ګیلمن شوم نورله خپلو،دپردولورته ورځمــــــه
ګل مې داغ پرزړګي کيښود،داغزولورته ورځمه
دژوندیوپه محفل کې څوک فریادته مې غوږنږدي
ګوندې واوري غږدزړه مې ، هدیرولورته ورځمه
ږدي چې پښې ورباندې خيژي،پردستوردپلارنیکه مې
پښتنوځینې نورتښتم ، دپښتولورته ورځمـــــــــــــــه
ګوندې یارسره واصل شم ،دزړه تنده مې کړم ماته
ويښه ژونده له تاتیریم، دخوبولورته ورځــــــــمـــه
غوړو ږیرو،غټوخیټوسره ناسته مې نورنشي
سرببري ،ګریوان څیرې، دهغولورته ورځمه
دبلبلوژوندپریږدمه ،نورثنادګل ،بڼ نکړم
لکه بازلوړالوته کړم، سردرولورته ورځمه
دانسان خواهش حریص دی ، امیدونه،هیلې وژني
چې خواهش تر ضرورت یي، دڅارولورته ورځـــــــمه
وروستي