت خووایی چی زه خوزه یم ستره محکمه پیشنهاد کوی دانتخاباتو په باب اختصاصی محکمه غواړی جمهورریس منظوری ورکوی اوتاسیسیږی په رسمی توګه په کار پیل کوی یوشمیر وکیلان نااهله ګڼل کیږی اوباید پارلمان ته لارپیدانکړی اوپارلمان افتتاح نه شی پارلمان داختصاصی محکمی جوړونه نه منی او حکومت ددوی خبری ته اثرنه ورکوی اوپارلمان رسمآ پرانیزی او په کار شروع کوی داول وار لپاره یوه مرحله ئ اختصاصی محکمه جوړیږی ولی وروسته بیا حکومت دامحکمه دری مرحله ئ کوی . اختصاصی محکمه داموضوع یو حقوقی موضوع توصیفوی ولی داخبره قانونیت نه لری ځکه چی دی خلکو چی دمعترضینو داعتراض لاندی دی په رسمی دولتی پاڼو اواسنادو کی دځان په ګټه جعل ، تذویر اوتقلب کړی دی او څارنوالی باید داموضوع په حق الله کی تعقیب کاندی او محکمه خپله پریکړه اعلان کاندی . دټولټاکنو کمیسون خوبیا ځان مرفوع القلم ګڼی اودهیچا پریکړه نه منی ، پارلمان یو شمیر وزیرانو ته دباوررایی نه ورکوی ولی حکومت یی دسرپرست وزیر په حیث په عین وظیفه ګماری صلاحیت لری ولی مسولیت نه لری ځکه چی سرپرست دی .
تاسی به اوریدلی نه وی چی سرپرست قاضی القضات یاسرپرست لوی څارنوال ولی زموږ په هیواد کی دانوی طرز اجرات وجود لری .
زموږ دری ګونی قواوی په خپل منځ کی په کم توپیرسره په تسلیحاتی یا قلمی مسابقو اخته دی په ملک کی په شدت سره جنګ روان دی شپږدیرش بهرنی هیوادونه په موږ مسلط دی ملک یی اشغال کړی دی بی ګناه خلک وژل کیږی کورونه یی خاوروسره خاوری کیږی .
ددی ټولوبدبختیوسره سره جناب کرزی صاحب دسولی عالی شوری جوړه وی کله په بن کی او کله په ترکیه کی غونډی جوړه وی په داسی حال چی خپله ددری ګونه قواوترمنځ وحدت ، یونظری ، خلوص اولورونه نشته دی ایا داحال وطنوال اونړیوال نه ګوری اوداسی یونظام ته دنظام ویل به ګناه نه وی ؟
همدا کشمکش دی چی په هیواد کی سوله اوامن له منځه تللی دی اودهیواد او خلکو دښمنان زموږ دکورنیو اختلافاتو څخه ګټی پورته کوی او په خپلو کی یی سره اچولی یو اودفنا کندی ته مووراچوی.
زه دافغانستان شریف ملت ته مخ اړه وم او پوښتنه ورڅخه کوم چی د الله په خاطر تاسی وواست چی دازما خبری واقعیت نه لری که هو نو بیاولی دخپل ځان پوښتنه نه کوی اونه واﺉ چی نه حکومت زموږه نماینده حکومت دی اونه ولسی جرګه او نه ستره محکمه دی ټولو دبهرنیو ځواکونو په ملاتړ زموږ په خپلواکۍ ، ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خیټه اچولی ده اواشغال کړی یو اودځان پوښتنه وکړﺉ او که نه نوبیا خو ماته قناعت راکړﺉ زه به بیاداخبری نه کوم او ګونګه روژه به ونیسم دالله په خاطر یو ه خوراسر ومنئۍ .