عجيبه ده زموږمينه !!

ډیرموده کیږي چې له خپل هیواد، خپلوولس اوخپلې مېنې سره زموږدمینې اومحبت په اړوند پکراوسوچ کوم . ولې موږ له خپلې مېنې او ولس سره مینه کوو؟. رښتیامینې کوو که دامواوریدلي دي چې سړی باید دخپل هیواداوولس سره مینه وکړي ؟! . زموږدمیني ښکاروندوی کوم  اوځانګړتیاکومه ده ؟.                  زه پکرکوم چې ددنیا پرمخ به یوازینی ولس یاوګړي چې تربل هرچازیات ،دخپلې خاورې اوهیواد په وړاندې  ، پرځای اوبې ځایه دمینې اواحساساتویاجذباتواظهارکوي، هغه افغانان دي. موږافغانان چې کله د خپل هیواد اوولس نوم اخلو، نوسوال نه پیداکیږي چې ورسره دګران کلمه ونه نښلوو. ان تردې پورې چې کابل خوپه جان بدرګه کوو.چې داپخپله یوه عجیبه خبره ده ځکه جان خلک دژوندي شي لپاره کاروي ، دښاریاخاورې لپاره به دنړۍ په پرمخ هیچاجان نه وي کارولی. خوخیر موږافغانان په هر ډګرکې ځانګړي یو.
         مادډیرونوروهیوادونواوولسونووګړي لیدلي ، ورسره ناسته ولاړه مې کړیده، خوکله مې هم نه دې لیدلي اواوریدلي چې هغوی دې دخپل هیوادیاولس نومونه په هغوتودو، اوله  احساساتوډکواولوړو الفاظو چې موږیې کاروو، بدرګه کړي وي  . ددغوکسانوپه منځ کې دداسې هیوادو وګړي هم ووچې په عمل کې یې  دخپل ولس اوهیوادسره مینه اومحبت ثابت کړي دي. خپل هیوادونه یې د ودې اوپرمختګ لوړوپوړیوته رسولي ، دخپل ولس لپاریې دهوسا او نیکمرغه ژوندلارې اوارې او پرانیستې دي.
        موږ،چې دهیواداوولس په وړاندې دمینې اومحبت ناروسورومودنړیوالوغوږونه کڼه کړيدي ، دخپل وطن لپاره څه کړيدي؟ . هرهیوادوال دخپل وس سره سم ، ددې هیوادپه ورانولو،دولس په ځورولو او کړاوکې اګاهانه یاغیراګاهانه خپله برخه اخیستې ده  . شایدځینې کسان زماپرخبرونیوکه وکړي اوراته ګوته وڅانډي چې ګواکې داسې نده ، لاکن راځی چې په عمل کې وګورو: که موږدخپل هیواداوولس سره مینه خوپرځای پریږدﺉ ، لږغوندې همدردي اوزړه سوی هم درلودی ، نوزموږهیوادبه همداسې ړنګ بنګ، وران ویجاړاوله پښو غورځیدلی وای ؟. که موږدخپل ولس سره مینه درلودی ، نوهغه به داسې بې وزله ، ځپلی ، بې وسه او بدمرغه وای؟ .  هرګزنه ...!!داښه ده چې ګاونډیان اونړیوال شته ، ترڅو خپله ملامتي اوپړه دهغو پراوږو ورواچوو، که دوی نه وای نوموږبه دخپلې کمزورۍ اوبې احساسۍ لپاره کومه پلمه ، ماسک اومخپټونی لټوه  ؟!!
       ماتل هڅه کوله چې زموږدهیواداوټاټوبي ، زموږ دکړیدلي ، ځوریدلي اوبې وزله ولس په وړاندې زموږ افغانانو دبې سارې مینې ،محبت!!! اوزموږداحساساتولپاره یوه بیلګه ، یوه تشریح اویوچوکاټ پیداکړم، خوپدې نه وم بریالی شوی. کله ناکله به مې دخپلوبچیانوسره دپیشودمینې کیسه ذهن ته راغله چې وایې پیشوله خپلوبچیانوسره دمینې له مخې ، هغوی په خوله کې کله یوه ځای اوکله بل ځای ته وړي چې په وړوراوړوکې ورنه مړه شي. خودغې کیسې به هم ورسره سمون نه کاوه ځکه چې پیشوپه ناپوهۍ او غلطۍ کې دخپلوبچیانودمرګ لامل ګرځي ، موږخوپه غټ لاس ، قصداخپل کورورانوواوخپل ورور وژنو، خپلې میندیې بورې کوواوخپلې خویندې کونډاوو... .
