
نوراحمدعايل
د ټکنالوژي په پرمختگ په راتلونکو څو کالونو کې دې اړتيا نشته چې په بازار کې د جامو لپاره رخت واخلئ . په لومړيو کې مو د جامو رنگ نه خوښېږي ،بيا موچې خوښ شي ،په گنډونکي ډارېږئ، چې هسې نه ناف يې سم نه وي نيولى ، نو ددې ټولو چارو او اندېښنو د مخنيوي په پار اوس داسې سپرې (مخلوطه مايع) بازار ته راغلې چې ځان ته يې وروشيندې په جامو بدلېږي
دا مايع چې د لندن د Imperial College اود Fabricon په نامه يوه شرکت جوړه کړې ده تاسې ته دا اجازه درکوي چې په خپله خوښه او په مستقيمه توگه جامې په خپل ځان باندې اسپرې کړئ.
کله مو چې دا مايع بدن ته دروشيندله له وچېدو وروسته په يوه نرۍ رختي ټوټه بدلېږي ،چې همدا ستاسې جامې دي.
که څه هم مخکې هم همداسې يوه هڅه شوې وه او يو ډول مايع جوړه شوې وه چې د Latex جامو په نامه يادېدې، چې له وچېدو وروسته به په جامو بدلېده ،خو هغه جامې به دې چې کله له ځان نه ايسته کولې يا بدلولې نو يو ځل استعمال وې يانې په اساني سره نه بدلېدې بلکې شکولې به دې ، خو اوسنۍ مخلوطه مايع(اسپرې) او له هغه څخه جوړېدونکې جامې ددې وړتيا لري چې په ډېرې اسانۍ سره يې بدلې کړئ، ويې مينځئ، اوته يې کړئ او له نورو جامو سره يې گډې کېږدئ.
Manel Torres ددې جامواسپانوى طراح وايي: کله مې چې دا پروژه پيل کړه رښتيا هم چې غوښنل مې داسې جامې چې له نورو جامو څخه توپير ولري، يانې درز ونلري، اسوده توليد شي، اسوده واغوستل او ويستل شي او بې له گنډونکي څخه جوړې شي توليدې کړم
Torresد Imperial College د ذراتو د ټکنالوژي د استاد Paul Luckam په ملتيا دا ډول تيکه جوړه کړه .
Torres همدا راز وويل زما غوښتنه دا وه چې د اوسنۍ دود لارې څخه راووځو او د اغوستو او نساجي اوسنى صنعت د اصولو پر خلاف يو داسې رخت جوړ کړو چې په هماغه شېبه کې يې رخت تيار په ځان کې پېټ او وگنډل شي.
د Fabriconجوړونکې شرکت وايي: Spray-on Fabric له هغو اليافو څخه جوړې دي چې د پليمر په ډول ترکيب شوې دي او هغه حلونکى ورگډ شوى دى چې تيکې په مايع ډول اړوي ، وروسته له دې چې سپرې په بدن ولگېږي حلونکى تبخيرېږي او بالاخره الياف له پلمير سره د متقابلي ارتباط په پايله کې جامې تشکيلوي.
له دې ټولواسانتياوو سره،سره دا جامې يو څه خامي هم لري هغه داچې د تبخير په وخت کې سخت تېز بوى کوي ، او په همدې توگه دومره ډېره زياته ډبله جامه نه ترې جوړيږي چې له سختې يخني سړى وساتي ،خوبيا هم ددې هيله شته چې په راتلونکي کې يې د بوى مخه ونيول شي او هم يې ډبل والى يو څه اضافه شي.