بی خونده خبرې(۲):محکمه بی وزله وباسي!!!

وسیم سجاد،کابل
جون۲۰۱۱،۲۵
ازادي راډیو: د ځانګړی محکمی امر د اختر او یا د جمعی د لمانځونو په شان واجب التنفیذ دی، لوی څارنوال
تیره اونۍاو د دې اونۍ په پیل کی مې صحي وضع ښه نه وه، غوښتل می چی لیکل به ترهغی نه کوم ترڅو ښه شوی نه وم. خو بس څه وکړو هر څوک د یو شي نشه لري، او زما نشه هم لیکل وي. له لیکلو وروسته د راحت احساس کوم. طبیعت می ښه نه وو، خو په ملک کی داسی پیښی کیږي چی مجبوره وي دې، چې په اړه یی خپل نظر څرګند کړی.
لوی څارنوال د محکمی ویژه!!! فیصلی څخه ملاتړ کړیدی. بله خوا همدا څارنوال سره د قاضی القضات جمع پنځه نور لوی قاضیان د پارلمان په غوڅ اکثریت بی صلاحیته شویدي.
ځانګړی محمکی د صدیق الله حقیق په مشری نوي وکیلان معرفي  او همدا ډول یی د جعلي وکیلانو نوملړ هم خپور کړ.
شمالي ټلوالی له ولسی جرګی د جعلی وکیلانو په وتو خپل جدی غبرګون وښود. ناصالح امرالله د بدو عواقبو پیشبینی وکړه. خو په یاد ولری چی هیڅ هم نشي کولای. هسی ناپړیتي وایی. ددوی عمر په اخطار ورکولو تیر شویدی. که محکمه جوړه شي، عواقب به یی بد وي؛ که فیصله وشي، عواقب به یی بد وي؛ که امریکایان ووځی، عواقب به یی بد وي؛ که طالبان په واک کی شریک شي، عواقب به یی بدوي؛ که ...
راځی چی په ناکامانو او پرهغو چی پارچی یی راویستلي!!! بحث وکړو.
کابل:
نوی: جمیل کرزی، حاجی احسان زاده او روبینا جلالي ددوو نورو نومونه یی نه اخلم ځکه چی دومره د کار لوښي نه دي. بیدار ته خو پکتیاوال ډم وایی او بل خو تراوسه چوکره دی.
جمیل جان خو د کرزي په تخلص کولو سره مخکی هم رایی ترلاسه کړی وی او داځل خو پوهیږي!
د کوم کور طوطي له کړکي په کل تیریدونکي کس غږ کاوه چی:کله ... کل د طوطي مالک ته شکایت وکړ. خاوند طوطي ته اخطار ورکړ چی چپ شه او کنه وزرونه دی وباسم او ناجایز څه درسره کوم. طوطي وډار شو خو له عادته عاجز وو. نور به یی کل ته کل نه ویل خو ورته ویل به یی چی: ته په خپله پوهیږی.  
روبینا جانه خو نور پوهیږی! په لوبو کی یی هم سر خوړلی وو. دښکلا دغی ملکی په خپلو ټاکنیز شعارونو کی لیکلي وو: قهرمان دیروز، کاندید امروز و خادم فردا.
قدم راوخله! تیر ځل یی لوبی بایللی وی؛ د ارایشګاه ښکلی، او د سبا لپاره بیا ناکامه. چیری باید فال بین ته لاړه شي. په منډو کی یی هم لوبی بایللی. په ټولټاکنو کی هم ناکمه شوه، نو چی د چا اغاز او انجام داسی وي، نو خاتمه به یی څه ډول وي؟
احسان جان صاحب زاده خو دومره اعلانات کړي وو چی په پلار یی برکت شه!!!
زاړه:
داکتر عبيدالله کليمزى وردگ ، شريف الله کامه وال، حفيظ منصور، عرفان الله عرفان او یوه بله!
ډاکټر جان خو هلک دی. داچی کامیاب هم شو ستره خبره دی. دوی خو یوه مشهوره مقوله لري: یو واری می ننباسه، نور ځای په خپله نیسم. ګورو به چی دیی به څه کوي. د ټک، ټوک سړی نه ښکاري.
شریف الله کامه وال خو د جلال اباد په ګمرک کامیاب شوی وو.
 حفیظ منصور دی الله وشرموي. شرمول نور څه وي. دی افغانستانی دی. افغانستان نه مني. لیونی غوندی سړی دی. کله، کله خپل ځان ته هم کنځا کوي چی دا می څه ویل. یو وخت یی ځان ولسمشری ته کاندید کړی وو، هلته یی هم سر وخواړه. د ټلوالی په زور ټغیږي. اوس به څه کوي.
قاضی عرفان ارام سړی دی، خبری یی نرمی دي. که ورسره اشنا شوی، نو پوی به شی چی میږی یی هم نه دی وژلی. د جنګ جګړی نه دی. کیدای شي سیاف به یی چیری په کرزي وټومبي.
 
