سـرې لـمبې دی سـره اورونه دي نورڅه دي |
په وطـن کـــــــې مـوجـنګـونه دي نورڅه دي |
وزګــــــارنه یوچـــې دې ولــــمـانـځواخــــتره |
جـــنــازې دي اومرګـــــــــونه دي نورڅه دي |
څـنګه وخـانــدو اوڅـنګه به خـــوشحال شـو |
چـې له هــــرې خــوا غـــمونه دي نورڅه دي |
په افـــغـــان مــلـت مـــې ربه رخـــم وکــــــړه |
تـــورتــــمـونه تـــورتــــمـونه دي نورڅه دي |
چــــــرته لاړې لـــګ خـــو راشه پــســــرلـیه |
وچـې پــاڼــې مــړه ګــــــلــونه دي نورڅه دي |
د امـیـد بـاده لــګ ساه خـــوپه کــــې پــوکـــه |
مـــــړاوي مــــړاوي امـیـدونه دي نورڅه دي |
لاروی به دخـپل ځـــــان څـه درتـه وایـــــــــم |
بـس دګـــــران وطـــن یــادونه دي نورڅه دي |
محمدجهان لاروی |