     پرون په ښارکې روان وم . مخامخ دسړک بلې غاړې ته یوڅوماشومان ، چې په خپلومنځوکې یې لوبې هم کولې ،تیریدل . ددوی له منځه یوه جنۍ چې کیدای شي داوو،اتوکالوبه وي ،دهغوونو،بوټولورته ورغله چې دسړک په غاړه ، دښاردښکلالپاره کرل شوي دي  . دونې تنکۍ تنکۍ څانګې یې راماتې کړې، ځینې یې پرهمغه ځای کې پرځمکه وغورځولې اویوه یې چې لږغولویه وه ، په لاس ونیوله اوپه داسې حال کې چې هغه یې دهواخواته پورته کړې وه په ترینجکوشوه اوداسندره یې هم په لوړغږ ورسره بدرګه کوله :
       دازموږزیباوطن
دازموږلیلا وطن ...ددې صحنې په لیدوسره مې سمدلاسه دخپل وطن اوولس په وړاندې زموږافغانانودمینې اواحساس انځورپه ذهن کې راغی. له وطن اوولس سره زموږمینه اومحبت هم ددې جنۍ دڅانګې ماتولواوبیاپه لوړغږ دوطن په باب سندرې ویلوته ورته ده . موږهم په سندرو،بدلواوخبروکې ددې وطن ،ددې ولس سره دمینې نارې وهو،خوپه عمل کې دهغه څانګې ماتوو.  
داجنۍ داسې ښکاره ده چې دښونځي زده کونکې وي،اوداسندره به یې هم په ښونځي کې زده کړې وي ، ښونکي به ورته ښودلې وي .
       دې جنۍ ته خوښوونکي په سندروکې ،په خبروکې دوطن نوم یادول ،دګران ټکی ورسره تړل اوهغه سره دمینې څرګندول، هرومروورښودلي وواوداښه کارهم دی ،لاکن شایددابه یې نه وو ورزده کړي چې وطن یاني څه اودوطن سره مینه  څه ته وايي ؟!!
دایې نه وو ورښودلي چې وطن یوازې خړه خاوروته نه وايي ، بلکه هرهغه څه اوهغه څوک چې پدې خاوره کې اوسیږي ، ژوندې کواوپرته دي ،هغه دوطن اجزادي ،دوطن سره دمینې مطلب دادی چې دهغه له هرڅه سره مینه وکړﺉ، دهغوخلکوسره چې پدې وطن کې اوسیږي ، دهغوونو،بوټوسره چې پدې وطن شنه دي اوداوطن ورباندې ښکلی اوسمسوردی،ددې وطن دهواسره ، ددې وطن دسپیروغرو،رغو، دښتو، بیدیا او کاڼوسره مینه وکړﺉ. دوطن ښکلادخپل کوراوځان ښکلاوبولی ، دوطن نیک نومي اوبدنومي دخپل ځان وبولی اوخپله نیکمرغي دهغه په نیکمرغي پورې تړلې وګڼی.
       که زموږښونکي اومشران خپلوزده کونکواوماشومانوته دغسې ښوونه اوروزنه ورکړي ،نوزه باورلرم چې زموږیوافغان وروربه دکوچنۍ موضوع په سردبل افغان وینې نه تویوي ، دخپل کورګندبه په کوڅه کې نه غورځوي ځکه چې کوڅه به دخپل کورپه شان دخپل ځان دشتمنۍ یوه برخه بولي .زموږ زړونه به دکرکې نه پاک شي، ښارونه اوکوڅې به مو د نورو پر مختللیو هیوادو د ښارونو او کوڅو غوندې پاک اوپيجو وي . دیوبل خبرې ته به غوږ ږدو، یوبل به ذغمو. بل ته به هم دشخصي نظرد لرلوحق ورکړواونوربه نودیته هم اړتیانه وي چې نوروته دښودلولپاره  په هرځای اوهره خبره کې پرځای اوبې ځای دهیواداوولس سره د(ګران )یا(عزیز) ټکې وتړو، ځکه چې په عمل کې به هرڅه په ډاګه کړي وي . ان که موږچاته داهم ووایوچې دوطن سره مینه نه لرو، هغوی به یې نه راسره مني ، ځکه چې زموږکړه وړه به ، زموږدوطن ابادي اوسمسورتیابه ، زموږدولس نیکمرغه اوهوساژوندبه ګواهي ورکوي چې موږدخپلې خاورې ، خپل وطن اوخپل ولس سره مینه لرو.
د(ګران) افغانستان دابادۍ
او(ګران) افغان ولس دسوکالۍ په هیله
 
زیب منتظرمسید