بلخ:
نوی:
محمد یوسف غضنفر: حتما د غضنفر له بانکه دی. بانک له کرزي سره په ټاکنیز کمپاین کی پوره مرسته کړی وه. د کورنی غړی یی بانو غضنفر هم وزیره دی.
زابل:
نوي: حمیدالله توخي، حاجی زابلی، تورپیکی
 حمیدالله توخي: د ټلوالی کس دی. کامیاب شو. د ولسمشری د ټاکنو پرمهال یی دنده له ډبل عبدالله دفاع وه.
قلاتوال هم لکه چی سر وخوړ. خو هوښیار سړی دی!!! ملی رادیو تلویزیون یی تراوسه نه دی پریښودلی. د بیا ورتلو ځای یی شته. کیدای شي په مخابراتو وزارت کی بیا ویاند شي. د ډز، ډوز سړی نه دی.
پکتیکا:
پیر سید اسحاق به ولسي جرګه پریږدي. د مریدانو یی خیر نشته. خیرا به ورته کوي. د پیر دعا د کاڼي کرښه دی. پیر د ننګرهار له سرخروده دی، خو رایی له پکتیکا اخلي. نوشِ جان! له دیموکراسۍ څخه ښه ګټه تاسو واخیسته. خپله به یی ږیره کونډی وي خو مُریدانو ته به دموټی واحد معرفي کوي. له ښځو سره به ورځي خو مُریدان به حتی ښځو ته له لیدلو منعه کوي. سیی یی ویلي دي: ملا چی څه وایی کوه یی او چی څه کوي تری پرهیز کوه. که دپیر دومره دعاوی او خیراوی قبلیږي نو اوس دی ځان ته دوعا وکړي چی کامیاب شي. حیران دی ته یم چی د پیر په ننګرهاریانو ولی زور نه رسیږي چی تری رایه واخلي؟ ځواب یی په تاسو!!!
بدخشان:
نوي:
 دلته په نوو کی واقف حکیمی یو څوک دی. نن سبا د جمعیت اسلامی ویاند دی. کامیاب شو. رباني پروفیسور به خوښ وي.
له کندوزه مرستیال ته سترګی په لار وو. مرستیال په خپل ټول وس سره له اغایی کرزي، د ولسمشری د ټاکنو پرمهال دفاع وکړه. خو سر یی وخوړ. ناکام شو. مرستیال صیب بی غمه اوسه، حتماً چیری به والی شي. فراهی سره سر وجنګوه. الاِنتظار اشدُ مِن القتل. انتظار هم پای ته ورسیده. پوست لټوه!!! قدم ورواخله!!!
غزني:
نوي: سلطان زوی، شلګری، دلیلی، امیری
. دلیلی اوس د ټلوالی لپاره ټغیږي. مخکی والي وو. ډاکټر فیض محمد ځلاند یی ویاند وو. شلګری چی ځینی حزبیان ورته په ټوکو کی شلګزی هم وایی، د حزب اسلامی څخه دی.
او دا بل یی نه پیژنم. خو بیا هم د هزاره ګانو توازن خراب نه شو.
 
زاړه:
محمد عرفاني د بشردوست له ډلی څخه دی. پاتی کیدل یی بد نه وو
له هراته د ملی امنیت د مشر سپنتا ورور هم په کامیابو کسانو کی راغلی دی.
په نوي نوملړ کی د مجددی، ګیلاني، او نورو مشرانو مشوری،غوږ جنګونی او سفارشات د هیرولو نه دي.
 
که داسی شوي وای:
له هراته: بهزاد؛ له کندوزه عبدالروف ابراهیمی؛ له کابله محقق، استاد سیاف، قانونی، حسین انوري؛ له ننګرهاره حاجی عبدالظاهر قدیر؛ له پروانه الماس؛ له بدخشانه فوزیه کوفي؛ له غزني ډاکټر سجادي او داسی نور بدمعاشان که ناکام اعلان شوي وای نو خبره به ډیره جالبه وه او بیا به مونږ ویل چی عواقب بد شاید داشته باشد!!! بیا به د لوی څارنوال تړوسی  دمنلو او ستایلو وی.
ټاکنیز کمپاین غړي:
هغه چی ویل: له ټاکنیزو پایلو انکار وهم است، خیال است، جنون است. اوس خو وهم، خیال، او جنون هم له منځه لاړ. معنوي به محکمه شي او کنه؟ رفعت به کش شي او کنه؟ او د هغه ډبل سترګی ویاند نور محمد نور چشمی به ور ماتی نشي چی تل یی چټیات ویل!!!
ولی نوي کسان؟
په نوو کسانو کی به د ولسمشر پله څه نا څه درنه شي خو زړه ولسی جرګه!!! هم  بده نه وه. هسی چی توقع تری کیده چی ولسمشر به وډار کړي کوم د کار شی راونه خته. دوی چی په څو پړاونو کی خپل مشر وټاکه او تراوسه یی کومه د کار فیصله نه ده کړی نو راتلونکی یی هم دومره ... ځکه میاشتی ته په اول کی دوعا کیږي.
leekwal@yahoo.com