سړې شيبې

ښکاري چې تيرې اشنا هيرې کړلې
 ها د خوښۍ شيبې  يې هيرې کړلې
 
لکه سوړ باداوس په يخنۍلګيږي
 هغه خوږې ،تودې  يې  هيرې کړلې
 
 دګلو لښته څنګ په څنګ  ماتيده
ها د مستۍ کانې يې  هيرې  کړلې
 
دا چې په څنګ او په پلمو تيريږي
دښوشيبو بيلګې يـــې  هيرې کړلې
 
ديار  کيسې شوې پـــه دوکوبـــدلې
   چې دو صال وعدې يې هيرې کړلې
 
---------------------------------
سمیع الدین افغاني
م ٠ کال   ٢  -  ٦  -  ٢٠١١ ٦